اصلاح رسنيز ګروپ ـ عبدالصبور مبارز
دایمان قافله تر سرلیک لاندې درې ورځنی سیمینار چې شاوخوا ۳۵۰ کسانو په کې ګډون درلود، د عقرب په ۲۲مه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته د مولوی صاحب ثاقب په تلاوت او د خاکسار وقار په وياندويې پيل شو.
ياد سیمینار (مخیم) پنځه برخې لرلې چې لومړی برخه یې د چهارشنبې په ورځ د مازيګر په څلور بجو پيل او د شپی په لسو بجو پای ته ورسيده. په دې موده کې د ګډونوالو ترمینځ پیژندنه، د هغوي په منظم ډول په ګروپونو ويشل هغوی ته لارښوونې او رهنماي او مختلف درسونه ترسره شول.
د سیمینار مسؤول استاد شيرزاد عزيزي د سیمینار ټول ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او استاد نعمت رسول نعمتيار د سیمینار داړونده امورو په هکله ګډونوالو ته لارښوونې وکړې، له لارښوونو وروسته د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي پوهندوی مولوی محمد شريف رحمانې د مرستې زیري تر عنوان لاندی درس وړاندې کړ.
د سیمینار دویمه برخه د پنجشنبې په ورځ د سهار په درې نيمو بجو د قاري صاحب عبدالله حامد په مشرۍ په تهجدو پيل او د غرمې تر يوی نيمي بجې پوری يې دوام پيداکړ، د سهار له لمانځه وروسته د امام ابويوسف عالي دارلعلوم مدير مولوی صاحب ميرعباس ګوهري د سمع او طاعت یو هر اړخیزه درس وړاندې.
دمولوي صاحب ګوهري له درس څخه وروسته سپورت او د چای وقفه وه او له وقفې وروسته د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي مولوی صاحب محمد نعيم جليلي د اسلامي حرکت د ځانګړتياوو تر سرلیک لاندې درس وړاندې کړ.
اسلامي حرکت هغه ديني،ولسي،ډليز،منظم او رضاکارانه کار دی چې په ټولنه کې د اسلام د حاکميت لپاره کار کوي
وروسته د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد نصيراحمد نويدی د جمعيت اصلاح په فعاليتونو رڼا واچوله ، نویدي صاحب دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: جمعیت اصلاح دهغه اسلامي تحریک لړۍ ده چې شوروي اتحاد يې دړې وړې کړ، جمعيت اصلاح دیومنظم اسلامي صف نوم دې چې له ټولنې څخه دجهالت، بې دینۍ، ظلم اوکفر ټغر ټول غواړي او پر ځای يې دپوهې، علم او عدالت دټينګولو لپاره کار کوي.
استاد زياته کړه مونږهغه خلک یو چې د دیني او ملي ارزښتونو لپاره هڅې اومبارزه کوو، زمونږ کار په پوهه،ا خلاص او ښه نیت باندې ولاړ دی او په دې لاره کې دالله جل جلاله په مرسته ښې لاسته راوړنې هم لرو.
د سیمینار دريمه برخه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د عليم خان په وياندويې پيل او د ماښام تر ۵ بجو پوی يې دوام پيداکړ چې په دې برخه کې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي دکتور نجيب الله صالح د جماعتي کار او دهغې اړتيا تر عنوان لاندی ، د جمعيت اصلاح د لغمان ولايت مسؤول استاد عبدالبصير عظيمي د اخوت اسلامي تر عنوان لاندې درسونه وړاندې کړل. چې تر ماښامه یې دوام درلود.
د سیمینار څلورمه برخه د ماښام له لمانځه وروسته د عبدالصبور مبارز په وياندويې پيل او د شپي تر يوولس نيمو بجو پوری يې دوام وکړ د څلورمې برخې پيل د مجمع علمي علما افغانستان مشر شيخ القران مولانا صاحب عبدالصبور په خپل درس سره وکړ.
ورپسې د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسؤول استاد عبدالرحيم صراف د ځوانان او فکري ګواښونه تر عنوان لاندی محاضره ګډونوالو ته وړاندی کړه.
د سیمینار پنځمه برخه د سهار په پنځو بجو پيل شو چې د غرمې تر يوولس بجو پوری يې د محمدګلاب توحيديار په وياندويې دوام وکړ، ددې برخې لومړی ويناوال د امام ابويوسف دارالعلوم مهتم مولوی صاحب امين الله ازره ؤ، مولوی صاحب ګډونوالو ته د سورت المومنون تفسير او ترجمه وړاندی کړه.
همدارنګه په دی برخه کې د اسلامي نړۍ په روانو حالاتو یو ګردی میز جوړ شو، چې په دې ګردي میز کې قدرمن ډاکټر غنچه ګل ارمان د اسلامي نړی تعليمي،اقتصادي او نظامي حالت تر سرلیک لاندې خپله مقاله واوروله، دبحث دويم ويناوال د سلام پوهنتون استاد قدرمن عزيز الرحمن حبيبي ؤ چې دمصر په روانو حالاتو يې خبرې وکړې، ورپسې دجمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي ډاکټر وحيدالله مصلح ؤ چې د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول يې دعربي هيوادونو په روانو حالاتو رڼا واچوله او د وروستيو انقلابونو او دهغو دپايلو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې استاد شيرزاد عزيزي له ټولو وروڼو مننه وکړه چې دسیمینار په بریالیتوب کې یې ونډه واخیسته او په پوره دقت او حوصله یې په پروګرامونو کې ګډون وکړ.
د يادونې وړ ده چې په ياد سیمینار کې جواس سودايي او نورو ملګرو مختلفې ترانې او شعرونه زمزمه کړل.
سیمینار د مولوی صاحب ميرعباس ګوهري په دعايه سره د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۴ نيټه پای ته ورسيد.
One Comment
هشام
واقعاْ چی دایمان دقافلی خاوندان دایمان دتقویت کارونه کوی په کوم کار چی ایمان ته قوت حاصلیږی چی عبارت اسلامی اخوت څخه دی ، الله متعال دی دختیځ زون دجمعیت اصلاح ټول غړو ته اجر نصیب کړی چی داسی یو جالب پروګرام یی دخپلو هیوادوالو دایمانی تندی دخړوبولو لپاره جوړ کړی وه ، پداسی حال کی چی نور خلک اوس دافغانستان دمقدس حریم د خرڅلاو نیت لری ولی دوی دایمان کارونه کوی او خلک دالله سره تړی او دالله سره یی اشنا کوی بیا هم زه ترینه مننه کوم الله متعال دی مزید توفیق ورکړی