راپور: ننګرهار اصلاح رسنيز ګروپ
د لومړی ځل لپاره د سيرت پوهنې دوره د سره رود ولسوالې د شهيد احمد هجرت کي کې ددوشنبې په ورځ چې د اسد د مياشتې ۵ نېټې سره سمون خوري د روژی مبارکې مياشتې په ۱۸ تاريخ د جمعيت اصلاح افغانستان لخوا په شهيد احمد هجرت کلي کې پيل شو.
د پروګرام پيل د قاري صاحب محمد حنيف همت د قرانکريم يو څو مبارکو ايتونو تلاوت کړل او تر هغه وروسته د جمعيت اصلاح د ختيځ زون مسؤل استاد عبدالرحيم صراف لخوا د حضرت محمد صل الله عليه وسلم سيرت درس شروع شو همدارنګه د اصلاح غږ راديو مسؤل استاد حبيب الله زيار او د الفلاح پوهنتون د اينجنری پوهنځي ريس استاد شفيق الله زاهد هم ګډون درلود او د سيرت پوهنې ددوری استاد عبدالرحيم صراف د عربو قبايلو او د حضرت محمد صل الله عليه وسلم د پيداښت څخه مخکې د عربي نړي دينونه ، قومونه او همدارنګه د مکې په حالاتو خبری وکړي.
همدارنګه استاد وتوانيده چې په شپږو ورځو کې د رسول الله صل الله عليه وسلم په ژوند تر ډيره حده خبره وکړي د دوری اخري ورځ د يو پروګرام په ترڅ کې پای ته ورسيده ياد پروګرام د قاری صاحب محمد حنيف په وياندويې او د قاری صاحب همايون په تلاوت سره پيل شو تر تلاوت وروسته استاد عبدالرحيم صراف د خپلې وروستې ورځ درس وړاندې کړ د درس څخه وروسته د جمعيت اصلاح د جلال اباد څانګې مسؤل استاد نعمت رسول نعمتيار ته بلنه ورکړه شوه استاد نعمتيار د جمعيت اصلاح پر کارونه رڼا واچوله او جمعيت اصلاح يې خلکو ته وروپېژنده او همدارنګه د سيرت پوهنې د درسونو په اهميت يې هم رڼا واچوله د استاد د خبرو ورسته د کلې د خلکو په نمايندګې ښاغلي عبيدالله اسلام جار خبری وکړي او د استاد عبدالرحيم صراف څخه يې نړی مننه وکړه او همدارنګه په ټوله کې يې دجمعيت اصلاح څخه هم مننه وکړه چې د اسلام په خدمت کې لګيا ده او خلکو د پوهاوي لپاره کار کوي په پاې کې نوموړی مبارکه دوره د مفتي صاحب عبدالستار په دعا سره پای ته ورسېده.
پټه دی پاتې نه وي چې په ياده دوره کې په لسګونو ورونو برخه اخستې وه.