راپور : شکرالله مخلص
دافغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د خپل دود سره سم سږکال هم ددغه مرکز په انګړ کې د لوی اختر په څلورمه ورځ د یوې فرهنګي او تفریحي غونډې شاهد ؤ.
غونډه د قاري عبدالله اثري لخوا دقران کریم د څو آیتونو په تلاوت پیل شوه .
ورپسې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز رئیس قاضي محمد حسن اسلامی پیلیزه وینا وړاندی کړه ، راغلیو میلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه اود لوی اختر په اهمیت او فلسفه یې رڼا واچوله او د اسلامي نړۍ روان دردناک حالت ته په اشارې سره یې وویل: چې لوی اختر په مونږ باندې په داسې حال کې راغلی چې اسلامۍ نړۍ د نړیوال کفر لخوا تر سختو تهدیدونو لاندې ده او نه پریږدي چې مسلمانان په خپله خاوره آرام ژوند وکړي، نو ځکه مونږ ته په کار دی چې دمسلمان ملت د بیدارۍ او ویښتابه په لاره کې د هر وخت زیات ګړندي شو او دغه دردیدلي ملت ته مرهم او دوا شو.
وروسته ورور بې نوا یو په زړه پور ې شعر حاضرینو ته واورولو .
بیا د جمعیت اصلاح افغانستان دمهاجرزون مسئول استاذ حسبان الله متوکل دریځ ته راوغوښتل شو تر څو حاضرینو ته د اختر پیغام وړاندې کړي.
استاذ په خپلو خبرو کې د اختر په اهمیت او بیا د اسلامي نړۍ په حالاتو تفصیلي رڼا واچوله او د افغانستان په برخه کې یې هغه 5000 شهیدان چې په دې وروستیو کې یې لست د هالینډ د محکمی له خوا نشر شوی هم یاد کړل او کمونستان یې د افغانستان د موجوده بحران اصلي عاملین وبلل او د هغوی د محاکمه کېدلو جدي غوښتنه یې وکړه .
محترم استاذ متوکل په خپلو خبرو کې د کشمیر، بنګلدیش ،برما مصر، اوسوریی په حالاتو هم تفصیلي خبرې وکړې او په اخر کې یې ځوانان خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل او ویې ویل: چې د اسلام مبارک دین به الله تعالی خاماخا غالبوي خو اصلا خبره داده چې زمونږ اوستاسې برخه به په کې څه وي، مونږ نه الله متعال ددې پوښتنه نه کوي چې د اسلام دین ولې غالب نه شو بلکې د دې به پوښتنه کوي چې تاسې د الله د دین د غلبې لپاره څه کړي دي نو ځکه ځوانانو ته په کار دی چې خپل استعدادونه په کار واچوي او د الله د دین د سپاهیانو په څېر د دښمن د هر سازش مقابله وکړي.
دپروګرام په یوه برخه کې ورور سیف الاسلام اسلامي د اسلامي نړۍ په روان حالت یوه خاطره د وروڼو سره شریکه کړه چې د خوښۍ په دې ورځو کی یې ډېری سترګې نمجنې کړې .
د پروګرام دوهمه برخه فرهنګي مسابقې او تفریحي پروګرام ته ځانګړې شوی وه چې ورور عبدالصمد عابد او ذبیح الله اسلامي پر مخ بیوله په دې پروګرام کې د تنکېو ځوانانو ، ځوانانو او مشرانو لپاره بېلابېل سوالونه ترتیب شوي وو او صحیح ځواب ویونکو ته جوايز هم ورکړل شول.
پروګرام په 11:30 بجې د محترم استاذ عبدالظاهر الاثري په دعا سره پای ته ورسېده .
او ورپسې ګډونوال هغه طعام ته چې د مرکز لخوا برابر شوی و راوبلل شول. په پای کې ګډون کوونکو داسې تربیتي او ژوندۍ برنامو څخه خوښي څرګند کړه او د مرکز له کارکوونکو څخه شکریه اداء کړه.
یاده دې وي چې ددغه پروګرام د سټیج چارې محترم ورور حمیدالله صدیقي پرمخ بیولې او د خدمت چارې د ورور محمد بلال خدمت په ذمه وې.
One Comment
نویدی
ما شاء الله