په لغمان کې دجمعیت اصلاح په نوښت دقرآن پوهنې داجتماع درېیمه ورځ دعقرب دمیاشتې په ۲۰مه نیټه تر سره شوه.
دقرآن عظیم الشان تر تلاوت اودبشریت دسترناجي رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ارشاداتوڅخه وروسته، شیخ القرآن مولانا عبدالصبور ددرېیمې ورځ درس (چې دښځې اوخاونددحقوقوترعنوان لاندې ؤ) وړاندې کړ او د موضوع په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې، مولانا صاحب دښځو پر حقوق او دخاوند اوښځې ترمنځ دنیکو اړیکو په اړه رڼا واچوله او دا اړیکې یې دټولنې په روغه جوړونه کې ترټولو مهمې وبللې.
مولوي صاحب دخبرو په ترڅ کې وویل: دښځو لپاره تعلیم او پوهنه ضروري ده او هغه دتعلیم حق لري، ولې دهغې لپاره باید شرایط برابر شي او تعلیمي نصاب داسلام دمبارک دین له لارښوونو او زمونږ د ټولنې له ښه دود سره برابر شي، نه داچې دغرب روزنیز او تعلیمي نصاب پر مونږ را وتپل شي، هغه زیاته کړه: دښځې دمیراث ونډه په اسلام کې معلومه او دهغې مسلم حق دی او باید هغې ته ورکړل شي.
ددرېیمې ورځې دقرآن پوهنې دا مبارکه دروه له غرمې وروسته په ۳ بجو او دیرشو دقیقو په دعایه سره پای ته ورسېده.