راپور: محمدالدین احمدی
د ننګرهار اصلاح غږ راډیو د همکارانو لخوا د راډیو د خپرونو کلنۍ ارزونه او علمي سیمینار د دلوې په ۲۶ نېټه تر سره شو، د دغه علمې سیمینار او د خپرونو د ارزونې پیل د قاري عرفان الله همدرد لخوا د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو پیل شو، د تلاوت وروسته په ختیځ زون کې د جمعت اصلاح مسئوول او د راډیو بورډ مشر استاد عبدالرحیم صراف د غونډې پرانیستې وینا وکړه، استاد په خپله پرانیستي وینا کې د راډیو کارکوونکي وستایل او په دغه لاره کې ېي نه ستړي کیدونکو هڅو ته وهڅول( زه اول د ټولو وروڼو نه مننه کوم چې په داسی یوه غونډه کې ګډون کوي چې پکي تاسی د خپل تېر کال د خپرونو ارزیابی وړاندی کوئ او ورسره د خپلې علمي سطحې د لوړولو لپاره نن په دغه غونډه کې ګډون کوئ یقینآ چې د افتخار ځای دی، چې د اصلاح راډیو نن ورځ په ختیځ زون کې نه بلکې په ټول افغانستان کې یو له ګوتو په شمار راډیو ګانو له جملې څخه ده زه ستاسی دغه هڅې ستایم او د الله پاک نه درته د دغه ستر کار په مخي ته وړلو کې د لازیاتو بریاوو غوښتنونکی یم).
نوموړي همدارازاصلاح راډیو د رښتنونې اسلامي فهم د رسونې یوه رښتنې وسیله وبلله،
ورپسي د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي او د ننګرهار پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح په اسلام کې د رسنیو په ارزښت خبرې وکړې استاد د یوې رسنۍ د اهمیت په اړه وویل: ( رسنۍ د یوي ټولنې د پوهونې وسیله ده نو دا چې دا وسیله په سمه توګه استعمال شي پکار ده چې هر ژورنالیست په رښتوني ډول خپل مسئوولیت په سمه توګه تر سره کړي، ځکه دا د یوه مسلمان ژورنالیست صفت دی چې هغه به په رښتني ډول خپل پیغام نورو ته ورسوي تر څو خپله ایماني دنده ېي په پوره ډول سر ته رسولې وي، نن که مونږ او تاسې د غرب رسنۍ وګورو هغوی د یو ځانګړي فکر لپاره کارکوي او د همدې رسنیو له لارې کوښښ کوي چې په څه ډول خپل کلتورپر مسلمانانو وروتپي نو مسلمانانوته پکار ده چې د دغه بلاک پر وړاندې چوپ پاتې نشي او په مقابل کې ورته یو ډال ولري ).
د دکتور نجیب الله صالح له چمتو شوي درس وروسته د اصلاح راډیو مرستیال مدیر نورحبیب حبیبزي د مرکې او راپور جوړونې په اړه درس وړاندې کړ چې د ګډونوالو له لوري پرې عملي کار وشو د حبیبزي له درس وروسته د اصلاح راډیو ویاند محمدالدین احمدي د یوی ښې خپرونې د وړاندې کولو په اړه خپل چمتو شوی درس وړاندې کړ، له درس وروسته د کول ایډیټ یا اډیو ایډیټ په اړه عملی کار د اصلاح راډیو د تخنیک مسئوول قسیم هلال نوي همکارانو ته درس ورکړ، د غونډې د پای وینا د اصلاح غږ راډیو مسئوول مدیر زیار صیب وکړه نوموړي د ټولو همکارانو څخه مننه وکړه چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ د راډیو خپرونې مخې ته بیا ېي نوموړي د خپرونو د ارزیابۍ او د یاد علمې سیمینار د پایلو په اړه وویل:( زه الحمدالله په دې ډېر خوشحال یم چې د یو وارې بیا د دا رنګه علمي سیمینار او د خپرونو د ارزیابۍ په اړه سره همکاران راټول شوي او د دې پرځای فکر کوي او لا ورته زده کړه کوي چې څنګه خپلې خپرونې مخي ته یوسي زه ترې د زړه له تله مننه کوم، د خپرونو د ارزونې او علمي سیمینار د مازیګر په ۴ بجو د مولوي میر عباس ګوهري له خوا د دعا په کولو سره پای ته ورسېد، د یادولو وړ ده چې دې ته ورته علمي سیمینار تېر کال د دلوې( سلواغې) په ۷ نېټه هم د ننګرهار اصلاح غږ راډیو د کارکونکو له خوا جوړ شوی ؤ.
.
.
.