دجمعیت اصلاح افغانستان مرکز ساحوی دفتر په نوښت د سیرت النبی (صلی الله علیه وسلم) دوه اووه ورځنی دوری چی د جدی میاشتی په ۲۸نیټه په دوو مستقلو ځایونوکی لومړی د حاجی قلم الدین (امین) پنجشیری په جامع مسجد کی چی د محترم استاد محمد سرور کاظمی صاحب لخوا او دوهمه د شهرآرا پروژی د ربانی زاده په جامع جومات کی چی د محترم استاد عبدالظاهر حمیدی صاحب لخوا پرمخ وړل کیدی پیل او د دلوی میاشتی په ۴ نیټه پای ته ورسیدی .
دغه دوری چی هره ورځ دیوساعت لپاره دمازدیګر له څلور بجو څخه تر پنځو بجو پوری دوام کاوه زیات شمیر مشرانو، ځوانانو او خویندو پکی په ډیر شوق سره برخه اخسته.
د دغو دورو اخیری ورځی درسونه دجمعی له لمانځه څخه وروسته پیل شول چی دشاو خوا سیمو دمساجدو خطیبا ن او او سیدونکی هم ورته را بلل شوی وو دحاجی قلم الدین پنجشیری په مسجد کی دمحترم استاد کاظمی صاحب له درس څخه وروسته د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس محترم دکتور عبدالصبور فخری صاحب د انبیاوو رسالت ترعنوان لاندی هر اړخیزه وینا وکړه او ګډونوال یی خپلو مسؤلیتونوته متوجه کړل.
له هغوی څخه وروسته د اسماعیل ذبیح الله دمسجد خطیب محترم مولوی صاحب فضل الکریم عالمانه وینا وکړه او ځوانانه یی خپلو مسؤلیتونوته متوجه کړل، دغه غونډه د محترم مولوی صاحب نقیب الله حمید په لنډه وینا او د غلام دستګیر( بره کی) دجامع مسجد خطیب په دعا پای ته ورسیده.
د ربانی زاده په جامع جومات کی دمحترم استاد عبدالظاهر حمیدی له درس څخه وروسته دجمعیت اصلاح افغانستان دمرکزی زون مسؤل محترم دکتور صاحب فصیح الله عالمانه او په زړه پوری وینا وکړه او ګډونوالوته یی دجمعیت اصلاح افغانستان د دینی او اصلاحی پروګرامونو په هکله معلومات ورکړل.
وروسته د جمعیت اصلاح افغانستان دمرکزی شوری غړی دکتور محمد اسماعیل لبیب بلخی عالمانه او هر اړ خیزه وینا وکړه>
وروسته مولوی سلطان حمید د حاجی محمد داد دجامع مسجد خطیب د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دسیرت په هکله ار زښتناکه وینا وکړه.
دغونډی په پای کی ګډونوالو پدی توافق وکړ چی په دغه مسجد کی دی د اسلام پوهنی هفته وار درسونه پیل شی.
غونډه د مازدیګر له لمانځه څخه مخکی په دعا پای ته ورسیده
دیادونی وړده چی دواړو ځایونوته د جمعیت اصلاح افغانستان دخویندو دڅانګی مسؤلینو تشریف راوړی وو او دوری ته له راغلوخویندو سره یی لیدنه وکړه چی دسیمی د خویندو په غوښتنه یی په پروژه شهرآرا کی د اسلام پوهنی د درس دپیل وعده وکړه چی – ان شاء الله – په لنډ وخت کی به دغه درس پیل شی.