اصلاح رسنيز ګروپ: حکمت الله ځلاند
د ملي يووالي او له تعصبونو سره د مبارزې اوونۍ پراخ کمپاين، چې د جمعيت اصلاح له خوا په ټول افغانستان کې پيل شوی ؤ، د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پراخو غونډو له جوړولو سره، پای ته ورسېد.
په کابل کې د دغه کمپاين پايغونډه، د کابل ښار په عيدګاه جومات کې (د کب مياشتې په دويمه نېټه) د جمعې تر لمانځه وروسته جوړه شوې وه، چې د قاري عبدالحليم منيب له خوا د کلام الله مجيد د څو مبارکو آياتونو له تلاوت سره پيل شوه.
د افغانستان د علماوو د علمي ټولنې مرستيال مولوي مظهر الدين فايز د هېواد په اوسنيو حالاتو کې، چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د ژبنيو، قومي او نورو تعصبونو او د افغانانو تر منځ د درزونو اچولو له لارې بېلابېلې دسيسې جوړې کړې دي، د جمعيت اصلاح له خوا د دغه کمپاين ترسره کول مهم ګام وباله.
نوموړي زياته کړه: «دا چې افغانان پر يوه الله (جل جلاله)، يوه الهي کتاب، يوه پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) او يوه قبله ايمان لري او د همدغه تړاو له مخې نن دلته راټول شوي يو؛ نو ځکه زموږ تر منځ تفرقې او تعصبونه ځای نه لري.»
مولوي فايز د تعصب او تبعيض د مخنيوي يوازېنۍ لاره پر قرآن عظيم الشان او الهي ارشاداتو منګولې ټينګول وبلل او زیاته یې کړه: «د الله پر وحدانيت قوي ايمان، انساني کرامت ته درناوی، د کرامت او لوړتوب معيار پرهېزګاري ګڼل او يو بل ته متقابل احترام د قرآن له نظره د تعصب د ناروغۍ علاج دی.»
نوموړي په هېواد کې د روانو ناخوالو يوازېنی لامل قوم پالنه، ژبنی او قومي تعصب او تفرقې اچونې وبلل او ويې ويل، چې له همدې امله نن د اسلام دښمنان پر دې خاوره حاکم دي.
خو نوموړي نړيوال استعمارګران او د هغوی مزدوران وننګول چې “په کابل او نورو ولايتونو کې په دارنګه لويو لويو غونډو کې راټولېدل مو د دې څرګندونه کوي، چې د افغانستان ملت يووالی لري او د تاريخ په اوږدو کې مو يرغلګرو ته ښودلې، چې موږ له يو بل څخه ځان قربانوو؛ نو ځکه به د دوی د تفرقې اچونې دسيسې ناکامې وي او دوی ته دې دا څرګنده وي، چې د دې خاورې اصلي استازي هغه څو تنه نه دي، چې د دوی غلامي يې منلې ده او دسیسې یې ورته پلې کوي.”
د جمعيت اصلاح د دعوت او ارشاد څانګې عمومي مسؤول عبدالفتاح جواد هم، د ملي وحدت د ټينګښت او له تعصبونو سره د مبارزې د دغه يوه اوونيز کمپاين په اړه معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي جواد وويل: «د ۱۳۹۲ لمريز کال نوم مو د کال له پيله د ملي وحدت ټينګښت او له تعصب سره مبارزه اېښی ؤ او په دې لار کې مو ډېرې هلې کړې دي او دا تېره اوونۍ مو يوازې د همدې مبارزې لپاره ځانګړې کړې وه.»
نوموړي وويل، چې په تېره اوونۍ کې يې په ټول افغانستان کې د ملي يووالي د ټينګښت او له تعصبونو سره د مبارزې لپاره تر دوه سوه زره زيات بروشورنه، لسګونه زره کتابونه، پوسټرونه او نور بېلابېل توکي خپاره کړي دي او دا مبارزه به په دوامدار ډول روانه وي.
د ده په وينا، په کابل له دغې پراخې غونډې سره هم مهاله په کندهار، هرات، ننګرهار، مزارشريف او نورو بېلابېلو ولايتونو کې ورته غونډې جوړې دي او د هېواد په کچه د دوی په غوښتنه، د جوماتونو ملاامامانو د جمعې ورځې خطبې هم، همدغې موضوع ته ځانګړې کړې وې.
