راپور: اصلاح رسنيز ګروپ جلال آباد / مبارز
په جلال آباد کې د قرآن پوهنې د کلنۍ اجتماع درېيمه ورځ د سه شنبې په ورځ د روان هجري کال د حوت د مياشتې په شپږمه نېټه د ماسپښين په دوه بجو او دېرش دقيقو د استاد شيرزاد عزيزي په تلاوت سره پيل شوه.
يادې اجتماع ته د حديثو درس دکتور رحمت الله زاهد وړاندې کړ زاهد صيب وويل: مسلمان د پاکوالي خيال ساتي او پاکوالی د ايمان برخه ده د مسلمان چاپيريال بايد پاک وي، لباس يی بايد پاک وي، داوسېدو ځای يې بايد پاک وي او همدارنګه خپل ټول ژوند کې د پاکوالي خيال وساتي دکتور صيب زياته کړه: د مسلمان پاکوالی په دوه ډوله دی يو ظاهري پاکوالی دی او بل باطني پاکوالی دی د مسلمان باطن هم بايد پاک وي د مسلمان زړه باید له حسد او کينې او نورو ټولو چټليو پاک وي او د باطن د پاکوالي لپاره تزکيه نفس ته ضرورت دی او هغه بيا په خپل وار سره وسايل لري.
د درېيمې ورځې درس: رشوت او فساد د اسلام له نظره
د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي شيخ القران مولوي صيب عبدالصبور په پورته موضوع باندې تفصيلي خبرې وکړې مولوي صيب زياته کړه: اسلام انسانان تشويقوي ترڅو له جايزې لاری روزي لاس ته راوړي او د هغې وسايل يې هم ورته ښودلي دي رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايی: الله تعالی هغه کس خوښوي چې کسبي وي کسب ولري همدارنګه بل ځای کې راځي (الکاسب حبيب الله ) په بل حديث شريف کې راځي الله تعالی هغه کس خوښوي چې په خپل کسب او تجارت کې دوکه، تقلب او دروغ نه وايی. په بل حديث شريف کې رسول الله صل الله عليه وسلم فرمايي (من غشنا فلیس منا) څوک چې دوکه کوي له مونږ نه نه دی همدارنګه په بل حديث شريف کې محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم فرمايي: غوره ډوډۍ هغه ده چی سړی یې په خپل لاس وګټي او بيا يې وخوري.
الله جل جلاله په قرآن کې فرمايي: (لا تأکلو اموالکم بينکم بالباطل) يعنی تاسې ديو بل مالونه په باطله او ناروا طريقو سره مه خورئ د حرامخورۍ له وجې د الله تعالی نعمتونه بندېږي الله تعالی خپلو انبياو ته وايي، چې پاک او حلال شيان به خورئ .
د يادونې وړ ده چې د خويندو په شمول په سلګونو وروڼو په يادې اجتماع کې ګډون درلود.
د يادی اجتماع درېيمه ورځ د ماسپيښين په څلور بجو د مولوی صيب عبدالصبور په دعايه سره پای ته ورسېده.
One Comment
wajeeh
ما شاالله دیره شکلی دوزه ده الله دی د جلال اباد د جمیت اصلاح ورونو ته خیر او برکت ورکزی
د محترم شیخ لافران صبور صیب په عمر دی الله برکت کیردی