د لغمان سترتاریخي، فرهنګي اوادب پاله ولایت دقرآن عظیم الشان نوراني وړانګودتېرپه څېرښایسته او رنګین کړ.
د۱۳۹۲ کال دعقرب دمیاشتې په اتلسمه نېټه دشنبې په ورځ په دوه (۲) بجودقرآن پوهنې مبارکه دوره یوځل بیا شروع شوه،په پیل کی قاری صاحب سیداحمد تلاوت وکړ، ترتلاوت وروسته د استاد فضل الله لخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث وړاندې شو، ورپسې شیخ القرآن والحدیث مولاناعبدالصبورصاحب په لغمان ولایت کی دجمعیت اصلاح مخکښ مرحوم مولاناشمس الرحمن ته دعاء وکړه اوهغه ته یې دجنت الفردوس غوښتنه وکړه، ټولوشهیدانواومړوته تردعاء وروسته شیخ القرآن د اولې ورځې درس دسورت فاتحې اواخلاص سورت ترعنوان لاندې شروع کړ. مولاناصاحب وویل:دا دواړه سورتونه موځکه انتخاب کړي چې کم له کمه یی پنځه وخته په لمانځه کې تلات کوو، نوپدی اساس باید پوه شو چې داسورتونه څومره فضیلت لري اوانسان ته څه پیغام لري.
محترم شیخ القرآن د سورت فاتحې فضایل په لاندې ټکو کې خلاصه کړل.
۱ـ د دې سورت دهرآیت نه وروسته که څوک دعاء وکړي هغه قبلیږی.
۲ـ الله تعالی جل جلاله داحسان په ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایي: چی تاته می اووه تکرارېدونکي (سبع من المثانی) آیتونه درکړیدي.
۳ـ سورت فاتحې ته الله پاک صلوة یعنې لمونځ ویلی دی او فرمایي : چی دازما اودبنده ترمنځ نیمایي ده یعنی نیم کې بنده سوال کوي اوالله تعالی یې قبلوي اوپه نیمایي کې زما حمد او لویي بیانوي.
همدارنګه شیخ القرآن داخلاص سورت فضایل پدې ډول بیان کړل:
۱ـ څوک شته چې شپه کې درېیمه حصه قرآن ووایي ؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چی داخلاص سورت څوک ووایي لکه درېیمه حصه قرآن ېې چی ویلی وي.
۲ـ یوسړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او وې ویل: چی زه داخلاص سورت سره مینه لرم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چې ددې سورت محبت به تاجنت ته بوځي.
او په پای کې شیخ القرآن د بسم الله الرحمن الرحیم ګټوته په لاندې توګه اشاره وکړه.
۱ـ کله چی دګناه کارکوې د بسم الله یادولوسره به تاته شرم راشي نوګناه به پریږدې.
۲ـ خپله عاجزي به څرګنده کړې چی زه عاجزیم ته راسره پدې کارکی مرسته وکړې.
۳ـ دالله تعالی نوم سره په کارکې برکت پیداکېږي.
شیخ القرآن دفاتحی اواخلاص سورتونوپه تفصیل سره ترجمه اوتفسیروکړ، خلک یی وهڅول چی خپله رابطه په هرځای اوهروخت کی دخپل مالک اوپالونکی سره وساتی.
دلومړۍ ورځې درس په (۳:۳۰) دری بجو اودېرشودقیقو اسلامي امت ته په دعاء سره پای ته ورسېد.
One Comment
فصیح الله عبدالباقی
د لغمان جمعيت اصلاح او د لغمان مجاهد شهید پرور او په قران مین ولس ته د دی عظیم الشان قرانی جشن مبارکی وایم.
الله النصر للاسلام والمسلمین