راپور: ماریه
د ننګرهار جمعیت اصلاح د خویندو څانګې په ابتکار:
په اسلام کې د ښځو د زده کړې ارزښت ترعنوان لاندې کنفرانس تر سره شو
د ننګرهار جمعیت اصلاح د خویندو څانګې له لوري د یکشنبې په ورځ د روان لمریز کال د تلې په اومه نېټه په اسلام کې د ښځو زده کړې ارزښت تر عنوان لاندې د جلال آباد اصلاح دارالمعلمین د غونډو په تالار کې یو ځانګړی کنفرانس جوړ شو چې ګڼ شمېر خویندو پکې ګډون درلود.
نوموړی کنفرانس د خور نفیسې په ویاندویۍ او د الفلاح نجونو مدرسې د یوې زده کونکې له لورې د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په ویلو سره پیل شو.
تر تلاوت وروسته د خور فوزیه له لوري د حدیثو درس وړاندې شو. د حدیثو له درس وروسته محترمې استاذې سویلی ته بلنه ورکړل شوه تر څو په اسلامي دعوت کې د مسلمانې ښځې رول تر عنوان درس ګډونوالو ته وړاندې کړي. نوموړې وویل: چې لکه څرنګه چې خویندې حقوق لري دغه راز مسؤلیتونه هم لري چې باید په هره برخه کې خپل مسؤلیتونه وپېژني او په خپل وخت یې ترسره کړي تر څو یوه نمونه ای ټولنه رامنځته شي.
د کنفرانس په بله برخه کې د خور نازدانې له لوري د خویندو د زده کړې په برخه کې مشکلات او حل لارې تر عنوان لاندې ورکشاپ تر سره شو.
نوموړې په خپلوڅرګندونو کې وویل: چې د ښځو د زده کړې په لاره کې ډېر خنډونه شته لکه اقتصادي ستونزې، د امنیت نه شتون، د والدینو بې پروايي، د اسلام د حکمونو څخه بې خبري، د نارینه و سره اختلاط، د ښځو لپاره د مدرسو نه شتون، د تګ راتګ ستونزې او داسې نور. په ورکشاپ کې ډېرو ګډونوالو خپل نظرونه او یادو ستونزو ته د حل لارې وړاندې کړې.
د کنفرانس په لړ کې د الفلاح د نجونو مدرسې د زده کونکو له لوري په زړه پورې ترانې وړاندې شوې. د یادولو ده چې د الفلاح مدرسې زده کونکو د کنفرانس د نظم په ساتلو او د مېلمنو په خدمت کې په پوره اخلاص ونډه واخیسته.
دغه کنفرانس چې لسګونو تنوخویندو په ډېر اخلاص پکې برخه اخستې وه د مازیګر په ۵ بجو په دعایې سره پای ته ورسېد