راپور : خاکسار وقار
د لغمان مرکز په قلعة السراج تاريخي بڼ کې د اسلام پوهنې سيالۍ جوايز د وري (حمل) د مياشتې په لومړۍ نېټه د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ووېشل شول. دغه سيالۍ چې دوه اونۍ وړاندې په همدې ځای کې ترسره شوې وه شاوخوا ۵۰۰ تنو نارينه او ښځينه ؤ په کې ګډون کړی وو.
د جواېزو د وېش دغه غونډه د جمعې په ورځ سهار ۸ بجې د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره پيل شوه. پرانسته وينا په لغمان کې د جمعيت اصلاح دعوت او ارشاد مسئول ښاغلي مولوي محمد عيسی عالمي وکړه، د ازموينې د نتايجو په شفافيت يې خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې د اړتيا پر وخت ځينې پارچې څو ځله هم وکتل شوې تر څو د ګډونوالو پر حق له زياتي څخه مخه نيول شوي وي. د غونډې دويم ويناوال د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړی ښاغلی دکتور صفت الله قانت ؤ، نوموړي د جمعيت اصلاح د بدیلي پروګرامونو په اهميت او ضرورت خبره وکړه او ځوانان يي دغسې پروګرامونو کې د ګډون لپاره وهڅول.
ورپسې د جمعيت اصلاح د ختيز زون مسؤول او د مرکزي شورا غړي ښاغلي استاد عبدالرحيم صراف وينا وکړه، ځوانانو ته يې د اسلام د تېر برم په اړه لنډې خبرې وکړې او د مسلمانانو کارنامې يې ورپه زړه کړې.
استاد د خپلو خبرو په ترڅ کې د لغمان د جمعيت اصلاح او نجم مسؤولينو څخه مننه وکړه چې داسې مهمه سيالي يي په لاره اچولې وه.
د غونډې دويمه برخه د سيالۍ د ستورو د اعلان لپاره ځانګړې شوې وه چې په لغمان کې د نجم مسئوول ښاغلي انجينر عبدالرحيم مياخيل له خوا پر مخ وړل کېده. د يادې سيالۍ لومړی ستوری ښاغلی فيض الله ؤ چې تر ټولو لوړې نمرې يي اخيستې وې ورپسې په ترتيب سره ښاغلی عليم خان او احسان الله د لوړو نمرو اخيستونکي اعلان شول. د سيالۍ له ګډونوالو څخه ۶۰ تنو نارينه او ښځينه وو ته چې لوړې نمرې يي اخيستې وې جايزې ورکړل شوې. د يادولو وړ ده چې د سيالۍ لومړي ګټونکي ته لپ ټاپ کمپيوټر، دويم او درېيم ته بايسکلونه او ورپسې پاتې ګټونکو ته په ترتيب سره موبايلونه او د کتابونو سيټونه ورکړل شو.
د غونډې د پای ويناوال په لغمان کې د جمعيت اصلاح مسؤول ښاغلی ډاکټر محمد مقيم ؤ، نوموړي د يادې سيالۍ ټول تنظيموونکي وستايل او په ځانګړې توګه يې د نهاد جوانان مسلمان (نجم) له ځوانانو څخه مننه وکړه چې د سیالۍ په طرحه او تنظيم کې يي ډېرې هڅې کړې وې.
د يادونې وړ ده چې جمعيت اصلاح افغانستان د يو فعال ټولنيز سازمان په توګه د افغانستان په اکثرو ولايتونو کې په تعليمي، فرهنګي، دعوتي او ټولنيزو برخو کې فعاليت کوي چې دا پروګرام يي هم د همدې لړۍ يوه کړۍ وه.
3 Comments
فصیح الله - زون مرکز
الله اکبر ولله الحمد
په دی کامیابه برنامه د جمعیت اصلاح د لغمان د ساحوی دفتر مسوول محترم داکترمقیم صاحب او د ساحوی دفتر ټولو درنو غړو او دلغمان مسلمان او مجاهد ولس ته د زړه له کومي مبارکی وایم
هیله ده د نوی نسل دتنویر په منظور د پروګرامونو دا لړی پسی لا پراخه شي
الله مو کامیاب لره ، هڅی مو د الله پاک په دربار کی قبولی شه
محمدمزمل اسلامي
الحمدلله چې لغماني زلمیان له اسلام سره په مینه او د هغه په خدمت کې له هیچا وروسته ندی.
د الله په شکر اداکوو چې زمونږ په هر ولایت کې د یته ورته صحنې تر سترګو کیږي.
دا ټول پدې خبره ټینګار کوي چې زمونږ ګران هیواد په اسلام ابادیږي نه د غرب او شرق په پروژو!
ښکلي لغمان او د لغمان د جمعیت اصلاح ټولو ورونو ته مبارکي وایم
محمدمزمل اسلامي
الحمدلله چې لغماني زلمیان له اسلام سره په مینه او د هغه په خدمت کې له هیچا وروسته ندی.
د الله په شکر اداکوو چې زمونږ په هر ولایت کې د یته ورته صحنې تر سترګو کیږي.
دا ټول پدې خبره ټینګار کوي چې زمونږ ګران هیواد په اسلام ابادیږي نه د پردیو په پروژو!
ښکلي لغمان او د لغمان د جمعیت اصلاح ټولو ورونو ته مبارکي وایم