دتيرو کلونو په څير د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د خپلوځوانو حافظانو لپاره د حفظ د مسابقې او دهجرت په دیار کی دپرتوتعلیمی ادارو کارکوونکو او چلوونکو ته د روژه ماتي پروګرام ترتيب کړی و، دغه دسیالی پروګرام د روژې په ۱۹ ورځ د مازدیګر په ۳ بجو د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې پیل شوه چې د ستيج چارې يې قاري حميدالله پر مخ وړلې.
د پروګرام لومړۍ برخه د قران کریم د حفظ دسیالۍ لپاره ټاکل شوې وه چې د قران کریم د تلاوت څخه وروسته پیل شوه او د دوو ممتحنینوهریوه:
محترم قاری ريیس صیب او محترم قاری عبد الله صیب لخوا پر مخ وړل کیده، ، البته دا د مسابقې دوهم پړاو وه چې پکښې ۱۸ قاري صاحبانو ګډون درلود، د مسابقې لومړی پړاو د یاد پروګرام څخه څو ورځې وړاندې ترسره شوی و چې څه د پاسه ۳۰ تنو حافظانوپکښې برخه اخستې وه او د دوهم پړاو لپاره ترې ۱۸ تنه دلوړو نمرو دلاسته راوړلو په اساس غوره کړای شوی وو.
د پروګرام دوهمه برخه د قران کریم د عظمت او فضیلت تر نامه لاندې کنفرانس ته مختص شوی وه چې پکې مولوي صاحب نورمحمد د( قران کریم فضیلت او عظمت) تر عنوان لاندې خپله علمی وینا ګډونوالوته واوروله او دوهمه موضوع د قران کريم د درناوي او قدرداني په اړه د مولوي مفتي محمدالله له خوا وړاندې شو.
تر دې وروسته د پروګرام چاری قاری شکرالله مخلص ته وسپارل شوی چی لومړی یی دجمعیت اصلاح د رغنده او تربیتي فعالتونو په اړه لنډ او ګټور معلومات وړاندی کړل او ورپسی یی ددغه ډول مسابقو په اهمیت رڼا واچوله او حافظان یی خپلو مستقبلي مسؤلیتونو ته متوجه کړل او ممتازو حافظانو ته یی د مبارکۍ په ویلو سره دسیالۍ دنتایجو اعلان وکړاو دساحې مخور، داعیان، علماء او مدیران یی دجوایزو دتوزیع لپاره راوبلل په پای کی یې دټولو هغو خیر خواه وروڼو څخه دزړه له کومی مننه وکړه چی ددغی مسابقې لپاره یی چنده ورکړیوه ، او همدارنګه یی دافطار دمصارفو ورکوونکې ادارې ندوةالاسلامیة للشباب العالمیه څخه یې مننه وکړه
دجوايزو په توزیع سره کنفراس پای ته ورسید او حاضرین چی نژدی څلور سوو کسانو ته رسیدل دتیارشوي افطار لپاره ور وبلل شول او دخدمت دګروپ مسؤل قاری فضل ربی صیب دهوا د ګرمی دشدت سره سره دستاینی وړانتظام نیولی ؤ، او په بشپړ نظم او دسپلین روژه دارانو دمسنونه دعا په ویلو په افطار پیل وکړ، او دخدمت ګروپ چی زیاتره یی دنجم ځوانان وو ترپایه خدمت ته ولاړ ؤ الله دټولو ته اجر ورکړی