راپور: محمد خالد ملکزی
وروسته له دې چې دملل متحد له لوري د ښځو په اړه د نړۍ په مطبوعاتو کې یو نوی سند را څرګند شو، چې د مېرمنو ټول دیني، اخلاقي او انساني حقوقو ته پکې سپکاوی شویدی د جمعیت اصلاح افغانستان له لوري د غويي په ۲۵ نېټه په دې اړه غونډه جوړه شوه.
غونډه د سلام پوهنتون په تالار کې د غرمې په ۲ بجو پیل شوه چې د سټیچ چارې د سلام پوهنتون د محصلینو مدیر عبدالله ( عبدالبر) پر مخ وړلې .
غونډه کې د نورو ګډونوالو تر څنګ د پارلمان غړو، دیني علماؤ او یو شمېر خویندو هم ګډون کړی ؤ، او ټولو ددی غوڼدې پر اهمیت باندی خوښي څرګنده کړه، چې په دی ډول غونډو کې د دیني او انساني ارزښتونو څخه په زغرده دفاع کېږي.
دغونډې لومړی ګډونوال د جمعیت اصلاح رئیس عبدالصبور فخري ؤ چې په دې اړه ئې وویل: په غرب کې نن په بشپړه توګه کورنی نظام منحل شوی او له سترو ګواښونو سره مخامخ دی، او دوی په خپل ټول ځواک سره غواړي چې نړۍ هم په دی سردردۍ باندې اخته کړي .
نوموړي د غرب په رهبرۍ باندې د نیوکې په ترڅ کې وویل :په هر انسان کې باورونه او اعتقادات دي چې د هغه په زړه او ضمیر باندي رهبري کوي، د غرب په رهبرۍ کې ستونزه دا ده چې دغه ټولنه د ایمان څخه خالي ده او شیطان يې رهبري کوي، نو ځکه دغه شیطان صفته انسانان غواړي دګردې بشري نړۍ رهبري هم پخپلو منحرفه وثیقو او سندونو سره په دام کې راولي او په خپل رنګ يی رنګ کړي، په داسې حال کې زمونږ په ټولنه کې کورنی نظام شتون لري چې دیو سالم قیادت له لوري رهبري کېږي.
نوموړي بیا د ملګرو ملتونو په موخو باندې رڼا واچوله او ويې ویل چې: ملګري ملتونه په حقیقت کې د یو څو منفعت طلبه هېوادونو هغه ټولګه ده چې غواړي په نړۍ د وګړو تر منځ تشویشونه او اندیښنې را منځ ته کړي.
ورپسې د سیمییزو او ستراتیژیکو څېړونومرکز رئیس عبدالباقي ( امین ) د ملګرو ملتونو له لوري ددې سند په تاریخچې باندې رڼا واچوله او وې ویل: چې د فیمینیزم ( feminism ) یا د ښځو پلوي حرکت دشلمې پېړۍ په ۶مه کلیزه کې په ډېر قوت سره رامنځ ته شو،او دوی غواړي چې ښځه د نارینه ؤ سره د ژوند په ټولو حوزو او برخو کې سره په بشپړه توګه سره یو شان معرفي کړي، خو داسلام سپېڅلی دین ئې مونږ ته د خاوندسره د مرستندوئی او تکمیلوونکې په توګه سره راپیژني .
دهغه په وینا: په غرب کې ښځه په ابتداء کې انسان نه ګڼل کیده، ځکه چې دغې ټولنې دتورو تیارو په یوې داسې ماده پال چاپیریال کې ژوند کاوه چې ښځې ته ېې هېڅ د ارزښت په سترګه سره نه کتل، لکه په (۱۸۷۳) میلادي کال کې د اروپا په محکمو کې د قاضیانو له لوري پریکړه او فیصله وشوه چې ښځه د تعلیم اود کور څخه د بهر وتلو حق نه لري .
نوموړي ددی خبرې یادونه هم وکړه چې ددوهم نړیوال جنګ څخه وروسته هر کله چې ډېر نارینه له منځه ولاړل، نو ددې اړتیا پېښه شوه چې ښځې له کوره بهر راووځي او دنارینه ؤ سره څنګ په څنګ په ټولنه کې کار وکړي .
د نوموړي په وینا: په دې وروستیو کې د اروپا او امریکا په قوانینو کې بدلونونه رامنځ ته شول، لکه په لندن کې په ۱۹۱۷، په آمریکا کې په ۱۹۲۰ او په فرانسه کې په ۱۹۴۵ کې ښځو ته په مال کې د ملکیت حق ورکړل شو، او اوس کولای شي چې تجارت وکړي، په داسی حال کې چې اسلام دنن څخه ۱۴سوه کاله وړاندې په آوایلو کې بي بي خدیجې (ر ضی الله عنها ) ته ددې حق ورکړی ؤ چې تجارت وکړي، اود همدې مبارکې بي بي تجارت د اسلام په خپراوي کې مهم نقش درلود.
