راپور:عبدالرزاق حبیبی
د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي زون له خوا د سل ګونو تنو هېوادوالو،ځوانانو ، محصلینو او استادانو په ګډون ، د زمري په ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخستل کېدوڅلورنويمه کليزه دیوې سترې علمي غونډې په جوړولوسره ونمانځل شوه.
له نن څخه پوره ۹۴ کاله وړاندې له انګریزي ښکېلاک سره تر دریو پرله پسې جګړو وروسته افغانستان له انګرېزانو څخه د ازادۍ داخیستو اعلان وکړ او دغه خپلواکي دیوه تړون له مخې چې د بریتانوي هند د استازي او د افغانستان دهغه وخت دبهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ترمنځ لاسلیک شو، دانګریزانو له خوا په رسمیت وپیژندل شوه او تر هغې وروسته ، تر ننه دا ورځ (د اسد ۲۸) په افغانستان کې په مختلفو ډولونو سره لمانځل کېږي.
د جمعیت اصلاح له خوا دخپلواکۍ د کلیزې د غه لمانځغونډه، د خوشحال خان مېنې په سید جمال الدین افغاني تالار کې شا اوخوا په دریو بجو پیل شوه چې لومړی ويناوال یې د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړی او دمرکزي دفتر عمومي مدیر استاد عبدالظاهر حميدي و، چې د افغانانو شهامت يې وستايهاو ويې ويل، چې مونږ بايد همېشه د ازادۍ څخه درس واخلو، او د ترلاسه کولو وروسته يې په پوره احتياط او تدبير سره هغه وساتو.
نوموړي زیاته کړه چې افغانستان همېشه د کودتاچيانو لخوا د تباهۍ کندې ته ورټېل وهل شوی دی او له همدې رنځ څخه زوروېدلی دی.
يادې غونډې ته د جمعيت اصلاح پر يو شمېر مشرانو سربېره د کابل پوهنتون دحقوقو د پوهنځي استاد نجيب آقا فهيم وينا وکړه او ویي ویل چې د افغانستان د نوي نسل اړيکي له خپل تاريخ سره شلېدلي دي، نو له همدې لامله د افغانستان د استقلال او ازادۍ د اخستلو او دافغان ولس د مېړانې په اړه زيات معلومات نه لري.
هغه ټېنګار وکړ چې ددې ستونزې د حل لپاره په کار ده چې نوی نسل په دې اړه مطالعه وکړي، ځکه استعمار غواړي، چې ولسونه له خپل تاريخ څخه لرې وساتي او يا هم هغه تاريخونه وګوري، چې د استعمارګرو لخوا ليکل شوي دي، لکه نن چې مونږ د انګرېز جګړې په اړه د انګريز ليکوالانو او د شوروي د جګړې په اړه د روسي جنرالانو لخوا ليکل شوي کتابونه لولو.
استاد فهيم د امان الله خان لخوا د خپلواکۍ اعلان د نورو ملتونو لخوا د خپلواکۍ د بېرته اخستو د احساس د راژوندي کېدو په معنی وباله او دا يي د هېواد او افغانانو لپاره، چې همېشه يي د خپلواکۍ لپاره مبارزه کړې او د دوی د خپلواکۍ ګټل د نورو ملتونو د اسارت څخه د خلاصون پيل ګڼل شوی دی، مهمه پېښه وبلله.
له پرونه تر ننه استعمار هغه موضوع وه، چې د سلام پوهنتون استاد او دجمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي دکتور فضل الهادي وزين پرې رڼا واچواله، هغه د استعمار د تعريف، د استعمار د پايلو او اهدافو په اړه تفصيلي وينا وکړه او پرونی او ننی استعمار يې سره پرتله کړل .
دکتور وزین په خپله وینا کې د پروني او نني استعمار ګډې موخې د خلکو د ارادې کنترول، خپل فرهنګ رواجول، دخلکو ترمنځ نفاق خپرول، د اسلام ټکول او د مسلمانانو ترمنځ مذهبي جنګونه دودول، دمسلمانانو ترمنځ د اړيکو ضعیفول او هر يو ځان ځان ته بې ځايه مغرورول او د مسلمانانو ترمنځ دجهاد روحيه کمزورې کول او د جهاد پر ضد تبليغات وګنلې.
