اصلاح رسنیز ګروپ، عبدالرزاق حبیبي
په کابل کې د جمعیت اصلاح په ګډون د افغانستان د يو شمېر سياسي او جهادي تنظيمونو، ديني او ټولنیزو سازمانونو لخوا د مصر د پوځ لخوا ددغه هېواد د منتخب ولسمشر محمد مرسي پر وړاندې ظالمانه کودتا او د مرسي په ملاتړ او د کودتا د غندوونکو پر وړاندې د مصر د ناروا او ظالمانه عمل او د زرګونو کسانو د شهادت پر وړاندې ستره غونډه ترسره شوه، چې په پای کې يې د ګډونوالو له خوا د شهيدو شویو بې ګناه مصریانو د جنازې غایبانه لمونځ هم اداء شو.
په هغه غونډه کې، چې دجمعې په ورځ د وږي په لومړۍ نېټه د جمعې تر نمانځه وروسته د کابل ښار د عيدګاه په جومات کې د زرګونو کسانو په شتون کې ترسره شوه،دهېواد د يو شمېر سياسي او جهادي تنظیمونو او ديني او ټولنيزو سازمانونو مشرانوخپل ويناوې وکړې اود مصر له ولس سره یې په کې خواخوږي څرګنده کړه.
غونډې ته د جمعيت اسلامي افغانستان ویاند اود مجاهداونیزې مسؤول مدیر عبدالشکورواقف حکيمي د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې دوی د مصر د مسلمان ولس سره معنوي تړون لري، او له همدې لامله د هغوی په درد باندې درمند دي او دلته دهمدې دردمندۍ داظهار لپاره را ټول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې هغه کسان، چې د بشر د حقوقو، دېموکراسۍ او آزادۍ چېغې وهي نن يې ثابته کړه، چې دا ټول شعارونه یوازې د دوی لپاره دي، او د مسلمانانو لپاره شتون نه لري.
هغه د خپل خبرو په پای کې وويل، چې هيڅ کله هم د ټوپک، ټانګ او توپ د ميلي په واسطه د يو ملت اراده او خوښه نه شي ځپل کېدی.
غونډې ته د افغانستان د دیني عالمانو د بنسټ مشر تاج محمد مجاهد د خپلې وينا په ترڅ کې د مصر پوځ ددې حديث په استناد، چې چا پر مونږ اسلحه راوويسته له مونږ څخه نه دی، د پېغمبر صلی الله عليه وسلم له امت څخه وويست او زياته يي کړه، چې د مصري مسلمان ملت د شهيدانو او غم ځپلو کورنيو سره په غم کې ځان شريک بولي.
د حزب اسلامي افغانستان مشر او د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال په ياده غونډه کې دمصر دپېښو په اړه د افغانستان د مختلفو تنظيمونو يو والی وستایه او هيله يې وکړه، چې دا فغانستان د قضاياو په اړه هم بايد افغانان همداسې د يو والي ښکارندويي وکړي.
هغه زیاته کړه چې د نن د افغانستان د زياتو تنظیمونو او سازمانونو يوځای کېدل ددې ښکارندويي کوي، چې د وی ټول د اسلامي امت په غم کې ځان يو ډول شريک او درمند ګڼي، نو له همدې لامله د مصر ملت لکه څنګه، چې نن د خپل حق څخه د دفاع لپاره پاڅېدلی د نورې نړۍ اسلامي ملتونه به هم د خپل حق لپاره بيدار وي، او له يو بل څخه د دفاع لپاره همېشه چمتو وي.
مشهور جهادي شخصیت، لیکوال اوسیاستوال استاد محمد زمان مزمل غونډې ته دخپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د مصر په لسګونو بچيان زمونږ او ستاسو له ناموس او عزت څخه د دفاع لپاره په دې هېواد کې شهيدان شوي او له مونږ او تاسو څخه يې د دفاع په لاره کې خپل ژوند قرباني کړی دی، نو د داسې يوه قرباني ورکوونکي ملت څخه به ولې د دفاع لپاره خپل غږ نه پورته کوو.
