راپور: اسما مصباح
دپاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ګڼ شمیر افغان محصلین زده کړه کوي او په زرګونو افغاني کورنۍ هلته اوسیږي. نوموړی محصلین او زده کونکی په بیلا بیلو مکتبونو او دولتی او خصوصی پوهنتونونو کی په تعلیم او په عصری عالی تحصیلاتو بوخت دی. د اسلام آباد ښار یو شمیر افغانی لیسې هم لری چه د افغان سفارت د معارف د برخې د څارنې او لارښونې لاندی د میشتو افغان متعلیمنو د زده کړو په چارو کی آسانتیاوې برابروی. خوشبختانه جمعیت اصلاح د اسلام آباد په اکثرو تعلیمی او تحصیلی ادارو کی د افغان ځوانانو ورونو او خویندو په مینځ کی شتون لری. جمعیت اصلاح تل هڅه کړې تر څو د وروڼو او خویندو فکری، تعلیمی او تحصیلی ودې په چارو کی د دوی ترڅنګ ولاړ وی.
د جمعیت اصلاح د خویندو برخه په اسلام آباد کی د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه ډیر فعالیتونه لری او تل ځلیدلی دی. اسلام آباد میشتی افغانان د جمعیت اصلاح د وروڼو او خویندو په فعالیتونو افتخار کوی.
د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم سیالی:
د جمعیت اصلاح د خویندو برخې د اسلام آباد د ساحوی دفتر د دوهم جون ۲۰۱۳ د یکشنبې په ورځ د خوږ نبی صلی الله علیه وسلم د سیرت د سیالۍ ګټونکی ستوری په جایزو ونازول. د سیرت النبی صلی الله علیه وسلم نوموړې سیالی د اسلام اباد جمعیت اصلاح د خویندو لخوا ترتیب شوې وه چه اسلام آباد میشتو دوه ښځینه افغانی لیسو ۴۵ تنه شاګردانو په ګډون سر ته ورسیده.
د خویندو د ډیرې مودې د تیاریو، د افغانی لیسو سره ملاقاتونو،او د قاری صاحب محمد عارف عطائی د ډیرو زحمتونو او وروڼو سره مشورو ، د وسایلو د پیدا کولو ورسته د جمعیت اصلاح د خویندو بخش وتوانید چه د نوموړی مسابقې لپاره تابیا ونیسی. د خلکو په دعا، د خویندو د شپی ورځی زحمتونو او نه ستړې کیدونکو منډو په پایله کی د الله تعالی په فضل او مرحمت برنامه کامیابه شوه. او نن هغه ورځ وه چه باید ګډونکو ته جایزې ورکړی.
د برنامې تیارې:
د غونډې لپاره د اسلامی نړۍ په کچه یو تر ټولو مشهور او ستر پوهنتون یعنی د اسلام آباد نړیوال اسلامی پوهنتون ټاکل شوې وو چه د داسی برنامو لپاره تل یو مناسب ځای ګڼل شوې دې. نړیوال اسلامی پوهنتون کی د نړۍ تر ۶۰ هیوادونو محصلین خپل لوړ تحصیلات مخ په وړاندی بیایی چه په سلګونو یی پکی افغانان ورونه او خویندې دی. افغان محصلین او محصلانې په نوموړی پوهنتون کی یوه اتحادیه هم لری.
د اسلامی پوهنتون کفتریا د کنفرانس ځای نن د اصلاحی خویندو لخوا په خورا ښکلی ذوق سره اماده شوې وه. د میلمنو او ګډون کونکو د استقبال او ښه راغلاست لپاره هم مناسب او په زړه پورې ترتیبات نیول شوی وو چه د ګډون کونکو د خوښۍ ورړ وګرځیدل. خویندې په ترتیب سره د نوو راغلو میلمنو د استقبال لپاره ولاړې وی. بلې خواته ته ستیج چارې هم په منظم ډول د یوې خور لخوا پر مخ بیول کیدې. دا ډول برنامې او سیالۍ ترتیبول تل لپاره ډیرې ستونزمنې وی ولی د جمعیت اصلاح وروڼه او خویندو توانیدلی چه پدې برخه کی خورا تجربه پیدا کړې نو همدا وه چه ټولې چارې په خورا منظم ډول بی له کومې جدی ستونزې مخ په وړاندې ولاړې. د دې مخکی د مسابقی کارونه او نتایج په خورا احتیاط سره برابر شوی وو، جایزې تیارې وې او نن هغه ورځ وه چه باید پایلې یی اعلان او جایزې مستحقو خویندو ته ورسیږی.
برنامه:
د سهار ۱۰ بجی اکثره ګډون وال او میلمانه تالار ته را رسیدلی وو، هره څیره له خوشحالۍ ځلیده، د جمعیت اصلاح خویندې د کامیابې برنامې په پایله کی له خوشحالۍ او ګډونوالې خویندې د جایزو د ګټلو په خوشحالۍ کی په کالیو کی نه ځایدې. خوشحالی به ولی نه وه! انسانی خاصیت دا دې چه د نیک او غوره کار په پایله کی الله لخوا د خوشحالۍ احساس کوی، بلی! دوۍ هم توانیدلې وې ترڅو یو شمیر مهاجرې خویندې د رسول الله صلی الله د سیرت سره آشنا کړی. دا لویه لاسته راوړنه وه. پداسی حال کی چه یو شمیر سیاستمداران آن په خارج کی افغان ځوانان د قوم او مذهب بل او بل په نوم سره خپل مینځ کی وجنګوی ولی دلته حالات داسی وو چه د هر قوم، ژبی او ولایت خلک ټول څنګ په څنګ ناست وو. دلته سره ټولې خویندې وې چه پیژندګلوی یی صرف افغان وو.
