راپور: ح زیار
د جمعیت اصلاح غني خیلو څانګې په نوښت د مارکو بازار په جامع جومات کې د سیرت پوهنې شپږ ورځنۍ دوره چې د ۱۳۹۲ کال د میزان په ۶ مه پیل شوې وه د پنجشنبې ورځ د میزان په ۱۱مه پای ته ورسېده.
د سیرت پوهنې یاده دوره هره ورځ د سهار په ۶:۳۰ پیل او په ۷:۳۰ پای ته رسېده. د دورې د لومړۍ ورځ موضوع (د جاهلیت د زمانې څخه تر مسلمانانو د ظلم او تیرې) پورې د قاري صاحب جمال له لوري وړاندې شوه چې د غونډې د ګډونوالو له لورې په ډېر دقت سره واوریدل شوه.
د دورې په دوهمه ورځ درس په مسلمانانو د ظلم او تیري څخه پیل او د مدینې تر هجرت پورې د محترم ډاکټر صاحب لعل محمد له لوري په ډېر ښه انداز او تفصیل سره وړاندې شو. د هجرت څخه د احد غزا پورې درس د دورې په درېیمه ورځ د مولوي صاحب خلیل الله له لوري وړاندی شو. د څلورمې ورځ درس د احد د غزا څخه د بنې مصطلق د غزا پورې د مولوي صاحب ذبیح الله له لورې وړاندې شو.
د دورې پنځمه ورځ د بنې مصطلق څخه د حنین غزا پورې درس د استاذ امین الله له لورې وړاندې شو.
د دورې په اخره ورځ د جلال آباد څخه راغلوو د جمعیت اصلاح وروڼو هریو د جمعیت اصلاح ختیز زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف، د ننګرهار اصلاح غږ راډیو مسؤل استاد حبیب الله زیار، د الفلاح پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي رئيس انجینر شفیق الله زاهد او د الفلاح پوهنتون استاد انجینر خالد هم د سیرت پوهنې په اختتامیه پروګرام کې برخه واخیسته.
استاد عبدالرحیم صراف ددورې په شپږمه او اخره ورځ د سیرت یو لنډ غورچاڼ د دورې ګډونوالو ته وړاندې کړ.
د یادونې وړ ده چې په یاده دوره کې په سلګونو زده کونکو او عامو مسلمانانو هره ورځ په ډېر شوق سره ګډون کاوه. ددورې په اخره ورځ دمارکو بازار د یو تن سوداګر له لوري د ټولو ګډونوالو لپاره عصریه هم ورکړل شوه.
د دورې په پای کې د جمعیت اصلاح غنې خیلو څانګې ګډونوالو ته زیری ورکړ چې د راتلونکې سې شنبې په ورځ به د سیرت سیالي په لاره اچوي او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې په یاده سیالۍ کې د ګډون په موخه نوملیکنه وکړي.
دوی دغه راز له خلکو غوښتنه وکړه چې د میزان په ۱۲ مه نېټه د جمعې په ورځ د جلال آباد ښار په عیدګاه جومات کې د جمعیت اصلاح له لورې د ۵۰۰۰ شهیدانو په فاتحه او یاد غونډه کې برخه واخلي.
2 Comments
نویدی
ما شاء الله څومره ښکلی دوره
الله تعالی مو تل کامیابه لره.
شکرالله مخلص
ماشاءالله الله مو بریالی لره