نوموړي زیاته کړه هغه کسان چې نن وايي زمونږ يې له مصر سره څه،اصلاً هغوی په خپلې هغې وينا چې وايي نړۍ نن يو کلی ګرځېدلی دی د غلطۍ کرښه را کش کوي، ځکه چې په يو کلي کې ولې دوی د خپل کليوال په شهادت او بې رحمانه وژل کېدو غلي پاتې کېږي او هر هغه غږ چې د خپل کلیوال څخه د دفاع لپاره کېږي، په وړاندې يې حساسيت ښيي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وويل، چې کله افغانان د بل هېواد په درد دردېږي آيا دا ممکنه ده، چې په خپل درد ونه دردېږي، مونږ په خپل درد له مصري ملت څخه زيات دردېږو خو دا په معنی نه ده، چې خپل اسلامي امت هېر کړو.
همدارنګه د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي او دسلام پوهنتون د اسلامي ثقافت د ډیپارتمنت مشر دکتور فضل الهادي وزين، د غونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د عيدګاه په جومات کې ننۍ غونډه ددې لپاره جوړه شوې ده، چې د افغان مسلمان ملت بچيان د قاهرې د رابعة العدويه د جومات له مونځ ګوزارانو سره خپل يو والی اعلان کړي او د هغو کسانو څخه د دفاع غږ پورته کړي، چې په ډېره بې رحمانه توګه په ياد جومات او ميدان کې په شهادت رسول شوي دي.
هغه پر نړيواله ټولنه او امریکا هم نيوکه وکړه، چې د مصري خونخوار نظام او کودتاچيانو پر وړاندې يې سکوت اختيار کړی او هغوی يې هر ډول ناروا کړنو ته ازاد پرې اېښي دي.
هغه زیاته کړه چې مونږ له نړيوالې ټولنې غواړو، چې د مصري ملت او مسلمان ولس څخه خپله دفاع وکړي او پرېنږدي، چې په ياد هېواد کې د نورو بې ګناه مسلمانانو وينې تويي شي.
د غونډې په پای کې د جمعيت اسلامي د سیاسي چارو د کومېټې مشر ښاعي عبدالستار مراد لخوا ددې غونډې پرېکړه لیک ولوستل شو او دغونډې په پای کې د قاهرې په رابعة العدويه، النهضه، رمسيس او د مصر په نورو ميدانونو کې پر شهيد شويو بې ګناه مسلمانانو د غايبانه جنازې لمونځ او د هغوی لپاره دعاء ترسره شوه، غونډه د پلخشتي د جومات د خطيب مولوي عنايت الله بليغ په دعاء سره پای ته ورسېده. پای
10 Comments
عبدالرحیم "غفاری"
الله اکبر ولله لحمد الله اکبر ولله الحمد الله اکبر ولله الحمد
یا الله تمام مسلمانان را اتحاد و اتفاق نصیب کن تا از ظلم ظالمان خلاص شویم امروز می بینیم مسلمان در مصر شهید میشود و شاه عرب به ظالمان کمک مالی میکند این ظلم بزرگ است که از چند روز به اینطرف دیگر گون شده ام چرا مسلمان بخاطر مسلئت خود اطفال و زنان و جوانان را به قتل میرساند یا الله از این ظلم مردم مصر را و مارا نجات بده یا الله مدد یا الله سیسی قاتل و بشار الاسد قاتل را نابود کن.
خداوند حرکت اسلامی در افغانستان که است جمعیت اصلاح را قوت بده تا بتوانند که یک حکومت اسلامی را در افغانستان پیاده کند
عبدالله عنایت ستانکزی
انشاءالله مرسی افغانستان را جمیعت اصلاح معرفی خواهد کرد
Mujtaba
الله اکبر ولله لحمد
یا الله تمام مسلمانان را اتحاد و اتفاق نصیب کن تا از ظلم ظالمان خلاص شویم امروز می بینیم مسلمان در مصر شهید میشود و شاه عرب به ظالمان کمک مالی میکند این ظلم بزرگ است که از چند روز به اینطرف دیگر گون شده ام چرا مسلمان بخاطر مسلئت خود اطفال و زنان و جوانان را به قتل میرساند یا الله از این ظلم مردم مصر را و مارا نجات بده یا الله مدد یا الله سیسی قاتل و بشار الاسد قاتل را نابود کن.
