د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر اړوند نږدې ۳۰ ځوانانو او مشرانو د جمعې په ورځ (د میزان ۱۳مه) کابل ښار څخه شکردرې ولسوالۍ ته رحله وکړه.
رحله کې د علمي، فرهنګي او تربیتي فعالیتونو سربیره ګڼې تفریحي برنامې ترسره شوې، چې ټولو ګډونوالو پکې برخه واخیسته.
شکردرې ولسوالۍ ته له رسیدو سره سم برنامه په رسمي ډول پیل شوه. په سر کې د مکرویانو د ساحوي دفتر مشر ښاغلي حمد الله فایق د برخوالو هر کلی وکړ او د جمعیت اصلاح په اړه یې لنډ معلومات وړاندې کړل. بیا د وتلي دیني عالم ښاغلي مفتي شمس الرحمن له خوا ګډونوالو ته د منظم اجتماعي کار په ضرورت او ځانګړتیاوو هر اړخیزه خبرې وشوې.
له درس وروسته برخوال په بیلا بیلو ګروپونو وویشل شول او د ولیبال، فوټبال او خسي لوبې یې ترسره کړې. ورپسې د جمعې د لمانځه تیاری وشو او ټول برخوال د سیمې مسجد ته د لمانځه لپاره ولاړل.
د غرمې له ډوډۍ وروسته د جمعیت اصلاح د فعالیتونو په اړه یوه فرهنګي سیالۍ ترسره شوه، چې ډیر شمیر وروڼو پکې جایزې وګټلې. لدې وروسته د مڼې خوړلو سیالۍ وشوه. د لاسونو له مرستې پرته د اوبو په منځ کې پرته مڼه خوړل لومړۍ سیالۍ وه، چې هیڅوک پکې بریالی نشو. دویمه سیالۍ په تار کې په زوړنده مڼه خوله لګول وه، چې میر زا آغا عادل د دې برخې ګټونکی شو.
په پای کې برخوال بیا په ګروپونو وویشل شو او تر منځ یې د منډې او رسۍ کش کولو سیالۍ تر سره شوې. د مازدیګر څلور بجې برنامه په شکردره کې پای ته ورسیده او د ټولو وروڼو په استازیتوب ښاغلي فایق د باغ له خاوند څخه مننه وکړه چې د رحلې کوربه توب یې په غاړه اخیستی وه.