اصلاح رسنیز ګروپ – جلال آباد
د جمعیت اصلاح دختیز زون په ابتکار، د جلال آباد ښارد شپږمې ناحیې د نجم الجهاد فامیلیو دعبدالله بن مسعود – رضی الله عنه- په جامع جومات کې دخوږ نبي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم دسيرت پوهنې اووه ورځنۍ دوره د لړم د میاشتې په ۴مه پیل او د لړم د میاشتې په ۱۱مه پای ته ورسېده.
دغه عالي شانه دوره د١٣٩٢ هـ ش کال دعقرب مياشتې په ٤ نېټه د مازديګر څلور بجې دقرآنکريم دمبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه، ورپسې جوخت دننګرهار پوهنتون د شرعیاتوپوهنځي استاد دکتور نجيب الله (صالح) ددغې دورې په اهميت او کيفيت په لڼدو ټکو کې رڼا واچوله او دخپلو خبرو په دوام یې د رسول مقبول صلي الله عليه وسلم د مبارک سيرت ددرس لومړى څپرکى په خوږه اوفصيحه لهجه دمجلس ګډون والو ته ددرس په شکل تقديم کړ.
استاد ددواړو جهانو سردار اشرف مخلوقات سيدالمرسلين حضرت محمد په پيدايښت، رضاعت دوره، رضاعي مورګانو، دماشومتوب دوره، دمور بي بي وفات او دهغه دخوږ نيکه عبدالمطلب او دګران تره ابو طالب په پالنه او روزنه تفصيلي خبرې وکړې.
د سیرت النبی د پوهنې دورې د لومړۍ ورځې په درس کې د رسول (صلی الله علیه وسلم) دپيدايښت، شجره نسب، ماشومتوب دنيکه وفات او ګران تره دلاسه ورکول دخديجې بي بي سره نکاح دکعبې شريفې جوړول او دحجر اسود د اېښودو د ستونزې حل او په داسې نورو موضوعاتو بحث وشو، چې د(٨٠ ) تنه زياتو خويندو او (٢٠٠) زياتو نارينه ګډونوالو لخوا په پوره ذوق بدرګه شو.
په دوهمه ورځ هم په تېر پسې استاد دوحې د نزول شروع، د دعوت او بلنې امر او پړاونه، نزدې خپلوانو ته ښکاره دعوت، دصفا غونډۍ په سر په زغرده دحق اعلان او دمشرکانو عکس العمل، د رسول (صلی الله علیه وسلم) د دعوت په وړاندې ډول ډول خنډونه دحبشې په لور لومړنى هجرت، حبشې ته دوهم هجرت دمهاجرينو په وړاندې دقريشو دسيسه او دنجاشي پاچا جراتمندانه او غوڅ ځواب: ( لاړ شئ او زما په وطن کې په پوره ډاډ ژوند وکړئ) دمکې کفارو له خوا د رسول ( صلی الله عیله وسلم) دوژلو پرېکړه، دحضرت حمزه او حضرت عمر ـ رضی الله عنهم ـ دمسلمانېدو اثرات په ډېره خوږه او روانه ژبه حاضرینو ته بیان کړل.
ددويمې ورځې درسونه هم د( ١٢٠ ) تنو خويندو او (٢٥٠ ) تنو نارينه گډونوالو لخوا په پوره مينه او اخلاص واورېدل شول.
ددرېيمې ورځې درس دطايف په سفر پيل شول چې وروسته بیا د رسول ( صلی الله علیه وسلم) لخوا قومونو او خلکو ته اسلام وړاندې کول، دبي بي عايشې سره درسول ( صلی الله علیه وسلم ) واده، د اسراء او معراج واقعه، دعقبې لومړى او دوهم بيعت حوادث هم بیان شول، چې تقريباًد(٢٠٠ ) څخه زياتوخويندو او ٢٥٠ تنو نارينه وو پکې ګډون کړى وو.
دڅلورمې ورځې درس د جمعیت اصلاح د ختیز زون د مشر استاد عبدالرحیم صراف لخوا دخوږ نبي حضرت رسول الله ( صلی الله علیه وسلم) دهجرت څخه پيل درسول دمدني ژوند په ستونزو دبدر دتاريخي غزا او نورو ګڼو واقعاتو په تدريس سره یې دگډونوالوتوجه جلب او ددرس ترپايه ٢٠٠ خويندو او ٢٥٠ تنه نارينه ګډون والو داستاد ملګرتيا وکړه.
دپنځمې ورځې په ترڅ کې هم داستاد صراف له خوا د احد غزا او نورو غزواتو په درسونو او عبرتونو په پوره مينه رڼا واچول شوه، (٢٥٠) تنه نارينه او څه کم (٢٠٠) تنه ښځينه ګډون والو دپوره اخلاص او استقامت په ښودلو سره ترپايه داستاد ملګرتيا وکړه.
دنبوي مبارک سيرت دپوهنې په شپږمه او وروستۍ ورځ هم دبني قريظه غزا دخندق غزا او دحديبې صلحه او دمکې فتحې او دبشريت دناجي، ددواړو جهانونو سردار حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم ) دوفات د واقعې تفصيلي بیان وشو چې د درس تر ختمیدو وروسته دننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد مولوي محمد شريف رحماني له خوا دلنډې عالمانه وينا تر اورېدلو وروسته دغه د نبوي سیرت د پوهنې اووه ورځنۍ دوره دجمعې دمبارکې ورځې دمازديګر په پنځه بجو د مولوي محمد ياسين په دعايه پاى ته ورسېده.