راپور: روح الامین حسن کاموي
د روان کال د قوس د میاشتې په 27مه چې د چهار شنبې د ورځې سره سمون خوري د اسلام نړیوال اسلامي پوهنتون کې د جمعیت اصلاح اسلام آباد لخوا د افغان محصلینو لپاره د (برنامه ریزی زندگی جوان مسلمان) تر عنوان لاندې درس ترتیب شوی ؤ، چې د استاد دکتور نور محمد جمعه لخوا وړاندې شو، ښاغلی استاذ ځوانان خپلو مسؤولیتونو ته متوجه او دمسؤولیتونو په ښه ډول سرته رسولو لارې چارې يې هغوی ته په ګوته کړې او محصلین یې د مسؤولیتونو لومړیتوبونو ته متوجه کړل، درس دافغان محصلینو لخوا وستایل شو چې د پوښتنو او ځوابونو په کولو سره پای ته ورسید.