خداوند حرکت اسلامی در افغانستان که است جمعیت اصلاح را قوت بده تا بتوانند که یک حکومت اسلامی را در افغانستان پیاده کند
ضیاءالرحمن
الحمد لله ، دا ډیر دخوشحالی ځای دی چی د افغانستان اکثره اسلامی اوسیاسی تنظیمونو د مصری مسلمان ولس سره دهغوی په غم کی خپل خواخوږی ښکاره کړ، الله تعالی دی د افغانستان او ټولی اسلامی نړی دمسلمانانو همدردی او مینه چی دخپلو مسلمانو ورونو او خویندو سره يي لری قبوله کړی.
الله تعالی دی د اسلامی نړی حاکمان مسلمانان، عادل رحم دله او هغه څوک چی داسلام دحاکمیت او دمسلمانانو دعزت فکر ورسره وي حاکم کړی او هغه چی نه داسلامی نظام او خلافت په فکر کی او نه دمسلمان دعزت په فکر کی وی، هغوی دی الله تعالی داسلامی نړی دقیادت او مشری دګدی څخه لری کړی.
آمین
او الله تعالی دافغانان په ټولو ملی او اسلامی مسایلو کی متفق او متحد لري .
آمین
فاروق
سعادت خان
الله جل جلاله دې مستبد نظامونه او قاتلې ډلې هرځای چې وي، برباد او تباه کړي.
آمین
ډاکټرسبحان الله شاکر
الله اکبرولله الحمد
درجواب بعضی روشن فکرهای انترنیتی ودولتی(درافغانستان هرروزصدهاوهزارها مرسی ومسلمانان می میردمګریک مسلمان این عمل راتقبیح نکرد وبه ماچی بامردم مصروسوریه وسایر مسلمانان جهان ) باید ګفته شود که مامسلمانان هستیم مانند یک وجود،دردهرعضوسبب ناراحتی تمام وجودمیشود.وګفتارامامنا حسن البنا
من قال مالی وماللفلسطین والمصر…لقدقال مالی وماللاسلام.
ارمان ما : کاش خلافت اسلامی داشتیم ،زیریک قیادت یک خلیفه میداشتیم ،یک اردووقوت نظامی میداشتیم ،حالااین حالاتیکه درمصر،ترکیه ،سوریه ،مالی ،پاکستان،لیبییا وتمام جهان اسلام مسلمانان مواجه وقتل عام مسلمانان بسیاربی رحمانه جریان دارد.نه خوهد داشتیم همین اردووقوت مارادف
به امید احیای خلافت اسلامی
ډاکټرسبحان الله شاکر
الله اکبرولله الحمد
درجواب بعضی روشن فکرهای انترنیتی ودولتی(درافغانستان هرروزصدهاوهزارها مرسی ومسلمانان می میردمګریک مسلمان این عمل راتقبیح نکرد وبه ماچی بامردم مصروسوریه وسایر مسلمانان جهان ) باید ګفته شود که مامسلمانان هستیم مانند یک وجود،دردهرعضوسبب ناراحتی تمام وجودمیشود.وګفتارامامنا حسن البنا
من قال مالی وماللفلسطین والمصر…لقدقال مالی وماللاسلام.
