راپور: قاري محمد فقيرسعيد
د مهربان رب په فضل سره د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د سنګر سرای جامع مسجد کې د قرآن پوهنې شپږ ورځنۍ اجتماع پای ته ورسېده.
د نوموړې اجتماع پيل د تېرو کلونو په څېر د دلوې د مياشتې په رخصتيو کې د کامې ولسوالۍ د جمعيت اصلاح د څانګی لخوا پلان شوی وه چې د دلوی د مياشتې په پنځمه نيټه د شنبې د ورځې سهار په نهو بجو شروع او تر لس نيمو بجو پوری هره ورځ تر پنجشنبې ورځې پورې دوام درلود.
نوموړی اجتماع ته درسونه د شيخ القران مولوی صيب محمد نعيم جليلي لخوا وړاندی کيدل.
نوموړې اجتماع شپږ ورځې دوام درلود هره ورځ په بېلا بېلو موضوعاتو د جليلي صيب لخوا موعظه وړاندې کېدله، چې په لومړۍ ورځ د اجتماع شروع د الله د کلام په څو مبارکو ايتونو سره د قاري حبيب الرحمن هاشمي لخوا پيل شوه د تلاوت څخه وروسته د سيد سرور قادري د لېسې معاون مولوی محمد داود درس حديث وړاندی کړ، د حديثو د درس څخه وروسته شيخ صيب د لمړۍ ورځې په موضوع پيل وکړ چې موضوع يې وه د ظلم او حرام خورۍ ناوړه عواقب.
دوهمه ورځ يکشنبه هم د اجتماع ګډونوال په خپل وخت حاضر وو تلاوت د قاري حبيب الرحمن هاشمي لخوا وشو او د حديثو درس د ميرانو د کلي د جامع مسجد د خطيب مولانا سجاد احمد لخوا وړاندې شو، د دی ورځې د درس موضوع وه د شعاير الله ساتنه چې د محترم شيخ القران مولوی محمد نعيم جليلي لخوا د شعاير الله د ساتنې په هکله پوره توصيه وشوه او دا يې د مسلمانانو ديني فريضه وګڼله.
درېيمه ورځ دوشنبه تلاوت د قاري سليمان صاحب لخوا وړاندی شو او دحديثو درس د جمالو د قريې جامع مسجد خطيب مولوی رحمت الله لخوا وړاندی شو، د دی ورځې د درس موضوع وه د اسلامي امت د کمزورۍ عوامل او له هغې څخه د نجات لاره، ياده موضوع د محترم شيخ صيب لخوا په ډېره مفصله توګه د اجتماع ګډونوالو ته وړاندې شوه هم يې د کمزورۍ لاملونه او هم يې هغه لارې چارې خلکو ته په ګوته کړې چې د اسلامي امت بېرته پرې عزت او د لوړې مرتبې خاوند وګرځي .
څلورمه ورځ سه شنبه تلاوت د قاري سليمان صيب لخوا وړاندی شو او د حديثو درس د کامې ولسوالۍ د يو تن جيد عالم مولوی غلام حضرت حقاني لخوا وړاندې شو د نن ورځې ددرس موضوع وه د دين حاکميت .
پنځمه ورځ چهارشنبه تلاوت د قاري سليمان لخوا وشو او د حديثو درس مولوی محمد جان لخوا وړاندې شو د نن ورځې موضوع وه په اسلام کې د فقر علاج.
شپږمه ورځ پنجشنبه چې داجتماع اخيري ورځ وه د قاري عبدالقدوس په تلاوت پيل شوه د نن ورځې موضوع د حسد او تعصب ناوړه پايلې وې، د محترم شيخ صاحب لخوا په علمي انداز سره د خلکو مخې ته کېښودل شوه .
حسد او تعصب يې د جاهليت د شعارونو څخه وګڼل ورپسې د سنګر سرای د جامع مسجد خطيب مولانا هدايت الله صاحب د محترم شيخ صيب نه ډېره مننه وکړه او ددغو اجتماعاتو په فوايدو يې مختصره خبره د اجتماع ګډونوالو ته واوروله ورپسې د کامې ولسوالۍ د علماو په نمايندګۍ د محمد موسی شفيق د لېسې مدير مولوي فضل الله لخوا دغې اجتماع چې په کې خلک د الله جل جلاله د ستر کتاب د لارښونو سره اشنا او تړل کېږي ډېر با ارزښته وګڼلی او هم يې د جمعيت اصلاح لخوا ددغه نوښت او ابتکار ستاينه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې دا غونډې بايد اوږدې او زياتې شي ورپسې د جمعيت اصلاح افغانستان د شرقي زون مسؤل مولوي عبدالرحيم صراف وينا وکړه چې د خبرو په جريان کې يې د افغانستان په روان سياسي جريان رڼا واچوله ورپسې د کامې د جمعيت اصلاح د څانګې په نمايندګۍ مولوی فضل ربي وحدت وينا وکړه او هم يې دشيخ صيب څخه مننه وکړه او هم يې د ټولو ګډونوالو او خصوصا د کامې ولسوالۍ د علماوو څخه او په اخيره کې د عبدالله بن عباس د مدير قاري فضل اکبر او دمدرسې د ټولو استادانو څخه مننه وکړه.
اجتماع د غرمې په ۱۱ بجو د شيخ القران مولوی صيب محمد نعيم جليلي په دعايه سره پای ته ورسېده.