راپور : خاکسار وقار
د روان کال د کب (حوت) د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د لغمان ولايت په مرکز، قلعة السراج تاريخي بڼ کې د اسلام پوهنې ستره سيالۍ ترسره شوه. دغه سيالۍ چې په لغمان کې د جمعيت اصلاح او نجم د ګډو هڅو په پايله کې په لاره اچول شوې وه شاوخوا ۵۰۰ تنو (نارينه او ښځو ) پکې ګډون کړی ؤ.
د ازموينې له پيل کېدو څخه وړاندې د نجم رئيس ښاغلي دوکتور رحمت الله (زاهد) خبرې وکړې، ځوانان يې خپلو مسئووليتونو ته متوجه کړل، په اسلام کې يې د ځوانانو د هڅو په تاريخي شاليد او لاسته راوړنو رڼا واچوله او تر څنګ يې د دغسې سياليو پر اهميت هم خبرې وکړې.
د سيالۍ بل ويناوال په لغمان کې د جمعيت اصلاح دساحوي دفترمرستيال ښاغلی استاد محمد عثمان اخلاص ؤ، چې د ازموينې ګډونوالو ته يې اړونده لارښوونې له ځانه سره لرلې، د ازموينې اصول او قوانين يې ګډونوالو ته ور په ګوته کړل او ټولو ته يې د برياليتوب غوښتنه وکړه.
د ازموينې پارچې د څو تنو مشرانو او ګډونوالو پر مخ له مهرلاک شويو صندوقونو څخه راوخستل شوې او ازموينه د سهار په ۹ نيمو بجو پيل شوه، له يوه نيم ساعت دوام وروسته په ۱۱ بجو د ازموينې حل شوې پارچې بيرته راټولې او ازموينه پای ته ورسېده.