د روان کال د جوزا د مياشتې په يو ويښتمه نېټه د جمعيت اصلاح د احمدشاه بابا مېنې (ارزان قیمت) سیمه ايزې څانګې ډ خوانانو غونډه دايره کړه.
غونډه د هغو ځوانانو په وياړه جوړه شوې وه، چې په پلچرخي سيمه کې د قرآن پوهنې په دوره کې يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې.
ځوانانو د قرآن پوهنې د دورې ټول خدمتونه لکه د اعلاناتو وېشل، د ځای برابرول، چوکۍ، تجيرونه او نور اړوند مواد راوړل او ترتيبول د سیمي نظم او امنيت نيول او داسې نورپه خورا اخلاص ترسره کړل.
ياده غونډه د قرآن کريم د آياتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې ورپسې دجمعيت اصلاح د مرکزي شورا غړي دکتور صفت الله قانت خپله وينا ګډونوالو ته واوروله، نوموړي د هغو ځوانانو له بې درېغه زيار او کوښښ څخه مننه وکړه، چې د قرآن کریم په دغه دوره کې يې تر خپلې وسې هڅې کړې وې او زياته يې کړه، چې که چېر مونږ د ددغسې غونډو په جوړولو سره خپل ولس بيدار نه کړو او د اسلام ددښمنانو په دسيسو او توطيو يې خبر نه کړو، نو لرې نه ده، چې افغان ولس هم د اندلس، قرطبې او غرناطې د ولسونو په برخليک اخته شي.ددې توطيو د شنډولو لپاره بايد ځوانان فعال او ويښ اوسي.
وروسته د جمعيت اصلاح د دفتر لخوا هغو ځواناننو ته ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شو، چې د قرآن پوهنې د دورې په جوړولو کې يې فعاله برخه اخستې وه.
غونډه د مولوي صاحب غياث الدين به دعاء سره پای ته ورسېده، چې په پای کې ځوانانو د آخرین حرف تر عنوان لاندې فلم هم تماشا کړ.