دافغانستان اسلامی طبی ټولنی (ایما )په نوښت دسروبی ولسوالی سلګونو سیلاب ځپلو ناروغانو ته روغتیایی مرسته اودرملنه وشوه
دافغانستان اسلامی طبی ټولنی (ایما) دزمری دمیاشتی په ۱۹ الی ۲۰ مه نیټه دجمعی او شنبی په ورځو دکابل ولایت د سروبی ولسوالی دسیلاب ځپلو ناروغانو ته وړیا روغتیایی کمپ دایر کړ .
وروسته له هغه نه چی دجمعیت اصلاح افغانستان سره د افغانستان اسلامی طبی ټولنی روغتیایی تیم چی د سروبی سیلاب ځپلو کلیو او ولسوالی روغتون او کلینکونو نه یی لیدنه وکړه او اونوموړو وګړو ته دروغتیایی خدمتونه اړین ثابت شو د افغانستان اسلامی طبی ټولنی غړو د روژی په ۲۸ او ۲۹ نیټَی د درمل ټولولو کمپاین دکابل ښار ددرملو له شرکتونو نه دسروبی سیلاب ځپلو دپاره پیل کړ چی کافی درمل یی راجمع کړ او همدارنګه دایما د ننګرهار څانګی غړو هم د دروژي په ۲۹ مه نیته اجتماعی افطار چی دهمدی ټولنی په نوښت داکترانو ته جوړ شوی ووه دسروبی سيلاب ځپلو دپاره مرسته ټوله شوه چی په پایله کی ۶۰ زره کلداری او ۳۰ زره افغانی ددرملو اخستلو دپاره ټولی شوی.
دغه وړیا روغتیایی کمپ دایما عمومی ریس محترم داکتر احمد عبید مجددی په مشری دپلان سره سم د اختر په دریمه نیټه پیل شو چی د ننګرهار تیم په واسطه دسهار په ۷ بجو دسروبی دولسوالی په روغتون کی پیل او تر ۱۱ بجویی دوام وکړ وروسته د دلیری پرتو کلیو داستازو په غوښتنه دغه ګرځنده کمپ دسروبی په لوی کلی کی له ۱۱ بجو نه تر۲ بجوپور دوام وکړ
چی په پایله کی ۶۰۰ نارینه ، ښځینه او کوچنیانو ته وړیا درملنه وشوه دیادونی وړده چی په دغه تیم کی دیوی ښځینه داکتری په ګډون ۹ نفره دمختلفو څانګو متخصص داکترانو ګډون کړی ووه چی نوموړی ناروغان یی دداخلی ، جراحی ، غوږ پوزه اوستونی ،سترګی په برخوکی تداوی او معالجه کړل.
د کمپ دوهمه ورځ د افغانستان اسلامی طبی ټولنی دکابل دڅانګی داکترانو په واسطه سرته ورسیده چی دغه وړیا کمپ دسهار په ۹ بجو پیل او تر ۱ بجی پوری د سروبی ولسوالی د اوریا خیلو ، حسین خیلو په کلیوکی سرته ورسیده چی په نوموړی کلیو کی هم ۳۵۰ تنه ښځینه ، نارینه او کوچنیانو ناروغانو ته دیوی ښځینه او یوی قابلی په ګډون ۱۱ مختلفو څانګومتخصصو داکترانو په ګډون درملنه وشوه دیادونی وړ دی چی په نوموړی ټیم کی د جلدی څانګه او التراساوند (تلویزونی معاینه )عقلی وعصبی ،داخله اطفال او ولادی نسایی داکتران هم موجوده وه ددی ترڅنګ چی ددی درملنه وشوه دوی ته روغتیایی لارښونی هم وشوی چی څرنګه دسیلاب نه وروسته باید ځان د ناروغیو وژغورو او په پای کی هری کورنی ته ددی څښلو دڅاګانو دپاره کلورین هم توزیع شو.
کمپ ته راغلو ناروغانو، دکلی مشرانو او سپین ږیرو د افغانستان اسلامی طبی ټولنی او دجمعیت اصلاح افغانستان له دغه راز خدمتونو څخه مننه وکړه.