هرې خواته چوپتیا خپره شوه، د ستیج تر شا د محترمه خور عائشه محمود ولاړه چه تاثیر غورځونکی تلاوت سره پیل شو.
د برنامی سره سم د جمعیت اصلاح د خویندو د څانګی لخوا خور زینب راغلیو میلمنو ته ښه راغلاست وویل شو. د میلمنو او شاګردانو څخه چې پدې برنامه کی یی ګډون کړې مننه وشوه. په پیښور کی د اسلامی فرهنګی مرګز رئیس قاضی محمد حسن اسلامی هم راغوښتل شوې وو، نوموړی د سیالی ګډو نوالو ته عمومی او هغه چې جایزې یی ګټلې وی خصوصی مبارکی وړاندی کړه. هغه د والدینو ته مبارکی وویله او مننه یی ترې وکړه چه خپل اولادونه یی هڅولی ترڅو د جمعیت اصلاح لخوا ترتیب شوی سیالۍ کی برخه واخلی. نوموړی د دا ډول برنامو په اهمیت خبرې وکړی. هغه وویل چه د مهاجرت په دیار کی د افغانانو داسی راټولیدل، د خبرو تبادله او علم او پوهی په وده کی له یو بل سره مرسته ډیر ګټور وبلل. او دا چه جمعیت اصلاح داسی زمینه برابروی د خوشحالۍ او خبره او د ستاینې وړ ده.
د جمعیت اصلاح سره د بلدتیا او هغې د برنامو د پیژندګلوۍ لپاره د اصلاح لخوا ترتیب شوې فلم نندارې ته وړاندې شو. حاضرینو په ډیره مینه د جمعیت اصلاح د برنامه دا مختصر فلم وکتو او خوند یی ترې واخیست.
وروسته د دواړو لیسو مدیرانو هر یو استاد نجیب الله د لیسه مریم مدیر او خور نوریه معروفی د ملالۍ لیسې مدیرې په خپل وار د راغلیو میلمنو ته د د هغوۍ د لیسو د خدماتو او د مسابقی د اهمیت په هکله خبرې وکړې. هغوۍ د دا ډول برنامو د اهمیت او دې سره د شاګردانو ترمینځ د سالم رقابت او مطالعی د شوق او مینې د زیاتوالی خبره وکړه. د جمعیت اصلاح د خویندو د برخې څخه یی په مننه غوښته وکړه چه باید داسی برنامی لا زیاتې شی ترڅو شاګردان او آن لیسې تشویقی شی.
د استاد نجیب الله او خور معروفی د ویناو څخه ورسته د حاضرینو ترمینځ د ذهنی پوښتنو یو تفریحی برنامه تقدیم شوه چه خور اسما لخوا پر مخ بیول کیده. ګډون والو او د نوموړو مکتبونو شاګردانو پکی په ډیره دلچسپی برخه واخیسته.
په پایله کی هغه مرحله را ورسیده چه ټولو یی په ډیره بی صبرۍ سره انتظار کولو. بلی! د نتایجو د اعلان وخت او کامیابو شاګردانو د نومونو د اخیسلو مرحله ډیره جالبه وه. د شاګردانو شوق او ذوق په لیدلو ارزیده. خو د هغې وړاندی د جمعیت اصلاح د مهاجر زون د خویندو مسئوله استاد عالیه د ستیج مخی ته راغله او د ټولو ګډون کونکو، د لیسو د ادارو او مدیر صاحبانو یی مننه وکړه چه د برنامې په ترتیب او تنظیم کی یی د جمعیت اصلاح د اسلام آباد د خویندو برخې سره مرسته کړی وه. محترمې خور د اسلام آباد د ساحوی دفتر له خویندو هم مننه وکړه چه زیار یی ویستلې دی ترڅو داسی یوه جالبه او په زړه پورې برنامه برابره او تقدیم کړی. نوموړې په افغانستان کی د نجونو د تعلیم د اهمیت، د هغوۍ د راتلونکی او شرعی اسلامی حقوقو په هکله یو عالمه وینا وکړه چه د ټولو پام یی ځانته جلب کړ.
بلې! د پایی په مرحله کی د اسلام آباد نړیوال پوهنتون محصلې او د جمعیت اصلاح د ساحوی دفتر غړې محترمې خور فاطمې په خورا جالب ترتیب سره د نتائجو اعلان وشو. د شاګردانو په مینځ کی د جایزو د ګټلو شوق د لیدلو وړ وو چه د ګډون والو لخوا استقبال شو. په آخر کی محترمې خور استاد عالیه په خپل لاس لس تنو ستورو ته ډول ډول جایزې ډالۍ کړې. غونډه د ماسپښین په دولس بجو د خور رویا په دعا سره پای ته ورسیده.
3 Comments
س ه .عبدالباقي
ماشاءالله ,ډیر د خوشحالی ځای دی چی په اسلام اباد کی داسی یوه سیالی تر سره کیږی ،الله تعالی د تاسو ته مزید توفیق درکړی ،او راپور هم ډیر منظم او جالب لیکل شوی په قلم د برکت شه.
مصباح الله عبد الباقي
ما شاء الله ډیر جالب پروګرام مو کړی دی، الله تعالی دی اجر درکړي، او بله دا چی په دی راپور کی ډیر ښه انځور شوی دی.
نویدی
یک برنامه استثنایی با یک راپور استثنایی وجالب
به همه خواهران اسلام آباد تبریک عرض میدارم.
امیدوارم درین لحظات خوشی زحمات خواهز ذکیه را هم در رابطه به این مسابقه ازیاد نبرده وبرای صحت مندی شان دعای خیربنماییم.
اللهم اشفها شفاءً لا یغادرسقماً- آمین