راپور: حبیب الله زیار
د جمعیت اصلاح جلال آباد له لوري د جلال آباد په ښار کې د رمضان د استقبال تر عنوان لاندې پروګرام د چنګاښ په ۱۶مه نېټه تر سره شو. دغه کنفرانس د قاري صاحب عبدالله حامد په ویاندویۍ پیل شو، قاري صاحب حامد په پیل کې د کنفرانس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او قاري صاحب ضیاالحق حبیبې ته يې بلنه ورکړه چې کنفرانس د کلام الله مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل کړي.
له تلاوت وروسته د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا غړي او د ننګرهار اسلامې پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د روژې د میاشتې حکمتونه او فلسفه تر عنوان لاندې وینا وړاندې کړي. استاد په خپلو خبرو کې وويل روژه د عبادت میاشت ده، الله ته د نیږدیوالي میاشت ده او مؤمن ته فرصت دې تر څو وکولای شي ترې سمه ګټه پورته کړي ترڅو په ژوند یې مطلوب اثرات پاتې شي. په مسلمانانو د رمضان د میاشتې استقبال داسې لازم دی لکه څنګه چې د یو بل دنیاوي کار لپاره تیاری نیسي او باید مسلمان دېته پوره چمتووالی ولري ترڅو زمونږ په ژوند او وجود کې د هغې اثرات ښکاره شي. د روژې د استقبال اثرات باید زمونږ د ژوند په ټولو اړخونو کې معلوم شي، روژه باید مونږ په بې پروایۍ کې تېره نه کړو ځکه چې بیا به مونږ هغه ګټه او فضایل لاسته نه وي راوړي کوم چې مطلوب دي چې بايد رمضان کې لاسته راشي. نو ځکه باید زمونږ په کور ، کلې ،او دفتر کې د روژې اثرات ښکاره شي. هره شپه ملایکه غږ کوي چې ای دخیرغوښتونکیه رامخکې شه او ای د شر غوښتونکیه ورک شه، په روژه کې شیطانان وتړل شي او جنت ښایسته شي. مونږ باید ځانته یو پلان جوړ کړو چې دغه رمضانې موسم به څنګه ترسره کوو. هغه روژه به څه معنی ولري چې په حرامو ماته شي، هغه روژه به څه ثواب ولري چې د سود په پیسو، د رشوت په پیسو او د نورو حرامو لارو څخه د لاسته راغلو پیسو سره ونیول شي.
د دکتور صاحب صالح له وینا وروسته د جمعیت اصلاح ختیز زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف ته بلنه ورکړل شوه ترڅو د روژې د فضایلو او استقبال په اړه خپله وینا ګډونوالو ته وړاندې کړي. استاد صراف د کنفرانس ګډونوالو ته د هرکلې ویلو وروسته زیاته کړه چې رمضان د مسلمانانو د بخښلو میاشت ده، دا هغه میاشت ده چې اول ځل پکې قرآن کریم د لوح محفوظ څخه بیت العزت ته نازل شو او بیا د دنیا له اسمان څخه په ۱۷مه د رمضان په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شو. د هجرت په دوهم کال د بدر واقعه هم په همدې میاشت کې شوې چې الله تعالی پکې مسلمانانوته بریالیتوب ورپه برخه کړ، د مکې فتحه چې د کفارو جرړې پکې ووتې هم په همدې میاشت کې وشوه. په رمضان کې د نفلو ثواب د فرضو برابر دی او فرضې عمل یو په اویا حسابېږي. دا د صبر میاشت ده او د صبر بدله جنت ده، دا د مواسات او همدردۍ میاشت ده تر څو مسلمانان پکې یو له بل سره همدردي وکړي، دا هغه میاشت ده چې د مسلمانانو رزق پکې زیاتېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چاچې یو مسلمان ته روژه ماتې ورکړ د هغه ګناهونه به وبخښلې شي او غاړه به یې د دوزخ له اور څخه خلاصه شي او همدومره اجر به ده ته وي څومره اجر چې هغه روژه تې ته وي.
د استاد صراف له وینا وروسته د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدیر مولوي صاحب میرعباس ګوهري ته بلنه ورکړل شوه چې کنفرانس په دعایه سره پایته ورسوي.
پټه دی پاتې نه وي چې په ياد کنفرانس کې په لسګونو وروڼو برخه اخستې وه او د اصلاح غږ ۱۰۴.۳ ایف ایم څخه هم په ژوندۍ بڼه خپرېده تر څو د اصلاح غږ په زرګونو اوریدونکي هم ورڅخه ګټه پورته کړي.