راپور: عبدالواحد “همت”
د جمعیت اصلاح اړوند د کابل پوهنتون دڅانګې له خوا ددې پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي د استادانو په ګډون لسګونو محصلینو او ځوانانو له خوا دجمعې په ورځ دلړم دمیاشتې په لسمه نيټه دلغمان ولایت د مرکز اړوند دقلعه سراج په باغ کې علمي اوتفریحي رحله ترسره شوه .
رحله د سهار په اوو بجو د جمعیت اصلاح دکابل پوهنتون د ساحوي دفتر مشر استاد محمد یونس ابراهیمي او د رحلې د مسؤول استاد عبدالصمد کرامت په ویناوو، دکابل له خوشحال خان مېنې څخه پیل شوه، نوموړو استادانو ددې رحلې اهداف دملګروترمنځ تعارف، دسفرد آدابو مراعات، دملګروترمنځ ایثار، خدمت کول، اسلامي اخوت قوي کول او دالله په مخلوقاتو او کایناتو کې فکرکول وګڼل.
د دې رحلې په جریان کې مختلف تفریحي او فرهنګې پروګرامونه ترسره شول، همدارنګه لغمان ته په رسېدو دجمعیت اصلاح د لغمان ساحوي دفتر مسؤول استاد محمد عثمان اخلاص وروڼو ته ښه راغلاست ووایه او یودرس یې د وخت دارزښت په هکله وروڼوته وړاندې کړ .
استاد اخلاص د وخت د ارزښت په اړه وویل: وخت دانسان عمر ته وایي او عمر هغه لمحه ده چې انسان پکې ساه اخلي اووخت خپله ټاکلې پیمانه لري چې زیاتیږي نه بلکې په تېریدو کمېږي، وخت نه ذخیره کېږي او نه په بیه اخیستل کېږي او ټول پوهان دوخت دارزښت په هکله واحد نظرلري.
نوموړي زیاته کړه: چې الله په هغه څه چې زیات ورته ارزښت ولري قسم یادوي نوځکه یې په قرآن کرم کې یې څو ځایه په وخت قسم یادکړی دی.
ښاغلي استاد اخلاص ځوانانوته په خطاب کې وویل: چې د کورنیو، وطنوالو، اسلامي امت او انسانیت ټول ځوانانو ته سترګې په لار دي او ځواني چې دژوند یوه مهمه مرحله ده چې باید زیاته پاملرنه ورته وشي، ځکه چې دقیامت په ورځ به دځوانۍ په هکله پوښتنه کېږي.
د رحلې په ترڅ کې د ډوډۍ خوړلو او جمعې لمانځه تر اداء کولو وروسته، ځوانانو مختلفې ورزشي برنامې لکه: فوټبال، والیبال او کرکټ ترسره کړې وروسته بیا دوروڼو ترمنځ پوره تعارف وشو اووروسته دپوهنتون د ساحوي دفتر دارشاد اودعوت د مسؤول محمد ربیع “نبی زاده” لخوا داخوان المسلین دیو مشر ښاغلي محمد بلتاجي یو لیک چې خپلې شهیدې لور “اسماء” ته استولی وو، ولوست چې دوروڼو لخوا په تکبیرونو بدرګه شو دغه علمي او تفریحي رحله د استاد محمد یونس ابراهیمي په وروستۍ وینا او دعا پای ته ورسېده.