راپور: محمد مدثر اسلامي
جمعیت اصلاح افغانستان، د یوې دیني-اجتماعي ټولنې په توګه، په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د عامو خلکو تر منځ د قرآن کریم د اصیلو مفاهیمو د خپرولو په موخه د “قرآن پوهنې دورې” پیل کړې. له تېرو څو کلونو راهیسې، د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د خلکو او علماءو سره په مشوره او همکارۍ د قرآن پوهنې ګڼ شمېر دورې تر سره شوي، چې په زرګونو هېوادوالو ته پکې د اسلام لارښوونې وړاندې کېږي.
سږ کال په کابل کې، له خیرخانې، خوشال خان او کارته نو وروسته، د ثور په ۲۸مه د شنبې ورځ سهار، د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر په هڅو، د درېیمو مکرویانونو په سیمه کې د قرآن پوهنې اووه ورځنۍ دوره پیل شوه، چې شیخ القرآن مولوي عبدالسلام عابد یې وړاندې کوي.
دوره هره ورځ د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو پورې دوام کوي او ټاکل شوې، چې د دورې په ترڅ کې هره ورځ د یوې ځانګړې موضوع په اړه مفصل بحث وشي.
د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانونو ساحوي دفتر غړو او همکارو ځوانانو په ډېره مینه او لیوالتیا د جمعې ورځې له سهاره د دورې د ځای او امکاناتو په برابرولو کې ممکنې هلې ځلې وکړې او د همدې ورځې تر ماښامه یې ټول ترتیبات پوره کړل. د دورې ځای ته د نږدې بلاکونو اوسیدونکو، د سیمې امنیتي چارواکو او عامو وګړو د دې نیک کار هر کلی وکړ او د هر ډول مرستې تیاری یې وښود. د جمعیت اصلاح افغانستان د مکرویانو ساحوي دفتر د مکرویانو له اوسیدونکو او مشرانو په ځانګړي ډول مننه کوي، چې د دورې تر پایه یې د ورځې او شپې په اوږدو کې د اوبو او بریښنا د چمتو کولو دنده پر غاړه اخیستې.
د شنبې ورځ سهار له لمانځه وروسته د سپین ږیرو، ځوانانو او آن تنکي ځوانانو ډلې د دورې ځای ته راماتې شوي او په ایماني شوق یې د درس پیل ته شیبې شمارلې. د هر بل ځای په څیر د مکرویانونو په دین مینو خویندو تل ثابته کړې، چې د دین په زده کړه کې له هېڅ بل چا کم ندي او نن سهار د دورې ځای ته د پرده کړو خویندو د راتګ منظرې د هیلو او امیدونو زیري ورکول.
د غونډې د لومړۍ ورځې موضوع د دین مقاصد وه، چې د ښاغلي مولوي صاحب له لوري په ډیر ښه او علمي ډول وڅیړل شوه. د مولوي صاحب په وینا د دین اساسي مقصد د انسان ښېګڼه ده، د انسان د فردي او ټولنیزې بریا لپاره دین په لومړي سر کې ښه او ګټور فرد روزل غواړي او ورپسې د مسلمانې او متدینې کورنۍ او عادلې ټولنې جوړښت یې له سترو مقاصدو څخه دي. مولوي صاحب همدارنګه زیاته کړه، چې دین پدې لټه کې دی تر څو له خپل نفس، خالق او ټولنې سره د انسان اړیکه تنظیم کړي.
مولوي صاحب، د درس تر څنګ له ګډون کوونکو ژمنه واخیسته، چې سبا ورځې ته خپل ګاونډي او ملګري په دوره کې برخه اخیستلو ته راوبلي او له ځان سره نور وروڼه او خویندې راولي.
مولوي صاحب همدارنګه د درس په پای کې برخوالو ته کورنۍ دنده ورکړه، چې له راتلونکي درس مخکې به خپلو ټولو مسلمانو وروڼو ته بښنه کوي او د هېڅ چا لپاره به په زړونو کې خیری نه ساتي. په پای کې مولوي صاحب د افغاني ټولنې او اسلامي امت د بریا، عزت او پرمختګ دعا وکړه او د دورې لومړۍ ورځ پای ته ورسیده.
4 Comments
وحیدالله
به مدیر مسؤول صفحه انترنتی جمعیت اصلاح افغانستان.از شما جهان سپاس که برای خدمت دین راستین الهی کمر همت بسته و در این راستا خدمت میکنید. از خداوند برای تان موفقیت های مزید خواهان هستم. محترما قسمیکه آگاهی دارید اوضای کنونی افغانستان طوری شده که گاهی توسط نیروهای کفری افغان های بیگناه بشهادت میرسد و گاهی هم گروه های دیگر بنام های طالب و حزب اسلامی وغیره به بهانه جهاد افغان های مارا بیگناه به شهادت میرساند… از شما جداً خواستار هستم تا نظر شما را در این رابطه واضح داشته باشم . موقف شما در مقابل این گروه ها چیست آیا در کدام قسمت قرآن و حدیث آمده است که اطفال ، زنان و مردان بیگناه را سر عام به قتل و به شهادت برسانند. منتظر جوابتان خواهم بود. والسلام
اسدالله رسولی
الحمد الله دا د افتخار ځای دی چی اوس دعوت د هر چا کور او مخی ته ورسیده هغه ځآی ته چی بنیاد یی په تباهی سره شوی وو لکه مکریان اوس هلته د دعوت او جهاد خبره کیژی اوس هلته ځوانان او مشران راجمعه کیژی اوس هلته یو ټولنه جوړیژی الحمدالله ثم الحمدالله ډیر د خوشحالی ځای دی الله د د دونیا او اخیرت اجر درکړی
میرزااغا(عادل)
ماشاالله
واقعی چی د جمعیت اصلاح افغانستان هلی ځلی دیاونی وړ دی خو په دی دوره کی واقعی دتعجب خبره داده چی تل د مکروریا نو ورونه او خویندی په نیکه دینی سیالی کی سیالی کوی چی دا دوره یی د تیر په شان بیا هم د خویندو او ورونو په سیالی سره روانه ده بلکی زما په دید سره خویندی مخکی په تګ دی او ورځ په ورځ زیتیږی د ورونو سره هم مینه شته او ورځ تر بلی زیانیږی خو د خویندو لپاره چی کوم ځای برابر شوی و بسنه ونه کړه خو بیا ورونو زر تصمیم ونیولو او د خویندو ځای یی پراخه کړو نو ورونو نه همداسی تمه شته انشاالله .
الله ج دی په داسی دینی پروګرامونو کی برکت واچوی او الله ج دی په ټوله نړی کی عام کړی
امین ثم امین
جمیل احمد پروانی
ماشاءالله
ازالله منان شکرگذاریم که این چنین گروه (جمعیت اصلاح)را توفیق نصیب عطا فرمود که مردم مسلمان افغانستان را از روشنی قرآن عظیم آگاه میسازند
الحمد لله که درافغانستان گروهای خدمتگار دین هستند لیکن این چنین رسساندن دین الله متعال را عرضه نتوانستند که ایزد برتر درعلم و عمل ایشان بیافزاید وتوفیق عمل نیک نصیبشان کند
و الله تعالی شیخ القرآن و الحدیث را نیز عمر طولانی نصیب بفرماید .
جزاک الله خیرآ علیهم اجمعین