د جمعې په مبارکه ورځ د جوزا په ۹ مه نېټه د خوست جمعیت اصلاح لخوا د ولایت مرکز پوهاند عبدالحی حبیبي لیسې په انګړ کې د خوست میشتو مریضانو لپاره یو وړیا روغتیایي کمپ جوړ شو، چې په ترڅ کې یې د ۱۰۰۰ څخه زیات مریضان په وړیا ډول معاینات او تداوي شول.
پدې روغتیایي کمپ کې د خوست ولایت پنځلس متخصصو ډاکټرانو او څلویښت تنه د جمعیت اصلاح غړو، همکارانو او همفکرانو برخه واخیسته چې د خدمت یوه ښه او ځانګړې جذبه یې وړاندې کړه او الحمدلله د خوست میشتو مریضانو د خوښۍ سبب وګرځیدل.
روغتیایی کمپ د سهار په اوو بجو د جمعیت اصلاح د دعوت او ارشاد د مسئوول عبدالفتاح جواد په شتون کې پیل شو، لومړی قاری فضل ربي د قرآن کریم مبارک تلاوت وکړ او ورپسې د جمعیت اصلاح د خوست سیمییز دفتر مسئوول ډاکتر محمد ګلاب طوطاخیل افتتاحیه وینا وکړه، د روغتیایي په اهدافو او مقاصدو یې خبرې وکړې، راغلو مریضانو ته یې د لوی او متعال الله (جل جلاله) څخه عاجله شفاء وغوښته.
نوموړي زیاته کړه: جمعیت اصلاح افغانستان د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې بوخته ده او دغه کار د سیاست نه بلکې د عبادت په هدف تر سره کوي.
ډاکتر طوطاخیل د متخصصو ډاکترانو او دوایي له شرکتونو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې پدې وړیا کمپ کې هر اړخیزه مرسته کړې ده.
روغتیایي وړیا کمپ تر غرمې یوې بجې پوری دوام درلود چې د ټولو رنځورانو تر درملنې وروسته پای ته ورسېده.