راپور: حبيب الله زيار
د جمعيت اصلاح افغانستان تر سيوري لاندې هر کال د رمضان مياشت کې د غريبو او بې وزله کورنيو د لاس نيوي په موخه يو لړ خيريه پروګرامونه سرته رسېږي چې له يوه پلوه د غريبو او بې وزله کورنيو سره مرسته او له بل پلوه د خير په کارونو کې د ولس راشريکول دي.
په همدې لړ کې د ۱۳۹۲ هجري لمريز کال يا ۱۴۳۴ هجري سپوږميز کال د رمضان المبارک د سپېڅلې مياشت په وياړ د ]کوچنۍ صدقه ، ستر اجر [ تر سرليک لاندې د افطار الصايم پروګرام د جمعيت اصلاح ختيز زون له لورې پيل شوی.
پدغه کمپاين کې د مرستې راټولولو لپاره څلور ورځې ځانګړې شوې وې. د کمپاين په لمړۍ ورځ د جلال آباد ښار په مهمو لويو مسجدونو کې د جمعيت اصلاح د رضاکاره ځوانانو له لوري چنده راټوله شوه.
د کمپاين په دوهمه، درېيمه او څلورمه ورځ د جمعيت اصلاح د رضاکارانو له لوري په ډېر اخلاص سره د جلال آباد ښار د شهيد ادم خان (تالاشۍ) څلورلارې او مخابراتو څلورلارې کې د مرستې راټولولو کمپونه ولګېدل چې هره ورځ به د سهارله شپږ بجو څخه د ماښام تر اووه بجو پورې به د هېوادوالو څخه د مرستې راټولو غوښتنه کېدله چې د ډېرو نارينه او ښځينه و هېوادوالو پکې په اخلاص برخه واخيسته.
دغه راز د يو کميسيون له لارې د يو شمېر شتمنو هېوادوالو سره ځانګړې ليدنې تر سره شوې تر څو هغوی هم وهڅوي چې د خير پدغه کار کې په اخلاص ونډه واخلي چې د هغوې اخلاص د يادونې وړ دی.
د مرستو راټولولو څخه وروسته د يو ځانګړي کميسيون له لوري اته قلمه خوراکي توکي (اوړه، غوړي، وريجې، لوبيا، بوره، چای، خرما، او روح افزا شربت) واخيستل شول چې نن د يکشنبې په ورځ به د ننګرهار جمعيت اصلاح په سيمييز دفتر کې په اړمنو کورنيو وويشل شي.