راپور: اصلاح رسنيز ګروپ ـ جلال اباد / عبدالصبور مبارز
د یکشنبې د کب (حوت) په څلورمه نېټه په جلال آباد ښار عیدګاه کې د جمعیت اصلاح افغانستان له خوا د قرآن پوهنې کلنۍ اجتماع پیل شوه چې د کب ( حوت) تر نهمې نېټې پورې يې دوام وکړ، یاده اجتماع د ماسپښین په دوه بجو د قاري عبدالله نوري له خوا د قرآن کریم په مبارکو آیتونو پېل او ورپسې دننګرهار پوهنتون استاد دوکتور نجیب الله صالح د حدیثو لنډ درس وړاندې کړ، وروسته شیخ القرآن مولوي عبدالصبور د موضوع سره سم د اسلامي اخوت او ورورګلوۍ درس وړاندې کړ، او ویې ویل: نسبي ورورګلوي له ديني ورورګلوي نه قوي او محکمه نه ده او دا ځکه چې په اسلامي تاريخ کې په دی اړه ښې نمونې لرو حضرت ابوبکر صديق رضی الله تعالی عنه ته خپل زوی وايي، چې پلاره په جنګ کې مې توره واروله چې ومې کتل ته ويې نو زر مې توره لرې کړه ما ويل دا خو مې پلار دی خو پلار ورته ځواب کې وايي، چې ای بچيه! که زما د تورې لاندې راغلی وې نو ما به د اسلام لپاره په تا ګذار کړی وی.
• پخپل مسلمان ورور باندې بدګماني مه کوئ ځکه بعضې ګمانونه ګناه ده.
• د خپل مسلمان ورور تجسس مه کوئ.
• د خپل مسلمان ورور عيبونه مه لټوئ.
• د دېوال په چاود کې د چا کور او اطاق ته مه ګورئ.
• مؤمنانو باندې تر هغې د خير ګمان کوئ تر څو يې شر ښکاره او واضحه شوی نه وي.
• د خپل مؤمن ورور غيبت مه کوئ آيا تاسو دا خوښوئ چې د خپل مړه ورور غوښې وخورئ.
• مؤمنان د مؤمنانو او کفار د کفارو دوستان دي، که کفار د مسلمانانو په خلاف اتحاد کوي نو په مسلمانانو خو اتحاد او اتفاق فرض او لازمي دی.
• همدارنګه د خپل مسلمان ورور سره په نېکۍ کې مرسته کوئ ( وتعاونوا علی البر والتقوی ولاتعاونوا علی الاثم والعدوان)
• خپل مسلمان ورور ظلم ته مه پرېږدئ.
• خپل مسلمان ورور سره نرمي کوئ رسول الله صل الله عليه وسلم به د کافرانو په خلاف سخت وو او د مسلمانانو لپاره به مهربان او رحم کوونکې وو.
• يو مسلمان ورور بايد د بل مسلمان ورور نه د انتقام اخستلو فکر و نه کړي بلکې هغه ته عفوه وکړي.
• يو مسلمان بايد د بل مسلمان لپاره حق ووايي، که څه هم يې سر ته خطر وي.
• يو مسلمان بايد د بل مسلمان سره حسد و نه کړي.
د يادې اجتماع لمړۍ ورځ د مازيګر په ۴ بجو د مولوی صيب عبدالصبور په دعايه سره پای ته ورسېده.
پاتې دې نه وي چې په یاده اجتماع کې د جلال آباد ښار په ګډون دلرو پرتو ولسوالیو او نورو ولایتونو وګړو هم ګډون کړی وو.
د يادی اجتماع دوهمه ورځ
د اجتماع دوهمې ورځ پېل هم دقاري عبدالله له لوري د قرآن کریم په مبارکو آیاتونو وشو، چې وروسته بیا دننګرهار پوهنتون استاد دوکتور نجیب الله صالح د حدیثو لنډ درس وړاندې کړو، چې له یاد درس نه وروسته شیخ القرآن مولوي صاحب عبدالصبور د موضوع سره سم په امربالمعروف او نهی عن المنکر خبرې وکړي او په زرګونو ګډونوالوته یې خپل مسؤولیت ورپه ګوته کړو.
