د اختر په دریمه ورځ، نجم په کابل کې له جمعیت اصلاح سره په ګډه د اختر مبارکۍ پروګرام دایر کړ.
پروګرام په خوشحال خان مېنه کې د سید جمال الدین په تالار کې دایر شو چې د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو.
د پروګرام ویاند او د کابل ولایت د نجم د فرهنګي څانګې مسؤل نصرت احمد عبد الله په سر کې د جمعیت اصلاح د تربیت د څانګې مسؤل استاد امین الله معتصم ته بلنه ورکړه تر څو پروګرام ګډونوالو ته د جمعیت اصلاح پیغام وړاندې کړي.
استاد معتصم د پروګرام ګډونوالو ته د اختر مبارکي وویله او د جمعیت اصلاح پیغام یې وړاندې کړ.
وروسته له هغه د پوښتنو او ځوابونو برخه پیل شوه چې په تخته کې د نصب شوو فوقانو په چوولو سره د فوقانې په منځ کې سوالونو ته ځوابونه وویل شول. صحیح ځوابونو ته جوایز هم ورکړل شول.
د مڼې څخه د اوږده پوست د جدا کولو سیالي هم وشوه. له هغه وروسته د عزالدین او مجیب الله محبوب له خوا یوه ښکلې تمثیلي پارچه وړاندې شوه چې د ټولو ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیده او په پای کې یې په ګډونوالو باندې چاکلیټ وپاشل.
د افغانستان د علماوو د علمي مجمع معاون مولوي مظهر الدین فایز د قربانۍ په اهدافو، او د مسلمانانو لپاره د هغه په پیغام باندې رڼا واچوله او ویې ویل چې په هر لوی اختر کې قرباني کول مونږ ته دا پیغام راکوي چې د دین د خپراوي او د الله جل جلاله په لار کې د خپل ځان، مال او وخت د قربانۍ لپاره باید هر کال او د تل لپاره آماده واوسو.
عبد الرحمن نوري له خپل ټیم سره د نجم په اړه ښکلې ترانه واوروله. د پروګرام ځینې نورو ګډونوالو هم خپلې ترانې او شعرونه واورول.
پروګرام د اوبو څخه په غاښونو سره د مڼو د ایستلو، د فوقانو د ډډولو او نورو سیالیو او تفریحي برخو تر وړاندې کیدلو وروسته د جمعیت اصلاح د مرکزي زون د مسؤل دوکتور فصیح الله په دعائیه سره پای ته ورسېد.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ډوډۍ وخوړه.