عبدالفتاح جواد د دغه پراخ کمپاين اړتيا، د افغانستان د دښمنانو له خوا په هېواد کې د تعصب د ناروغۍ خپروای وباله او ويې ويل، چې د همدغې ناوړه پديدې له امله نن افغانستان له ټوټه کېدلو سره مخ دی.
نوموړي ځينې هغه کسان، چې په رسنيو کې د بيان د آزادۍ له نامه څخه په ګټې اخېستنې سره قومي، ژبنيو او سمتي تعصبونو ته لمن وهي له هېواد سره جفا کوونکي وبلل او زیاته یې، چې د هېواد عوام خلک له دغې ناوړې ناروغۍ څخه بېزار دي.
استاد عبدالفتاح جواد جمعيت اصلاح هم هغه ټولنه وبلله، چې د افرادو تر منځ يې هېڅ ډول تعصبونه نشته دي او ټول افراد يې اسلامي او ملي ګټو ته ژمن دي.
د جمعيت اصلاح د نشراتو عمومي مسؤول دوکتور فضل الهادي وزين بیا په خپلو خبرو کې د ملي وحدت لپاره هلې ځلې يوه شرعي فريضه وبلله او په هېواد کې يې د تفرقې اچونې لپاره د استخباراتي کړيو هلې ځلې ناکامې وبللې.
نوموړي زياته کړه، چې په کابل او د افغانستان له شمالي ولايتونو بدخشان او کندوز څخه نيولې تر سوېلي ولايتونو پکتيا، پکتيکا او خوست پورې او له ننګرهار او نورو ختيزو ولايتونو نيولې تر کندهار او هرات پورې، په ټول افغانستان کې د ورته غونډو شاهدان یو او دا غونډې د دې څرګندویې دي، چې استعماري پروګرامونه د دې ملت تر منځ تفرقه نه شي اچولی.
ښاغلي وزين له هغو رسنيو څخه هم، چې ځان د افغانستان ملي ګټو ته ژمن بولي، ګيله وکړه او ويې ويل، چې د دارنګه پروګرامونو غږ يې بايد ملت ته رسولی وای.
دوکتور فضل الهادي وزين د دغه کمپاين پرېکړه ليک هم ولوست او ويې ويل: «موږ د دغه کمپاين ترسره کوونکي، چې د جمعيت اصلاح په نوښت ترسره شو، د هر ډول تعصباتو مخالف يو او تفرقې او تعصبونه د اسلام او افغانستان د دښمنانو کار بولو.»
په پرېکړه ليک کې له دولت څخه هم غوښتل شوي وو، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره د ملي يووالي او له تعصبونو سره د مبارزې لپاره هڅې وکړي او هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د بيان د آزادۍ تر نامه لاندې ملي وحدت ته زيان ورسوي.
د غونډې په يوه برخه کې په پښتو، فارسي، ازبکي، پشه يي او نورو ژبو د تعصب شرعي ممانعت او له تعصب څخه کرکه هم د ملي وحدت د تمثيل په بڼه بيان شول.
د دغې پراخې غونډې په وروستۍ برخه کې د ملي وحدت د ټينګښت او له تعصب سره د مبارزې له شعارونو سره اوږد موټريز کاروان هم د کابل ښار په واټونو کې وګرځېد. پای
2 Comments
رسولي
د اخوت او محبت کاروان دې تل وي ډیر په زړه پورې وه هغه صحنه چې د هرې ژبې والا که څه هم ژبې یې بیلې وي خو پیغام یې وو مطلب یې یو وو تل دې وي ملي وحدت، تل دې وي پیاوړی او متحد افغانستان
عبدالقدیر صالحی
ابو لهب و حمزه کاکا های رسول الله صلی الله علیه و سلم بودند ابولهب دنبال تعصبات قومی و گام های نیاکان مشرک خود رفت مستحق « تبت یدا شد» ولی حمزه با زیر پا کردن تعصبات قبیله و چنگ زدن به ریسمان الهی سید الشهدا گردید!