درېيمه ورځ
د قرآن پوهنی د کلنۍ اجتماع درېیمه ورځ د حوت د میاشتې په شپږمه نيټه د سه شنبی په ورڅ د ماسپښين په ۲ بجو او ديرشو دقيقو د استاد شيرزاد عزيزي په تلاوت سره پيل شوه.
يادی اجتماع ته د حديثو درس د نهاد جوانان مسلمان رئیس دکتور رحمت الله زاهد وړاندی کړ او ویې ويل: مسلمان د پاکوالي خيال ساتي او پاکوالی د ايمان برخه ده، د مسلمان چاپيريال بايد پاک وي ، لباس يې بايد پاک وي، د اوسيدو ځای يې بايد پاک وي او همدارنګه خپل ټول ژوند کې د پاکوالي خيال وساتي.
نوموړي زياته کړه د مسلمان پاکوالی په دوه ډوله دی، يو ظاهري پاکوالی دی او بل باطني پاکوالی دی، د مسلمان باطن هم بايد پاک وي، د مسلمان زړه باید له حسد او کينې او نورو ټولو چټليو پاک وي او د باطن د پاکوالي لپاره تزکيه نفس ته ضرورت دی او هغه بيا په خپل وار سره وسايل لري.
ددریمې ورځی درس د (رشوت او فساد د اسلام له نظره) په موضوع باندې و، شيخ القران مولانا عبدالصبور وویل: اسلام انسانان تشويقوي ترڅو له جايزو لارو روزي لاس ته راوړي او د هغې وسايل يې هم ورته ښودلي دي رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي الله تعالی هغه کس خوښوي چې کسبي وي، کسب ولري، همدارنګه بل ځای کې راځي (الکاسب حبيب الله ) په بل حديث شريف کې راځي، الله تعالی هغه کس خوښوي چې په خپل کسب او تجارت کې دوکه او تقلب کوي او دروغ نه وايي، په بل حديث شريف کې راځي (من غش فلیس منا) ځوک چې دوکه کوي له مونږ نه، نه دی بل حديث شريف کی راځي، غوره ډوډۍ هغه ده چی سړی یې په خپل لاس وګټي او بيا يې وخوري.
څلورمه ورځ
د يادې اجتماع ځلورمه ورځ د حوت د مياشتې په ۷ نيټه د ماسپښين په دوه بجو او ديرشو دقيقو د مولوي عتيق الله ثاقب په تلاوت سره پيل شوه.
د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد دکتور نجيب الله صالح يادې اجتماع ته د حديثو درس وړاندې کړ، نوموړي په خپل درس کې وويل حضرت ابوهريره رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صل الله عليه وسلم وفرمايل څوک چې د يوه بی وزله مسلمان سره مرسته کوي الله تعالی به د هغه مرسته وکړي، يو مسلمان بايد د بل مسلمان سره مرسته وکړي، د هغه عيبونه را ونه سپړي، په هغه پرده واچوي او د يو مسلمان د لاس او خولې نه بايد بل مسلمان په امن وي.
په افغانستان کې د مجمع علمي علماء افغانستان مشر شيخ القرآن مولوي عبدالصبور يادې اجتماع ته د څلورمې ورځې درس د ( آخرت فکر) تر عنوان لاندې وړاندې کړ، مولوي صيب په خپلو خبرو کې وفرمايل : انسانان دې نړۍ ته د يو هدف او مقصد لپاره راغلي دي او هغه هم د الله تعالی عبادت دی، دا نړۍ زمونږ لپاره د امتحان ډګر دی، مونږ بايد په دې نړۍ کې د يو مسافر په توګه ژوند وکړو او دا نړۍ د آخرت لپاره مزرعه وګرځوو زمونږ اصلي هدف د الله(ج) په ځمکه د الله د نظام حاکمول دي او بايد دې دنيا کې ددې لپاره کار وکړو.
پنځمه ورځ
د يادی اجتماع پنځمه ورځ د حوت د مياشتې په اتمه نيټه پنچشنبه د ماسپښين په ۲ بجو پيل شوه، شيخ القرآن مولانا عبدالصبور( د مسلمانو ښځو د ځانګړنو) تر عنوان لاندې درس وړاندې کړ، مولوي صيب په خپلو خبرو کې د ښځو ټولو مسايلو باندې لکه حياء، شرف، عزت، اخلاق، دعوت او اطاعت خبرې وکړې.
