راپور: اصلاح رسنیز ګروپ
د جمعیت اصلاح ختیز زون مسؤل استاد عبدالرحیم صراف، د زون مرستیال استاد رفیع الله، د جلال آباد څانګې مرستیال استاد عبدالوکیل، د الفلاح پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ريس انجینر شفیق الله زاهد او د ننګرهار اصلاح غږ رادیو مسؤل حبیب الله زیار د جمعیت اصلاح شمال زون په نوښت جوړ شوې درې ورځني تربیتي سیمینار کې برخه واخیسته. دغه درې ورځنۍ سیمینار چې د رسالت حرکت اسلامي (چهارچوب های فکري او ضوابط عملي) تر عنوان لاندې جوړ شوې وو ډیر په زړه پورې او د ګډونوالو د ډیرې خوښۍ وړ وګرځید.
دسیمینار په اخره ورځ د ختیز زون څخه د ورغلې پلاوي په مشرۍ استاد عبدالرحیم صراف وینا وکړه او د شمال وروڼو ته یې د دغه درې ورځني سیمینار د بریالي ترسره کیدو مبارکې وویله. استاد صراف د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه. سره لدې چې مونږ ته د جمعیت اصلاح شمال زون له لورې پدې سیمینار کې د ګډون بلنه په ډیر ځنډ راورسیده خو بیا هم ډیر خوښ شو او د خپلو وروڼو سره د ښه نیت او تل پاتې همکارۍ ښودلو په نیت مو سمدستې دلته د راتګ پلان جوړ کړ. استاد د جمعیت اصلاح ختیز زون په استازیتوب د ټولو وروڼو سلامونه او نیکې هیلې وکالتا د شمال وروڼو ته ورسولې او له ټولو وروڼو څخه یې مننه وکړه چې په سیمینار کې یې د لرې پرتو سیمو لکه بلخ، جوزجان، بامیان، بدخشان، تخار، بغلان، هرات، کابل، ننګرهار او داسې نورو سیموڅخه په ډیره دلچسپۍ برخه اخیستې.
د استاد عبدالرحیم صراف له لنډې وینا وروسته د جمعیت اصلاح شمال زون مسؤل او د سلام پوهنتون د کندز د څانګې ریس استاد محمد عاطف وینا وکړه، استاد په خپلو خبرو کې د جمعیت اصلاح مرکزي زون (کابل) او ختیز زون (جلال آباد) څخه د راغلو وروڼو مننه وکړه چې د ډیر ستړې سفر سره سره یې بیا هم په سیمینار کې برخه واخیسته. محترم استاذ عاطف زیاته کړه، زه ډیر خوښ یم او ویاړ کوم چې د جمعیت اصلاح شمال څانګې په بلنه زمونږ وروڼوله کابل، هرات او جلال آباد څخه تشریف راوړ. نن پدې سیمینار کې تر یو چتر لاندې ناست هزاره، ازبک، تاجک، پښتون، پشه ای او ایماق ددې ګواهي ورکوي چې جمعیت اصلاح افغانستان یو افغانستان شموله حرکت دی او دا ددې څرګندویې کوي چې مونږ ټول یو ملت یو او تر منځ مو هیڅ راز ژبنې، قومي او یا سمتي توپیر نه تر سترګو کیږي.
داستاد عاطف له وینا وروسته د کابل او جلال آباد څخه راغلو میلمنو د شمال له وروڼو سره مخه ښه وکړه او ماسپښین مهال بیرته د کابل په لور رهي شول. د یادونې وړ ده چې جمعیت اصلاح افغانستاد دیته ورته تربیتي سیمینارونه د مختلفو عنوانونو تر نامه لاندې د هیواد په مختلفو سیمو کې جوړوي چې د هیواد له ګوټ ګوټ څخه پکې د جمعیت اصلاح غړي برخه اخلي.