راپور: روح الامين حسن کاموي
په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد کې د جمعیت اصلاح دغړو لخوا د دوشنبې په ورځ د مارچ په درېیمه نېټه د (یو مستحکم او خپلواک افغانستان په لور) تر سرلیک لاندې د هېواد جید عالم شیخ القرآن مولوي عبدالصبور لخوا درس وړاندې شو، چې د نوموړي پوهنتون لسګونو محصلینو پکې ګډون کړی وو، مولوي صیب عموما د اسلامي نړۍ او په خاص ډول په افغانستان کې د عدم استحکام ګڼ شمېر لاملونه ذکر کړل او تر ټولو ستر لامل یې د اسلامي امت جدا والی وګاڼه، او په همدا ډول مولوي صیب زیاته کړه، چې د امت یووالي یواځینۍ د حل لاره په اسلامي فکر سره را ټولېدل دي. قومي، ژبني اوسمتي تعصبات نشي کولای چې امت سره یو کړي بلکې د لا جلا کېدو سبب ګرځي .
مولوي صیب خپلواکي یو مهم اصل وګاڼه او د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د پیاوړي ملي اقتصاد یادونه وکړه تر څو هېواد په خپل اقتصاد سره پیاوړی شي او د هېواد د خپلواکۍ او استحکام لپاره ئې هر اړخیزه وینا وکړه .
درس د ګډون کونکو لخوا ډېر وستایل شو، او د جمعیت اصلاح له غړو څخه د همداسې پروګرامونو د چمتوکولو غوښتنه وشوه، په پای کې د موضوع په اړوند محصلینو پوښتنې وکړې چې د مولوي صیب لخوا ورته ځوابونه ورکړل شول، غونډه د مولوي صیب په دعا سره پای ته ورسېده.