نوموړي همدا رنګه د پروني او نني استعمار ترمنځ توپير ته په اشارې سره وويل، چې پروني استعمار د لښکرو او جنګونو په واسطه هېوادونه نيول خو نن يې په نورو وسايلو سره تسخيروي، پروني استعمار خپل مستقيم چارواکي تعينول خو نن يې غير مستقيم تعينوي، پرون يې د زور او ټوپک له لارې هېوادونه تر خپل تسلط لاندې راوستل خو نن يې د فرهنګ او رسنيو له لارې يې تسخيروي.
دکتور وزین دخپلو خبرو په پای کې زياته کړه، چې استعمار د مختلفو سازمانونو له په واسطه هېوادونه په خپل کنترول کې ساتي لکه ملګري ملتونه، يونسکو، د بشر حقوق او داسې نور سازمانونه چې همېشه يې استعماري هېوادونه دخپلو موخو لپاره کاروي.
غونډې ته د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئیس استاد نصيراحمد نويدي د خپلي وينا په ترڅ کې د افغاننستان او ازادۍ قضيه وڅېړله او زياته یې کړه چې هېوادونه او ملتونه همېشه دوه ستر دښمنان لري، چې يو يې خارجي استعمار او بل يې داخلي استبداد دی.
هغه زياته کړه، چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونه د خارجي استعمار څخه خلاص شول خو د داخلي استبداد ښکار شول، چې له هغه څخه يې خلاصون په لسګونو کلونه ونيول، نوموړي د افغانستان اوسني حالت ته په اشارې سره وويل، چې افغانستان اوسمهال حد اقل د بهرنيو تحت الحمايه دی او که په ښکاره ټکو کې وويل شي نو افغانستان اوسمهال د بهرنيو تر اشغال لاندې دی.
هغه د خپل خبرې د ثبوت په توګه وويل، چې په افغان حکومت کې د يو ملي قیادت نه شتون، د بهرنيو ځواکونو وسله وال شتون، د يوې داسې ملي اردو شتون چې د بهرنيو تر ستراتيژي او لوژيستيکي مرستې لاندې کار کوي، په تصميم ګېرۍ کې د آزادۍ نه شتون، په ټاکنو کې ښکاره دخالت، د استعمار لخوا افغانانو ته د دوست او دښمن او دې ته ورته نورو اصطلاحاتو ورپېژندل او دا ډول نور ټول هغه لاملونه دي چې ثابتوي، افغانستان اوسمهال د بهرنيو تر اشغال لاندې شتون لري.
ښاغلي نويدي د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې دا زمونږ مسئوليت دی، چې زمونږ ځوان نسل او په عامه توګه ټول افغانان باید خپل تاريخ په دقيقه توګه مطالعه او ځان ترې خبر کړي، قرآن او نبوي سيرت مطالعه کړي، تر څو د پېغمبر صلی الله عليه وسلم لخوا د نورو سره تعامل زده کړو، خپلو ملي ارزښتونو ته احترام وساتو، په هېوادوالو کې د وطن دوستۍ او له هېواد څخه د دفاع له پرديو او استعمارګرو سره د دښمنۍ احساس راژوندی کړو، د خپلو افغانانو ترمنځ د ملي يو والي او ملي تفاهم لپاره هڅې وکړو او په هېواد کې د کدرونو روزنې ته پاملرنه وکړو ترڅو دا هېواد له روان حالت څخه وژغورو.
استادنویدي د هېواد له پوهو مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد تاريخ او حالات د ارقامو او شمېرنو په واسطه په دقيقه توګه ولیکي تر څو دنورو لپاره د ګټوړ ثابت او په استعمار ګرو د اتکاء او د هغوی له معلوماتو څخه د ګټې پر ځای له خپلواو رښتينيو معلوماتو ګټه واخلو.
پای