د کابل ښار په کارته نو سيمه کې د قرآن پوهنې د اوومې ورځې (د غويي ٢٧مه، ١٣٩٢لمريز کال) شانداره غونډه، چې سلګونو خويندو او وروڼو په کې ګډون کړى وو، د قرآن کريم د څو ايتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې مولوي سيدنقيب الله د حديث شريف درس چې له خداى او رسول سره محبت کول و، وړاندې کړ. هغه څرګنده کړه، په دنيا کې چې هر څوک چې له چا سره محبت ولري، په قيامت کې به ورسره يوځاى وي.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور د دې ورځې درس، چې “اسلام د ژوند نظام” ته ځانګړى شوى و، وړاندې کړ او ويې ويل، انسان طبيعتا اړ دى چې يو چېرته واوسېږي او کار وکړي، خو دا چې څنګه او په کومو اصولو ژوند وکړي، طبيعت ورته دا نه ښيي، بلکې اسلام په معقوله توګه دا هرڅه ښودلي دي.
هغه زياته کړه، انسان يو نظام او حکومت ته اړتيا، خو دا چې د حکومت مسووليتونه او غوښتنې به څه وي او د رعيت به څه وي، دا ټول اسلام پوره روښانه کړي دي. اسلام د حکومت د اصلاح لپاره راغلى او له حکومته پرته اسلام پاتې کېداى نه شي، حکومت د اسلام ساتندوى دى. اسلام کې د قضا، اقتصاد، سوداګري او د ژوند د ټولو برخو د سمون لپاره لارې چارې ښودلې دي. لوېديځ او اروپا اوسمهال اسلامي بانکداري تجربه کوي، خو له بده مرغه مسلمانان بيا د لوېديځ او اروپا تجربې په خپلو ټولنو کې پلې کوي.
له دې وروسته د جمعيت اصلاح د احمدشاه بابا مېنې د څانګې مشر مولوي غوث الدين وينا وکړه او ويې ويل: دلته چې اووه ورځې د قرآن پوهنې درسونه وړاندې شول، بايد چې لومړى هغه په ځان ځان عملي کړو او بيا يې نورو ته هم ورسوو. دا ټول درسونه د فرد، کورنۍ او ټولنې د اصلاح په موخه وړاندې شول، نو بايد عملي ګټه ترې پورته کړو. د ټولنې د اصلاح لپاره بايد قران حاکم او احکام يې پلي شي.
ورپسې د جمعيت اصلاح د کارته نو څانګې مشر حاجي حبيب خان ځاځي وينا وکړه او له ټولو ګډونوالو يې د مننې ترڅنګ له هغوى غوښتنه وکړه، چې د جمعيت اصلاح پروګرامونه په خپل حضور تقويه کړي او پراخه ونډه په کې واخلي.
شيخ القرآن مولانا عبدالصبور په پاى کې له ټولو وغوښتل، چې د دې دورې د لګښتونو د پوره کولو لپاره مالي مرسته وکړه، هماغه و چې ټولو ګډونوالو په پوره اخلاص دا کار وکړ.
د قرآن پوهنې دا مبارکه اووه ورځنۍ دوره د مولانا عبدالصبور په دعا پاى ته ورسېده