د جمعيت اصلاح افغانستان د کارته نو سيمه ييز دفتر او د نهاد جوانان مسلمان (نجم) د څانګې په ګډې همکارۍ د معارف اسلامي پنځلس ورځنۍ دوره په کارته نو کې پاى ته ورسېده.
دا دوره چې د روان ۱۳۹۲لمريز کال د مرغومي (جدي) په ۱۵مه پيل شوې وه، د همدې مياشتې په ۳۰ مه پاى ته ورسېده.
په دې دوره کې د عقيدې، فقهې او نور ديني درسونه د پياوړو استادانو له خوا وړاندې کېدل. همداراز ګډونوالو ته په زړه پورې ويډيوګانې ښودل کېدې او د هغوى ترمنځ جالبې فرهنګي سيالۍ هم ترسره کېدې.
د معارف اسلامي دې کورس هره ورځ د سهار له لسو څخه تر يوولس نيمو بجو پورې دوام درلود، چې د کارته نو او شاوخوا سيمو شاوخوا اويا(٧٠ ) تنو په کې ګډون درلود.
د دورې په وروستۍ ورځ (د مرغومي ٣٠مه) هغو ګډونوالو ته چې پوره حاضري يې ورکړې وه او په فرهنګي سياليو کې ښه ځلېدلي وو، تصديقنامې او جوايز هم ورکول شول.