د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز په نوښت د کمونستانو لخوا د شهید شوو شاو خوا 5000 شهیدانو (چی لیست یی په دی وروستیو کی خپور شوی) د فاتحې او جنازې مراسم د یوی غونډی په ترڅ کی ترسره شول.
غونډه د قاری حیات الله لخوا د قران کریم د څو ایتونو په تلاوت پیل شوه ورپسې په مهاجر زون کی د جمعیت اصلاح مسئول استاذ حسبان الله متوکل د کمونستانو د تور تاریخ او ظلمونو په باب هراړخیزه وینا واوروله.
محترم استاذ خپلې خبرې د قران او سنت په رڼا کې د شهید د مقام په بیانولو پیل کړې او زیاته یې کړه: د افغانستان د غمیزی اصلی عاملین کمونستان دی او دهغوی د ظلم داستان دومره لوی دی چی په داسی لنډ مهاله غونډه کی یی بیان ناممکن دی او دغه شهیدان چی د الله د دین د اقامی په لار کی یی قربانی ورکړی په مونږ یی دا حق دی چی یاد یی وساتو، روح ته یی دعا وکړو او ژمنه وکړو چی هغه لاره به تعقیبوو چی دوی یی د تحقق لپاره قربانی ورکړی.
متوکل صاحب ځوانان خپلو مسئولیتونو ته متوجه کړل خپلو درسونوکی کوشش ته یی وهڅول او وویل: چی همدا تاسی د راتلونکی افغانستان معماران یاست او همدا تاسی یاست چی ددغه پاکو شهیدانو ارمانونه به پوره کوئ ان شاء الله
ورپسی دشهاب الدین غوری د لیسی د دولسم ټولګی د یو شاګرد لخوا د شهیدانو روح ته یو ښکلی شعر ډالۍ شو
وروسته د همدی لیسی استاذ مولوی مطیع الله عابد د لغمان په ولایت کی د کمونستانو د ظلمونو ځینی بیلګی حاضرینو ته واورولی
ورپسی د همدی لیسی شاګردانو په خپلو خوږو اوازونو د شهیدانو ارواحو ته په ترنم کی د عقیدت پیرزینی وړاندی کړی
د پروګرام بل وینا وال د حضرت عبدالله بن زید د لیسی مدیر محترم استاذ غلام محمد وو چی د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز لخوا یی دا ډول پروګرامونه وستایل او ویی ویل: ځوان نسل باید له خپل تاریخ نه خبر شی او خپل ازلی دښمنان وپیژنی او دا ډول پروګرامونه په اوسنی وخت کی زیات اړین دی.
د پروګرام په پای کی د افغانستان اسلامی فرهنګی مرکز د مرستیال قاری شکرالله مخلص په امامت د شهیدانو غایبانه جنازه وشوه او غونډه د د شهاب الدین غوری د لیسی استاذ مولوی صاحب محمدالله په دعا سره پای ته ورسیده .
یاده دې وي چې په دې پرتمینه غونډه کې د شهاب الدین غوری لیسی د استاذانو او شاګردانو برسیره د عبدالله بن زید رضي الله عنه او صاحبزاده محمدي لیسې ګڼو شاګردانو او استاذانو هم ګډون کړی وو.
د غونډې د ویندویي چاری مهاجر زون کې د نجم مسئول محترم ګل احمد هاتف پر مخ بیولې او د قاری صاحب عبدالحی په مشرۍ د نجم د ځوانانو ټیم په کې خپله فعاله برخه واخیسته.
د شهیدانو روحونه دی ښاد او د هغوی د ارمانونو د تحقق په هیله