ارمان ما : کاش خلافت اسلامی میداشتیم ،زیریک قیادت یک خلیفه میداشتیم ،یک اردووقوت نظامی میداشتیم ،حالااین حالاتیکه درمصر،ترکیه ،سوریه ،مالی ،پاکستان،لیبییا وتمام جهان اسلام مسلمانان مواجه وقتل عام مسلمانان بسیاربی رحمانه جریان دارد.نه خوهد داشتیم همین اردووقوت مارادفاع میکرد.مانند خلافت امیرالمومنین سیدانا حضرت عمرالفاروق (رضی الله تعالی عنه)
به امید احیای خلافت اسلامی درجهان
حداقل امروزبعدازنمازهای فرضی تان دردعا تمام مسلمانان وباالخصوص مردم مصروسوریه وافغانستان رافراموش نکنید.
نعمت الله احمدزی
عن أنس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: انصر أخاك ظالماً أو مظلوماً، فقال: رجل يا رسول الله صلى الله عليه وسلم أنصره إذ كان مظلوماً، أفرأيت إذا كان ظالماً كيف أنصره؟! قال: تحجزه أو تمنعه من الظلم، فإن ذلك نصره. واقعا چی ډیر نیک کار وشو تیره جمعه مطابق د پورتنی حذیث هیلمندیم چی افغان ورونه همداسی چی یوالی وښوده د مصرمستبد رژیم په مقابل کښی همداسی یوالی وښی دافغانستان په قضایا کښی
Faiyaz e tabindah
الحمدلله برادران نکاتی مهم را تذکر دادند که دارای اهمیت حیاتی برای ملل وامت اسلامی بوده واګر با یقین واخلاص توجه عملی صورت بګیرد به مسیر امت زنده وحافظ همه ای منافع مسلمین در جهان ،برخواهیم ګشت و به احیای خلافت اسلامی در زمین خدا (ج) قریب خواهیم شد ودانسته ودیده شد که دشمنان همیشه با افراد ضعیف یا دزدان درون خانه معامله می کنند تا متاع قیمتی را به بهای اندک بخرند وتا وقتی با این دزدان وسفلګان همراهی دارند تاهمه ای ثروت و ارزشها را بربایند وچیز اندک به کلاب شکاری می اندازند و اینها به هر لباس ونامی که مطرح اند نمی دانند که خداوند عالمیان بهترین اجر دهندګان و ضامن سعادت وعزت ابدی مومنان است
پس نباید پی کبار یا امرا وعلمای معامله ګر رفت چنانچه به کرات دیده شد که ملل را به بهای اندک با قتل عام مواجه ساخته وبه هر جنایت وپستی تن در میدهند وخود وهمردیفانش را خسر فی الدنیا والاخره ساخته وبه ګودال بدبختیها ورذایل می اندازند چنانچه مصر ،سوریه واکٍثریت ملل اسلامی با آن درګیر است واین همه نتیجه ای معامله ګری امرا وعلمای معامله ګر ودزدان خانګی وارذل الناس ایست که دشمنان آنها را تشخیص وګماشته اند ودر جوامع وملل اسلامی سفله پروری می کنند تا این ظرفیتهای مناسب معامله ګر را به کرسی نشانند
پس وقت آن است که اخوت ،وحدت و صف مرصوص را بار دیګر به آزمایش ګرفت وبا این همه ثروت وقوای بشری چرا باز هم بی عزت ،ذلیل ،برده ودنباله رو اجانب زیست واختیار خانه خود را به ارذل الناس وشرانګیزان جهانی سپرد؟ در حالیکه تو برای خلافت ،اصلاح وخدمت آفریده شده ای که همه اش عبادت ودر حمایت خدا یی.
میرعباس ګوهری
نبی کربم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :
(مثل المؤمنين في توادهم وتعاطفهم وتراحمهم كمثل الجسد الواحد اذا اشتكي منه عضو واحد تداعي له ساير الجسد بالسهروالحمي)
داسلامی نړی په ګوټ ګوټ کی
دمصردمسلمان ولس سره دخواخوږی اوهمبستګی څرګندولو وښوده چی ټول اسلامی امت دیو تن اووجود حثیت لری اوهمیش به دیوبل په درد دردمن کیږی اوپه حوشالی به یی خوشاله کیږی چی په پورته مبارک حدیث کی رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خپل امت ته دهمد ی خبری تعلیم ورکړیدی.