د پنجشنبې ورځ د عقرب په ۱۶ مه نیټه د ماسپښین له لمانځه وروسته د ګردیز ښار په حضرت عمر فاروق (رض) جومات کې د ( زمونږ وحدت ، زمونږ قوت ) تر عنوان لاندې غونډه د قاري طیب الرحمن لخوا په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې پکتیا پوهنتون استاد او په دغه ولایت کې د جمعیت اصلاح د ساحوي دفتر مسئول استاد عبد الناصر عتید وینا وکړه او د غونډې په موخو وغږید.
بیا د پکتیا ولایت مشهور دیني عالم مولوي محمد شاه د ملي وحدت د تقویې د اهمیت په اړه وینا وکړه او دغه کار یې یو ضرورت وباله، هغه تعصب او تبعیض ناوړه کار او د اسلامي ارزښتونو مخالفت وګاڼه.
بیا د هیواد وتلي سیاستوال او لیکوال استاد محمد زمان مزمل وینا وکړه او د وحدت او یووالي په اړه یې خبرې وکړې ، د شوروي ضد جهال پرمهال یې د ټولو افغانانو ګډ مقاومت او پاڅون ته اشاره وکړه او هغه یې د سرې امپراتورۍ په ماتولو کې د افغان جهاد د بریالیتوب تر ټولو ستر راز وباله.
استاد په ځوانانو غږ وکړ چې له تیرو تجربو نه په استفادې سره د هیواد راتلونکي ته داسې لارې چارې وسنجوي چې د ملت او هیواد په ګټه وي او د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا سبب شي.
بیا د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا پخواني رئیس دکتور صفت الله قانت وینا وکړه او د اسلام په مبارک دین کې یې د وحدت په اړه شوي ټینګار او تاکید باندې رڼا واچوله او همدغه یې د افغانستان د موجوده ستونزو او کشمکش نه د وتلو لار وبلله.
د نهاد جوانان مسلمان افغانستان رئیس دکتور رحمت الله زاهد وینا وکړه او د ملي وحدت په ټینګښت کې یې د ځوانانو په رول تینګار وکړ، هغه د ټولو هغو تجارو او پانګوالو نه مننه وکړه چې د اسلام پوهنې سیالۍ کې یې د ګټونکو لپاره جایزې او ډالۍ چمتو کړې وې.
په پای کې د ( اسلام پوهنې ) سیالۍ په ګټونکو ډالۍ وویشل شوې او غونډه د دوعا په لوستلو سره پای ته ورسیده.
د یادونې وړ ده چې په دغه سیالۍ کې د پکتیا ولایت ۶۵۰ ځوانانو او پیغلو برخه اخیستې وه، د نجونو په برخه کې د سیالۍ ګټونکو ته د عقرب په ۲۰ مه نیټه د ګردیز ښار دننه د نسوان شهري نجونو لیسه کې د یوې غونډې په ترڅ کې ډالۍ وویشل شوې چې غونډې ته .د پکتیا ولایت و معارف ریاست تدریسي مرستیال اسلام الدین منګل ، د تعلیمات اسلامي ریاست مرستیال مولوي محمد قسیم رحماني، د پکتیا جمعیت اصلاح مسئول استاد عبد الناصر عتید، دنسوان شهري لیسې مدیره نسرین بصیر ویناوې وکړې.
د غونډې برخوالو میرمنو او نجونو له جمعیت اصلاح نه غوښتنه وکړه چې په پکتیا کې دې د نجونو لپاره دیني فعالیتونه زیات کړي ترڅو د هغوی د دیني پوهې کچه لوړه شي.