د دورې څلورمه ورځ ښاغلي مولوي صاحب بسم الله هاشمي دنشنلیزم په هکله په یوحدیث سره پیل کړه اووې ویل: چې داسلام په راتګ سره نشنلیزم ختم شو او ټول دښمنان په اسلام سره وروڼه وګرځېدل.
مولوي صاحب عبدالسلام عابد خپله وینا په هغو عواملو پیل کړه کوموچې اسلامي جامعې سره وپاشلې چې عبارت دي:
تمسخر،توهین،غیبت،تحقیر،کینه،حسد،تجسس دکافرانو توصیه مسلمانانوته،ددین جزټول دین ګڼل،په دین کې افراط اوتفریط اوداسې نور د مسلمانانو د بې اتفاقۍ لامل وګڼل،اوزیاته یې کړه چې وحدت واجب او تفرقه خیانت دی دا ځکه چې دشرک اصلاح امکان لري مګر دکینې او دښمنۍ له منځه وړل سخت کاردی،نوموړي ټول نشنلستیي حرکتونه د استعمار نوکران وبلل.
اسلامي اخوت لوی نعمت دی او مسلمان باید دومره پراخ نظرولري ترڅو په ټوله دنیا څرنګه واکمني وکړي نه داچې ځان په وړو دایرو دقوم پرستۍ او سمت پرستۍ کې محصورکړي،ترټولولوی عذاب چې دقوم پرستۍ او بې اتفاقۍ نه لاسته راځي هغه استعمار دی چې نن ډېر اسلامي هېوادونه ورسره لاس او ګرېوان دي.
مولوي صاحب عابد واضح کړه چې د دین په فروعاتو کې اختلاف نعمت دی او بعضې شیان تضاد نه دي بلکې تنوع ده چې زمونږ دظرفیتونو دلوړوالي سبب ګرځي، او په دین کې اعتدال داخوت سبب ګرځي.
One Comment
نویدی
ما شاء الله
خیرکم من تعلّم القرآن وعلّمه