جلال آباد/ اصلاح رسنيز ګروپ : عبدالصبور مبارز
دجمعې په مبارکه ورځ (۱۳۹۲/سنبله/۱) دجلال آباد ښار په تلاشې څلور لارې کې د جمعیت اصلاح په ګډون د افغانستان د يو شمېر سياسي او جهادي تنظيمونو، ديني او ټولنیزو سازمانونو او جلال آباد ښاريانو لخوا مصر د پوځ لخوا ددغه هېواد د منتخب ولسمشر محمد مُرسي پر وړاندې ظالمانه کودتا او همدارنګه په سوريې کې د کيمياوي وسلو د استعمال په نتيجه کې د ۱۳۰۰ کسانو شهادت، ديوې غونډې په ترڅ کې وغانده او د مصر او سوريې له ولس څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ. چې په پای کې يې د ګډونوالو له خوا د شهيدو شویو بې ګناه مصریانو او سوريايانو د جنازې غایبانه لمونځ هم اداء شو.
ياده غونډه وروسته له هغې پيل شوه چې د زوړ ګمرک په جامع مسجد کې پوهندوی مولوي محمد شريف رحمانې په زرګونو خلکو ته د مصر او سوريې په حالاتو خبری وکړې او له لمانځه وروسته د ياد مسجد مخې ته د تلاشې په څلور لارې کې د محمد ګلاب توحيديار په وياندويې او د قاري صاحب عبدالله حامد په تلاوت سره دا غندنیزه غونډه پيل شوه.
د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسؤول استاد عبدالرحيم صراف يادی غونډې ته پيليزه وينا واورله. استاد په خپلو خبرو کې د مصر حالاتو ته په اشارې سره وويل، چې مصر هغه ولس دی چې کله افغانستان د جهاد پر وخت د ستونزو سره مخ شو، نو جهادي مشران مصر ته د چندی لپاره لاړل. نو په يوه غونډه کې نارينه وو خپل جيبونه خالي کړل او څه به چې ورسره وول له مونږ به يې ځار کړل او کله چې د ښځو وار ورسيده، نو هغوی خپل غاړه کې،ګوتې او بنګړې دغو مشرانو ته وړاندی کړل او په وياړ سره يې وويل چې مونږ له خپلو افغانانو وروڼو سره مرسته وکړه خو نن چې په مصر دغسې حالات او ستونزی راغلې، نو که مالي او جسماني مرسته نه شو کولای، راځې خپل غږ د جابرانو په خلاف پورته کړو او د خپلو مصري ورونو نه ملاتړ څرګند کړو.
د صراف صیب له خبرو نه وروسته ديادې غونډې پريکړه ليک په ۵ مادو کې ولوستل شو چې جزيات يې په لاندی ډول دي:
1. افغانان د مصر د منتخب حکومت پر خلاف پوځي کودتا ددې هېواد د وګړو د ارادې په خلاف يو خطرناک پيل ګڼي او د منطقي لارو ددې بحران او کړکېچ د سوله ييز حل غواړي داسې چې د خلکو اساسیي حقونه او د هغوی اراده او انتخاب پکې تضمين شي.
2. د مصر له لوی ملت سره د همدردۍ له څرګندونو سره سره ددې ولس د زرګونو تنو بچيانو د وژنې او ټپي کېدنې په اړه د غمرازۍ د څرګندونې ترڅنګ د بې دفاع وګړو پر مظاهرو، اعتصابوو د امنيتي ځواکونو مرګوني بريدونه په کلکه غندي او د مصر د ولس د برحقه انساني داعيي څخه خپل ملاتړ څرګندوي.
3. افغانان له نړېوالې ټولنې ، د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا، اروپايي ټولنې د اسلامي هېوادو کنفرانس سازمان او د بشري حقونو ملاتړي سازمانونو څخه غواړو، چې وړاندې تر دې چې دغه کړکېچ نور پراخوالی او ژوروالی ومومي، نظامي و اکمن د خلکو د قانوني غوښتنو منلو ته اړ باسي او د خلکو د وژنې او وينې تويدنې له دوام څخه مخنيوی وکړي.
4. د مصر پوځي حکومت ته ګواښ کوو، چې د وينو د سېلابونو په جاري کولو سره نشي کولی، يو هېواد اداره کړي، له همدې لامله زمونږ غوښتنه داده، چې کودتاچیان بايد ددې بشري ضد جنايت څخه لاس واخلي او د خلکو د اساسي غوښتنو په منلو سره دبيا آرامتيا او د کړکېچ د هواري اساسي لاره ولټوي.
5. له نړیوالې ټولنې جدي غوښتنه لرو چې په سوریه کې دې دوینې تویدنې مخه ونیسي اودپېښې عاملینوته دې سزا ورکړي.
ياده غونډه دمصري او سوري شهیدانو په غایبانه جنازې او د مولوی صاحب محمد شريف رحماني په دعا سره پای ته ورسيده.
4 Comments
نویدی
الله تعالی مو کامیابه لره
ډیر په موقع او مناسب پروګرام مو ترسره کړی
الله اکبر ولله الحمد
zakhil
الله دی پر ټولومسلمانانو ورحمیړی
افضلي
بارک الله فیکم
قانت
دا هرسه دی الله ستاسی میزان حسنات کی حساب کړی