د مسلمان اخلاق د قرآن پوهنې د هغې دورې چې دکابل په تايمني ساحه کې دائره شوې وه د دويمې ورځې موضوع وه، چې د شېخ القرآن مولوي مظهر الدين فائز لخوا دغونډې ګډونوالو ته په تفصيلي ډول وړاندې شوه.
مولوي صاحب فائز د مسلمان اخلاقو او صفاتو ته په کتو سره ډېر هغه صفات ياد کړل، چې هر هغه څوک چې ځان ته مسلمان وایي بايد يې ولري.
د مولوي صاحب فائز لخوا د قرآن پوهنې په دې درس کې لاندې موضوعات په تفصيلي ډول وڅېړل شول.
د مسلمان لپاره په لمانځه کې خشوع، چې بايد هر مسلمان يې ولري، مولوي صاحب په دې اړه د مختلفو علماؤ نظريات ذکر کړل، چې په يوه برخه کې يې راغلي وه، چې هغه څوک چې په لمانځه کې د الله تعالی طرف ته توجه اوخشوع ونه لري، الله تعالی هم ترې خپل نظر اړوي.
په امانت کې خيانت نه کول.
په وعده باندې وفا
په لمانځه پابندي
د احمقانو او بې عقلو خلکو سره بحث نه کول او ځان له هغوی سره نه برابرول.
په تهجدو او قيام اليل مداومت او هغه نه قضاء کول.
همېشه له دوزخ څخه پناه غوښتل
په ورځني مصارفو کې اعتدال
له الله تعالی سره د هر ډول شريک د جوړولو څخه کلکه ځان ساتنه
د مسلمان له وژنې ځان په کلک ساتل
له زنا نه ځان ساتل
د دروغو له مجلسونو ځان ساتل
د لغو او هغو مجلسونو څخه ځان ساتل چې د ګټې پر ځای په کې تاوان ډېر وي
د الله تعالی د آياتونو او اوامرو په رڼا کې ژوند تېرول
او د ځان ترڅنګ د خپل اهل او اولاد لپاره هم د خير دعاء
مولوي صاحب زياته کړه دا او له دې پرته نور ډېر صفات دي، چې بايد هر مسلمان ورته ځانګړې پاملرنه وکړي او هغه چې يې لري، ترې ساتنه وکړي او که چا کې يې کمی وي نو بايد د پوره کولو هڅه يې وکړي.
مولوي صاحب له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې د قرآن او خير او برکت ددې مجلس لپاره خپل دوستان او کورنۍ هم راوبلي تر څو له دې عظيم خير څخه مستفيد شي.
غونډه د مولوي صاحب فائز لخوا د يوې جامعې دعا په کولو سره پای ته ورسېده.