راپور: اصلاح رسنیز ګروپ – جلال آباد
د۱۳۹۲کال دمیزان دمیاشتې په ۲۷تاریخ دشنبې په ورځ دالفلاح دیني مدرسه کې دلوی اختر لمانځغونډه جوړه شوه .
غونډه دسهار په ۸:۳۰ بجو داستاد شبنم په تلاوت سره پیل شوه . له تلاوت وروسته د مدرسې دنهم ټولګي زده کونکې ذاکرې لخوا یو نظم وړاندي شو.
دپروګرام پیلیزه وینا د مدرسې د سرښوونکې استاد نازدانه عمرزی حیات لخوا وړاندې شوه . نوموړې په خپله وینا کې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې دالله له لوري مسلمانانو ته دوه خوشحالۍ ورکړل شوي دي چې یو یې وړوکې اختر او بل يې لوی اختر دی. مسلمانان باید پدې دواړو اخترونو کې خوشحالي وکړي او داختر لمانځنه باید په شرعی حدودو کی وکړي .
د استاد حیات له وینا وروسته د الفلاح مدرسې د زده کوونکو له لورې ترانې او په زړه پورې نعتونه وړاندې شول . د پروګرام بله موضوع داستاد وافیه توحیدي له لوري د ستر او حجاب ترعنوان لاندې وړاندې شوه نوموړې استادې دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل: زمونږ معاشره کې ډېر اخلاقي فساد دمبایلونو او تلویزونونو بي ځایه استعمال او ډرامې او سریالونه کتل دي نو دمسلمانې خور دنده او مسؤلیت دی چې خپل ځان ددې فسادونو څخه وژغوري نوموړې دخپلو خبرو په ترڅ کې خویندې خپلو مسؤلیتونوته متوجه کړې.
دپروګرام په دویمه برخه کې تفریحي سیالۍ داستاد شریفې او استاد ماریه لخوا وړاندې شوې چې دګډونوالو دخوښۍ وړ وګرځیدې .
نوموړې غونډه دغرمنۍ په خوړلو سره ۱۲ بجي پای ته ورسېده .
هیره دې نه وي چې په دې غونډه کې۱۵۰خویندو ګډون کړی ؤ.