“پيامبر صلى الله عليه وسلم محبوب خود رابهتر بشناسيم”
تر پورتنی سرليک لاندې د کابل د کارته نو په سيمه کې د جمعيت اصلاح ساحوي څانګې له خوا د سيرت النبي صلى الله عليه وسلم دوره ترسره شوه. دا دوره د کارته نو د نساجي فاميليو په سيمه کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم په جامع مسجد کې د روان ١٣٩٢ هـ ش کال د مرغومي (جدي) مياشتې په ٢٨مه د شنبې په ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته د استاد غلام جيلاني له خوا پيل شوه.
ياده دوره هره ورځ د ماښام له لمانځه وروسته د ماخوستن تر لمانځه پورې ترسره کېده او په دوره کې د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ژوند له زېږېدنې څخه تر وفات پورې په مفصله توګه بيانېده.
ياده دوره د روان ١٣٩٢ هـ ش کال د سلواغې (دلوې) مياشتى په ١٦مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پاى ته ورسېده، چې هره ورځ به لسګونو کسانو په کې ګډون کاوه.