راپور: انجنیر سخي الرحمن
دروان کال دجدی دمیاشتی په شپږمه نیټه دجمعی په ورځ دخوست ولایت دستر مرکزی جامع مسجد ترڅنګ د عبدالحی حبیبی دلیسی په انګړ کی دجمعیت اصلاح دخوست دساحوی دفتر په ابتکار او دخوست ولایت دڅو متخصصو ډاکټرانو، د ادویې شرکتونو، درملتونونو، دتعلیم او تربیی او عامې روغتیا ریاست په همکاری یو وړیا روغتیایی کمپ جوړ شوی ؤ.
ددرملنی دکار پیل دسهار په اته نیمو بجو رسما د قاری فضل ربی لخوا دقران کریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شو او ورپسی د جمعیت اصلاح غړي انجینر سخي الرحمن ناروغانو ته دجمعیت اصلاح لخوا جوړ شوی د وړیا طبی درملنی دکمپ مختلفې برخې او ډاکټران وروپیژندل.
وروسته دجمعیت اصلاح دخوست د څانګې مسؤول الحاج ډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل خوست میشتو ته ښه راغلاست ووایه او وروسته د جمعیت اصلاح ددی طبی کار هدف صرف د پاک الله رضا او دخپلو خلکو خدمت په ګوته کړ ده په ټول هیواد کی دجمعیت اصلاح د اجتماعی خدمتنو یادونه وکړه چې سږ کال دسوروبی، پغمان، اودخوست دسیلاب ځپلو سره مرستی او همکاری یی ژوندی مثالونه دي.
محترم ډاکټر صیب طوطاخیل زیاته کړه چې زمونږ دکمپ کار دداسی ورځی سره برابر شوی دی چې په همدی ورځ سرو لښکرو او دهغه تالي څټو زمونږ د هیواد دبربادۍ پیل کړی ؤ.
محترم ډاکټر صیب دجمعیت اصلاح له رضاکارانو او متخصصو ډاکټرانو ته مننه وکړه چې خپلې معاینه خانې او کارونه یې پریښودي دي او ستاسو د خدمت لپاره یې ملا تړلې ده.
وروسته روغتیایي ډلې پر خپل کار پیل وکړ، چې پکې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمد قیوم شاه، دجراحي متخصص او ټرینر ډاکټر سیدعارف روفی ، داورتوپیدی بخش متخصص ډاکټر نقیب شاه شیرخیل دغوږ پوزی او ستونی په شعبه کی متخصص دشیخ زاید پوهنتون استاد ډاکټر غفورجان منګل دماشومانو متخصص ډاکټر محمد نعیم انورزوی او دطبی لابراتوار په برخه کی ډاکټر محمد ګلاب طوطاخیل ګډون درلود چې دا کمپ له غرمې وروسته تر ۳بجو دوام وکړ او له ۱۸۰۰ زیات ناروغان معاینه او هغوی ته وړیا درمل ورکړل شول، دیادونې وړ ده چې دخوست دعامې روغتیا ریاست له لوري یو عراده امبولانس ټوله ورځ ددې روغتیايي کمپ په خدمت کې ورکړل شوی ؤ، دغه طبی کار په اخره کی دیوه اباد اسلامی افغانستان په دوعا سره پای ته ورسید.