شپږمه او وروستۍ ورځ
د قرآن پوهنې د اجتماع وروستۍ ورځ د روان هجري کال د حوت د مياشتې په نهمه نيټه د ماسپښين په دوه بجو د جمعې په مبارکه ورځ د قاري عبدالله نوري په تلاوت پيل شوه ، وروسته د ننګرهار پوهنتون استاد پوهندوی مولوي محمد شريف رحماني د حديثو درس وړاندې کړ.
وروسته د يادې اجتماع مدرس شيخ القرآن مولانا عبدالصبور خپل درس ( د ملتونو او قومونو د زوال لاملونه ) ترعنوان لاندې موضوع باندې وړاندې کړ او پدې اړه يی تفصيلي رڼا واچوله.
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي مولوي محمد نعيم جليلي هم يادې اجتماع ته خپله وينا واوروله او دقرآن کریم په اړه یې د خلکو په مسؤليتونو خبرې وکړې .
وروسته بیا په ختيځ زون کې د علماو د شورا مشر مولوي حميدالله خبرې وکړې او ویې ویل: دا زمونږ د ټولو مسؤليت دی چې د قرآن د حاکميت لپاره کار وکړي ترڅنګ يې له جمعيت اصلاح څخه مننه وکړه چی دا ډول پروګرامونه او برنامې د خلکو د اصلاح لپاره په لاره اچوي او ددوی مسؤليت ورپه ګوته کوي.
د جمعيت اصلاح د دعوت او ارشاد مسؤل استاد عبدالفتاح جواد هم يادې اجتماع ته وينا واوروله، د جمعيت اصلاح په فعاليتونو یې رڼا واچوله او د قرآن پوهنې په لړيو یې خبرې وکړې او زياته يې کړه چې سږ کال جمعيت اصلاح په ټول افغانستان کی نږدې ۲۵ دا ډول اجتماعات په لاره اچولي دي.
هغه زیاته کړه: جمعیت اصلاح ستاسې په ملاتړ او ستاسې له متن څخه داسې قوي او منظم صف جوړول غواړي، چې په هیواد کې د بې دینۍ، فساد او بدۍ مخه ونیسي.
وروسته د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسؤل استاد عبدالرحيم صراف يادې اجتماع ته خبرې وکړې، او ویې ويل: مونږ غواړو د ملت په اصلاح کې هر اړخيزه وسيله په کار واچوو تر څو په راتلونکي کې داسې يو افغانستان ولرو چی د اسلام په جامه سنبال او اسلامي نظام په کې حاکم وي.
په پای کې د جمعيت اصلاح د جلال آباد څانګې مسؤل استاد نعمت رسول نعمتيار له ټولو وروڼو او خويندو مننه وکړه چې په ډيره مينه او خلوص يې په دې اجتماع کې برخه واخيسته .
په اجتماع کی يو نندارتون هم په لاره اچول شوی وو چی د هيواد توليدي توکي په کې نندارې ته وړاندې شوي وو.
د يادونې وړ ده چې د قرآن پوهنې په دې کلنۍ اجتماع کې لسګونه زره خويندو او وروڼو برخه اخیستې وه.
اجتماع د مازديګر په څلورو بجو او ديرشو دقيقو د مولوي صيب عبدالصبور په اجتماعي دعا سره پای ته ورسيده.
2 Comments
عبدالحی قانت
والله سترګی می یخی شوی الله دی اسلامی دعوت هر وخت همداسی همیسه بهار لری… الله دی هغه ورونو ته اجر ورکړی چا چی دی کی منډه وهلی.. امین
جیلانی
په رښتیا چی د سړی سترګی پری یښی شی دغربی میډیاوو د تبلیغاتو او فساد خپرولو سره بیا هم افغان ولس بی پری قرانی درسونو ته راځی .الله دی دا د اسلام ممبر ژوندی لری او مولوی صیب دی الله صحت مند کړی ترڅو مونګ ته هروخت درسونه وکړی . په اخر کی د غونډی جوړونکو نه مننه کوم چی ډیر زیار یی ویستلی ترڅو دومره لویه غونډه یوه اونی تنظیم کړی الله دی ورته په دنیا او اخرت کی بدله ورکړی