د قرآن پوهنې دوره چې د تېرو اوو ورځو راهيسې د کابل په تايمني ساحه کې پيل شوې وه، دجمعې په مبارکه ورځ پای ته ورسېده.
د وروستۍ ورځ درس استغفار او توبه و، چې د شېخ القرآن مولوي صاحب مظهر الدين فايز لخوا وړاندې شو.
غونډه د استاد عبدالظاهر حميدي په وياندويۍ پيل شوه، لومړی د جمعيت اصلاح د تربيت د څانګې مسئول استاد امين الله معتصم د احاديثو په رڼا کې د الله تعالی د نعمتونو د شکر ويستلو په اړه لنډ بحث وکړ، او زياته يې کړه، چې نعمتونه يواځې ماديات نه دي بلکې له دې پرته په ژوند کې د الله تعالی له لورې انسان ته خوشحالي ور په برخه کول، او د روغ بدن شتون هم د الله تعالی ستر نعمت دی، چې بايد په دې روغ بدن د هغه عبادت وکړو او په رښتيني معنی يې شکر اداء کړو.
داستاد معتصم له وينا وروسته، شېخ القرآن فائز صاحب درس پيل کړ او د توبې او استغفار په اړه يې تفصيلي بحث وکړ، مولوي صاحب د توبې د شرایطو، د توبې اسباب او د توبې پر وړاندې موانع ټول بيان کړل.
مولوي صاحب زیاته کړه، چې لکه څنګه، چې د دنيا وسائل هم د وخت په تېرېدو سره يا زنګ کوي، يا هم خرابېږي د انسان زړه هم داسې وخت په وخت د ګناه زنګ نيسي او د له منځه وړلو لپاره يې بايد د الله تعالی په لور رجوع وشي تر څو ترې د ګناه تور داغونه لرې کړي او ګناهونه يې وبښل شي.
د توبې د شرايطو په اړه مولوي صاحب وويل، چې که یو انسان غواړي چې الله تعالی ته رجوع وکړي تر څو يې ګناهونه وبښل شي نو بايد په زړه کې يې د بيا هيڅکله نه کولو عزم وکړي، په ګناه باندې بايد پښېماني ښکاره کړي، که د کوم مسلمان حق يې خوړلی وي هغه بايد ورته وسپارل شي.
انسان بايد همېشه له الله وېره ولري، د الله تعالی نعمتونه را ياد کړي، د توبه کوونکو حکايتونه واوري او همېشه هغه اسباب راياد کړي، چې انسان پرې الله تعالی طرف ته د راجع کېدو ته هيڅوي، چې دا ټول هغه اسباب دي، چې انسان دې ته هڅوي، چې توبه وباسي.
د مولوي صاحب فائز له وينا وروسته د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس نصيراحمد نويدي ته فرصت ورکړل شو، تر څو خپله عالمانه وينا واوروي، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل،هر هغه قوم چې له قرآن سره مين لري الله به عزت ورکړي، او تر هغه چې د قرآن احکامو ته پابند وي نو الله به يې سرلوړي لري.
استاد نويدي د جمعيت اصلاح فعاليتونو ته په اشارې سره وويل چې جمعيت اصلاح همېشه هڅه کوي، چې د قرآن په خدمت کې اوسي ځکه يې نو د کابل برسېره د هېواد په ګڼو ولايتونو کې دقرآن پوهنې، د ترجمې او تفسير دورې او له دې پرته د ځوانانو لپاره د اسلامي معارف کورسونه، د مختلفو پروګرامونو له لارې د هغوی سالمه روزنه او هم مختلف نور پروګرامونه جوړکړي.
نويدي صاحب له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د خير به دې کار کې د جمعيت اصلاح ملا وتړي او هر ډول ملاتړ يې و کړي، تر څو د قرآن د حاکميت لپاره يې مرسته کړې وي.
د قرآن پوهنې و روستۍ ورځ د شېخ القرآن مولوي صاحب فائز صاحب په دعاء سره پای ته ورسېده.