کابل- اصلاح رسنیز ګروپ: احمدضياء رحيمزی
د کابل ښار د تایمني واټ په سیمه کې د ستر اسلامي او اصلاحي مرکز د جوړښت کار چې نژدې دوه اونۍ وړاندې یې د بنسټ ډبره د یوه محفل په ترڅ کې کېښودل شوه ،په خورا ښه ډول پرمخ روانې دي.
د عالي د پلان جوړونې ساختماني شرکت (EPCC) مرستیال انجنیر حمید الله “همت” چې شرکت یې دکابل په کچه ددې ستر اسلامي او اصلاحي مرکز د جوړولو چارې پرمخ بیایي، اصلاح رسنیز ګروپ ته وویل: چې وروسته تر دې چې د عقرب په دویمه نېټه دیوه پروګرام په ترڅ کې د جمعیت اصلاح د مشرانو او یو شمېر سیاسي او دیني ټولنیزو شخصیتونو له اړخه ددې مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه او ددې مرکز د جوړنې کار په رسمي ډول پیل شو، نو تر دې دمه دغه شرکت کارکوونکوپرې کانکړېتي شفتیه واچوله او اوس یې د تهداب د سیخ بندۍ کارونه روان دي.
انجنیرهمت همدارنګه وویل: چې که کومه لویه ستونزه را منځ ته نشي نو ددوی د پروګرام مطابق به په راتلونکو نژدې ورځو کې به د تهداب او تهکوۍ د ستونونو کارونه پیل کړي او پدې توګه به د خپل کاري پلان له مخې ددې مرکز د جوړونې چارې، نه یوازې د یوې داسې پروژې په توګه چې دوی یې کار په غاړه اخیستی، بلکې د یوه خاص اسلامي احساس له مخې وړاندې وړي.
د عالي د پلان جوړونې ساختماني شرکت (EPCC) مرستیال ددې اندېښنو په اړه چې د بارانونو ورېدل او همدارنګه د یخنۍ تروخت مخکې راتګ به ددوی کارونه له ستونزو سره مخ کړي، وویل چې ظاهراً داسې اټکل کېږي چې تر یوه دوه ورځو بارانونو وروسته به هواء بېرته خپل طبیعي حالت ته را وګرځي او مونږ به هم خپلو کارونو ته په سمه بڼه ادامه ورکړای شو، خو د هغه په خبره که چېرې یخنۍ دوام وموند او زمونږ کار یې له ستونزو سره مخ کړ، بیا به د هغې لپاره هم څه تدابیر ولټوو چې وکولای شو، خپلو کارونو ته دوام ورکړو.
انجنیر همت وایي: چې ددوی پروګرام داسې دی چې د ژمي د یخنۍ تر را رسېدو وړاندې د تهکوۍ او لومړي منزل کارونه خلاص کړي.
تر دې وړاندې د لړم په دویمه نېټه ددې اسلامي او اصلاحي مرکز دبنسټ اېښودو پر مهال د عالي د پلان جوړونې ساختماني شرکت (EPCC) مسؤولینو اصلاح رسنیز ګروپ ته ویلي و چې ددوی د اټکل له مخې به له یوې تهکوۍ سره د پنځو پوړونو ودانۍ جوړلو چارې، نژدې یو نیم کال دوام وکړي، هغه هم که چېرې ددې ودانۍ د جوړولو لپاره د پیسو له خنډ سره مخ نه شي.
بل اړخ ته دجمعیت اصلاح له خوا د دې ستر اسلامي او اصلاحی مرکز د جوړولو لپاره د مرستو را ټولولو د کمپاین مشر شیخ القرآن مولوی عبدالصبور وایي: چې دوی د روژې مبارکې میاشتې څخه را پدېخوا ددغه ستر مرکز د جوړښت لپاره د مرستو را ټولولو کمپاین پیل کړی دی او تر دې دمه توانېدلي دي چې له خپلو مسلمانو هېواد والو وړونو اوخویندو څخه دوه سوه زره امریکایي ډالره را ټول شوي دي، چې دده په وینا دمرستو لړۍ لا هم روانه ده او کېدای شي زمونږ مسلمان هېواد وال پدې اړه نورې مرستې هم وکړي.
د (EPCC) چارواکي وایي: چې دهغه نقشې له مخې چې دوی د جمعیت اصلاح د ادارې په خوښه ددې اسلامي او اصلاحي مرکز د جوړولو لپاره جوړه کړې ده، دغه شپږپوړېزه ودانۍ به د یوې لومړنۍ محاسبې له مخې کم تر کمه یو میلیون امریکایي ډالره لګښت ولري.
ټاکل شوې ده چې په دغه شپږ پوړېزه ودانۍ کې به چې یو پوړ یې پراخه تهکوي ده، د دیني اوعصري اسلامي تعلیمي ادارو دفترونه، د اسلامي رسنیو دفترونه او د خویندو لپاره د ديني او دعوتي چارو د جلا دفترونو په ګډون ، د اسلامي دعوت د کارونو اړوند نوردفترونه هم پکې جوړشي.
3 Comments
نجیب الله امیری
الله ج د انجینر صاحب همت ته زیات همت ورکړی چی دغه اسلامی مرکز په خپل وخت او ښه کیفیت تکمیل کړی تر څو د وطن مومن او با درده ځوانان پکی وروزل شی تر څو دا ملک په فکری او فزیکی لحا ظ آباد کړی
او الله د ټولو دوستانو ته اجر ورکړی تر څو په خپل مالی لګښت ( صد قه جاریه) باندی نور هم زور واچوی او د مر کز د جوړولو لپاره مالی مر سته وکړی تر څو دغه مر کز زر د استفادی وړ و ګرځی
وسلام
امیری
مبارز
الله متعال دی په خیر او خوشحالی سره دغه ستر اسلامی مرکز جوړ کړی تر څو د دمنکرراتو دمراکزو یو بدیل شی
فصیح الله عبدالباقی
یا الله د دی مرکز د مادی ابادی لپاره وسایل برابر کړی او ای رحمان او رحیمه! په خپل پراخه رحم او مهربانی په معنوی اعتبار دا د افغانستان د ولس او د منطقی د اوسیدونکو لپاره دنور رشد او هدایت مناره وګرځوی. آمین یا اکرم الاکرمین