دتیرې جمعې په ورځ (د ۲۰۱۴ ميلادي کال د مۍ په ۹ د ۱۳۹۳ شمسي کال د ثور د ۱۹ نیټه) د محترم استاد رحمت الله زاهد افغان د دکتورا د رسالې مناقشه د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې تر سره شوه.
محترم دکتور رحمت الله زاهد چې د اصول الدين د پوهنځي د حديثو په برخه کې زدکړې کړې دي، خپله رساله د ( منهج الإمام الطبري في كتابه تهذيب الآثار ) تر عنوان لاندې د لارښود استاذ ( دكتور سهيل حسن) په سرپرستۍ کې ليکلې وه، چې دجمعې په ورځ یې مناقشه د اسلامي زدکړو د پروفیسرانو د څلور کسیزې کميتې لخوا، د لس ګونو نورو استادانو او محصلينو په وړاندې په برياليتوب سره ترسره شوه.
د مناقشې کميټې د بريالۍ دفاع له امله استاذ رحمت الله زاهد ته د دکتوراه علمي درجه په امتيازي توګه په لومړۍ مرتبې سره ورکړه.
3 Comments
قدرت الله جاهد
الله اکبر!
محترم دکتور صاحب زاهد او د کورنۍ ټولو غړو او د افغانستان ټولو ځوانانو ته د زړه له کومې مبارکي وايم.
ضیاءالرحمن فاروق
محترم ډاکټر صیب ، دده درنۍ کورنۍ ته او دجمعیت اصلاح قیادت ، غړو ، همکارانو او دنجم اراکینو، غړو او همکارانو ته دی مبارک وي او الله دی ورته ددین ، هیواد او هیوادوالو د واقعي خدمت توفیق ورکړی. آمین
فصیح الله - مرکز
الف مبروك, الف مبروك , الف مبروك
محترم داکترصاحب زاهد ته په لویه لاس ته راوړنه د زړه له کومي مبارکی وایم.