د جمعيت اصلاح افغانستان د کارته نو سيمه ييزې څانګې او د نهاد جوانان مسلمان “نجم” د دې سيمې د څانګې په ګډې همکارۍ د معارف اسلامي پنځلس ورځنۍ دوره په کارته نو کې د روانې مرغومې (جدي) مياشتې په ١٥مه نېټه پيل شوه.
دا دوره د ښاغلي قاري احمد فهيم په خواږه آواز د قرآن عظيم الشان په څو مبارکو آيتونو پيل شوه.
وروسته د اسلامي فقهې درس د ښاغلي استاد ويس احمد له خوا په پوره وضاحت سره وړاندې شو، چې ورپسې يوه فرهنګي سيالۍ هم ترسره شوه، له دې سربېره ګډونوالو ته ښکلې او په زړه پورې وېډيوګانې هم وښودل شوې.
ياده دې وي، چې دا کورس به (د جدي ٣٠ مې نېټې پورې) د سهار له لسو تر يوولس نيمو بجو پورې دوام ولري، چې د کارته نو او شاوخوا سيمو ټول وروڼه او ځوانان په کې ګډون کولى شي.