دجمعیت اصلاح پل چرخي سیمیزې څانګی دجوزا په ۱۴نېټه په دغه سیمه کی د نهضت د شهیدانو په یاد پرتمینه غونډه جوړه کړه چې دپل چرخي سیمي مخورو، علماءاوعامو وګړو پکې ګډون وکړ.
غونډه د قاري صاحب رحمن ګل په غږ د څو ایتونو په لوستلو پیل شوه دغونډې لومړی ویناوال دجمعیت اصلاح د پل چرخي څانګی مسؤل محترم مولوي غوث الدین ؤ.
ورپسې مولوی صاحب امیر محمد او د غونډې میلمه محترم دکتور صفت الله قانت د موضوع په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل، په یاده غونډه کې د کمونیستی بړیڅو په لاس د خپلو شهیدانو په یاد د کمونیستی رژیم د جنایاتو یادونه وکړه او خپلو شهداو ته یی د مغفرت دعاوې وکړې او غوڼده د مولوي صاحب عبدالرووف په دعایه پای ته ورسېده.