له دې پرته په ساسي ډګر کې بیا هم ښځې له دې حق څخه نه دي محرومې کړي، اوپه اسلامي تاریخ کې وینو چې حضرت ام سلمه (ر ضی الله عنها ) پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) ته مشوره وکړه ، او په همدې مشورې باندې پیغمبر ( صلی الله علیه وسلم ) عمل وکړ او بیا صحابه کرامو هم وکړ.
نوموړي دخپلو خبرو په ترڅ کې دې ټکي ته هم اشاره وکړه چې نن ګرده نړۍ یو داسي اصلاحي حرکت ته اړتیا لري چې د ښځو حقوق د افراط او تفریط څخه خوندي وژغوري، تر څو دمېرمنود حقوقو په اړه یو درست فهم رامنځ ته شي .
د غونډې درېیم ویناوال د هېواد وتلی عالم عبدالسلام (عابد) ؤ چې نوموړي وویل: د دې سند په اړه چې کله ما کتنه وکړه نو۱۰ داسې مادې مې پکې وموندلې چې هغه په بشپړه توګه زمونږ د سپېڅلي قرآن سره ټکر لري، دبېلګې په توګه په دغې وثیقې او سند کې په کورني نظام کې دنارینه ؤ په قیمومیت ( سرپرستۍ) باندې نیوکه شوې، په داسی حال کې که سرپرستي هم دکورنۍ او د ټولنې څخه که د لږې مودې لپاره هم له منځه ویوړل شي ،نو د نړۍ دا نظام به دخطرونو سره مخامخ شي،ولې چې په کورنۍ کې والدین او په ټولنه کې رئیس جمهور، وزیران او د ټولنې مسؤلین دي چې نظام ئې په منظمه توګه روان کړیدی.
دهغه په وینا په نړیواله کچه په اسلامي هېواونو کې دمصر او ترکې پرته نورو اسلامي هېوادونو لا تر اوسه پورې دخپل اعتراض غږ لا نه دی پورته کړی، او د تعجب خبره خو لا داده چې دافغانستان هېواد هغه چې ۲ ملیونه شهیدان ئې ورکړيدي ، اړینه خو دا وه چې تر ټولو مخکې دې هېواد خپل د نیوکې او اعتراض غږ پورته کړی واي، خو له بده مرغه داسې ونه شول.
نوموړي په غربي نړۍ غږ وکړ،او د یو ګواښ په توګه ئې غربي نړۍ ته یوه پوښتنه په مخ کې کېښوده او زياته يې کړه (( راځئ د غربي نړۍ څخه وپوښتو چې هغه کوم حقوق دي چې تاسې مېرمنو ته ورکړیدي کوم چې اسلام نه دي ورکړي )).
دد غې غونډې په پای کې په پارلمان کې دکونړ د خلکو استازي مولوي شهزاده ( شاهد) وینا وکړه او وی یل: (( په دی سندونو او وثیقو سره یو څو مغرضه وګړي غواړي چې انساني کرامت تر پښو لاندې کړي، خو دا زمونږ دعلماؤ او ددې مسلمان ملت د مخکښانو مسؤلیت دې چې خپل ولس او خلکو ته په اسلام کې د مېرمنو حقوق په صحیح معنا وروپېژنو))
نوموړي دجمعیت اصلاح ددې ډول ګټوورو غونډو ددائرولو څخه ډېره خوښي څرګنده کړه او ژمنه ئې وکړه چې مونږ به هم خپل غږ هم په پارلمان کې او هم په نورو ځایونو کې پورته کوو، او غرب به دې ته نه پرېږدو چې زمونږ پر مقدساتو او اسلامي او ملي نوامیسو او ارزښتونو باندې لوبې وکړي .
دکنفرانس وروستی ویناول جهادي شخصیت او دملي اقتدار د ګوندمشر انجنیر احمدشاه احمدزی ؤ، چې نوموړي وویل : ( مونږ باید دین په سمه توګه زده کړو او په خپله هم پرې عمل وکړو اوبیا ئې نوروته وروښيوو ترڅو ددنیا او آخرت نېکمرغي مو نصیب شي).
غونډه په پای کې دسلام پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي رئیس مولوي صاحب وزیر محمد( سعیدي ) په دعاء سره پای ته ورسېده .
3 Comments
حامد
ما شاء الله، ډېر ګټور پروګرام مو جوړ کړی، د ملل متحد دغسی وثیقی مونږ ته منظوری نه دی
شفیق صاپی
بسیار عالی
برنامه خوبی تهیه دیده شده است
میخواستم پیشنهاد نمایم که اگر همان مواد را که مورد بحث و مناقشه است اگر نشر میشد و نقد میشد برای فهم قضیه مهم خواهد بود
مراد صاحبزاده
الله صبحانه وتعالی، حامین قانون و تربیت اسلامی را قدرت بخشد که از همچنین مسایل ما را اګاه و ذهن ما را روشن مییسازد.