راپور: محمد مدثر اسلامي
د جمعیت اصلاح افغانستان په نوښت سږکال له خیرخانې، خوشال خان او کارته نو وروسته په مکرویانونو کې د ثور له ۲۸مې د جوزا تر ۳مې د قرآن پوهنې اووه ورځنۍ دوره ترسره شوه.
یاده دوره د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانونو ساحوي دفتر له لوري په لار اچول شوې وه، چې پکې له ۱۰۰۰ ډیرو سړیو او ښځو برخه درلوده.
د دورې درسونه د هیواد نامتو عالم او دیني مشر شیخ القرآن مولوي عبدالسلام عابد وړاندې کول او هره ورځ په یوه ځانګړې موضوع بحث کیده. د قرآن کریم مقاصد، د مسلمان مسئولیتونه، قرآني اخلاق، اسلامي اخوت، په اسلام کې د ښځې ځای، او د ایمان د کمزورتیا لاملونه ځینې هغه موضوعات دي، چې د دورې په ترڅ کې په تفصیلي ډول بیان شول.
د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر پخواني مشر، مولوي غلام الله نبوي، د دورې موخه په عامو خلکو کې د قرآني لارښوونو خپرول وښوده او زیاته یې کړه د مکرویانو ساحوي دفتر پلان کې لري څو د سیمې په بیلابیلو برخو کې د قرآن پوهنې، معارف اسلامي او سیرت النبي دورې، علمي سفرونه او نور علمي او فرهنګي سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ کړي.
د دورې په لړ کې د خویندو ونډه د پام وړ وه. هر سهار د دورې ځای ته د پرده کړو ښځو او نجونو د راتګ منظرې سترګې یخولې او د هیلو او امیدونو زیري یې ورکول. د مالي مرستو په میدان کې میرمنې ډیری وخت له سړیو مخکې وې.
د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر غړو او همکارو ځوانانو په پوره او حوصله او نه ستړې کیدونکې ایماني روحیه د دورې د تنظیم چارې په مخ بیولې او د نوموړو د هڅو په پایله کې دوره له هر ډول ستونزې پرته په بریالۍ توګه پای ته ورسیده. د سیمې امنیتي چارواکو، مخورو، او عامو وګړو د دورې هر کلی وکړ او غوښتنه یې کوله، چې دا ډول درسونه ډیر او په نورو ځایونو کې هم په لار واچول شي.
د دورې له پای یوه ورځ وړاندې له ګډون کوونکو وغوښتل شو، چې د دورې د مالي لګښتونو د پوره کولو لپاره مالي مرستې وکړي او د دوه ورځو په ترڅ کې د دورې نږدې ټول مالي لګښتونه د برخوالو له خوا مرسته وشوه. زړونو له خوشالۍ او عاطفې هغه وخت ژړل، چې خویندو خپل زرین ګاڼه دورې ته صدقه کول. ټولې مرستې نږدې ۱۸۰۰۰۰ (یو لک او اتیا زره) افغانۍ شوي، چې ۱۶۰۰۰۰ یې نقدي مرستې او نور ګاڼه دي.
د وروستۍ ورځې په غونډه کې د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس، ډاکټر عبدالصبور فخري، څرګنده کړه، چې جمعیت اصلاح افغانستان د یوې دیني-اجتماعي ټولنې په توګه د اسلامي لارښوونو او مفاهیمو په رڼا کې د افغانستان په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره هڅې کوي. هغه زیاته کړه، د جمعیت اصلاح شعار د ګټور وګړي، نیکې کورنۍ او هوسا او پرمختللې ټولنې رامنځ ته کول دی. هغه همدارنګه وویل، جمعیت اصلاح د دیني کارونو د ترسره کولو لپاره له هیڅ ځانګړي لوري مالي مرسته نه ترلاسه کوي، بلکې د غړو پر حق العضویت او د نشراتو پر خرڅلاو سربیره یې عواید د دین خوښوونکو خلکو، مسلمانو تاجرانو او شرکتونو له صدقو، زکاتونو او نفقو څخه لاسته راځي.
د جمعیت اصلاح افغانستان په استازیتوب د مکرویانونو ساحوي دفتر د عالمانو د کمیسون مشر، مولوي عبدالولي بصیرت، د سیمې له عالمانو مننه وکړه، چې تل یې خپلې نیکې مشورې او همکاري له جمعیت اصلاح څخه نده سپمولې.
د قرآن پوهنې دوره د مولوي عبدالسلام عابد له خوا په اجتماعي دعا سره پای ته ورسیده.
د یادولو ده، چې جمعیت اصلاح افغانستان هر کال د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو د قرآن پوهنې ورته دورې په لار اچوي، چې په ترڅ کې یې په زرګونو هیوادوالو ته د اسلام لارښوونې رسول کیږي.