راپور: محمدالدين احمدي
یاده سیالي چې دتیرو دوه میاشتو راهیسي دجلال اباد اوخواوشا سیمو داته ۸ لیسو ترمنځ اصلاح غږرادیو پیل کړي وه دچنګاښ په څلورمه نیټه پاي ته ورسیده.دسیالۍ په ورستۍ ورځ د اصلاح غږ راديو په دفتر کې دټولوممتازو زده کونکواودلیسو ادارو ته دډاليو د ورکړي لپاره غونډه جوړ شوي وه. په غونډه کي دیوشمیرلیسومدیرانو اود زده کونکوترڅنګ دننګرهارپه ولایت کې دجمعيت اصلاح مسؤل استاد نعمت رسول نعمتیار ،داصلاح غږرادیو ټولو کارکوونکواویوشمیر میلمنو برخه اخیستي وه دغونډی دپیل وینا داصلاح غږرادیو مسؤل مدیر حبیب الله زیار وکړه زیار په خپلو خبروکي د اصلاح غږرادیو دخپرونو لیست ګډون والو ته واوراوه زیار وویل اصلاح غږ رادیو په تیر یوه کال کې د۱۵۰۰ دیونیم زرڅخه زیاتي ژورندي خپروني کړي اوترڅنګ یی په همدومره اندازه کې یی هغه ثبتي درسونه خپاره کړي چې دهیواد تکړه علمایی کرامو ثبت کړي هغه دغه پرمختګ دهیوادوالو لپاره یوزیری یاد کړ اوپه هیوادوالو یی دلازیاتومرستوغږوکړ ترڅواصلاح غږرادیو سره خپلي مرستي نوري هم زیاتي کړي.
دحبیب الله زیار له خبرو وروسته دننګرهارپه ولایت کې دجمعيت اصلاح مسؤل استاد نعمت رسول نعمتیار دجمعيت اصلاح په پرمختګونو اودهیوادوالو له دوي سره په پوره همکارۍ خبري وکړي استادهمداراز هغه زده کوونکو ته د بریالي توب مبارکي وویله اودهغوي دلیسو له ادارو څخه یی دلابریالیتوب غوښتنه وکړه.
داستاد له خبرو وروسته دراغلو میلمنو څخه یو یو یی په وارو وار خبری وکړي ټولو داصلاح غږرادیو له اداري څخه مننه وکړه چې دهیواد د ځوان نسل دروزني لپاره دارنګه خپروني برابروي.
دغونډی په وروستۍ برخه کې هغه تحفی اوجوایزچې داصلاح غږ رایو له لوري چمتوشوي وي دلیسو مدیرانو او زده کونکوته ورکړل شوي.
دیادولو ده چې په یاده سیالۍ کې دپای سیالي دننګرهار دعالی لیسي او د ميا عمر عالی ليسې ترمنځ تر سره شوه چې دننګرهار عالی لیسی د نیمي نمري په توپیر سره داتو۸ لیسو دغه سیالي وګټله.